خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

امریکا افغان پوځ ته څلور جنګي الوتکې وسپارلې

تاند ( پنج شنبه، دسنبلې ۲۷) امریکا افغان پوځ ته څلور اې۲۹ سوپر توکانو جنګي الوتکې وسپارلې.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د افغان پوځ چارواکو وویل، چې دوی دمګړی پیاوړی هوایي پوځ لري او د خطرونو پر وړاندې مقابله کولی شي.

د دوی په خبره د نویو اې۲۹ سوپر توکانو الوتکو په ورکړه به د دوی الوتکې ډېرې شي او د پوځ د پیاوړتیا سبب به شي.

بل لورته امریکايي چارواکو هم په دې مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغان پوځیان دمګړی پیاوړي شوي او بریالي دي، چې د ترهګرو پر وړاندې اغېزناکه مبارزه وکړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه قومندان په خپلو خبرو کې وویل، چې امریکا او ناټو د افغان ځواکونو پیاوړتیا ته ژمنه ده او د دغه پوځ د لا پیاوړي کولو لپاره به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

د ده په خبره د یادو الوتکو په ورکړې سره به افغان پوځ نور هم پیاوړی شي او په راتلونکو میاشتو کې هم افغان پوځ ته د ګڼو الوتکو د ورکړې پلان لري.

خالد: دښمن دې د پنجاب په امر د افغان پوځ د له منځه وړو خوب نه ويني

2 comments

  1. Farman mukhlis Reply

    امريکا نه غواړي چې افغان پوځ پر پښو ودروي ځکه خو کمزورې جنګي الوتکې ورکوي ولې ايف ۱۶ جنګي الوتکې نه ورکوي دومره سخت موقعيت او پيچلې جغرافيه او د دوو ايټمي هيوادونو منځ کې راګېر افغانستان ته ای ۲۹ الوتکې ورکول ټوکې او ملنډې کول دي.
    افغان حکومت بايد امريکا قانع کړي او په هر قيمت چې نوې وسله او ښې الوتکې ترلاسه کړي.

  2. اسلم Reply

    فرمان ورور بلکل سمه خبره کوي.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

اعلان