خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

افلاطون | ژباړه: مطیع الله هوتک  

  د سقراط د زده کوونکو له ډلې افلاطون هم دیموکراسي نه خوښوله. افلاطون غوچ او هوښیار انسان وو. قوي تخیل یې لره او د خپل فکر څخه هیڅکله هم نارارضه نه وو. کله به یې خپلو زده کوونکو ته هم د حقارت په سترګه کتل. ده دا ژمنه کړې وه چې د سقراط ښوونې راتلونکو نسلونو ته ورسوي، البته دا کوم آسان کار نه وو. معمولاً کله چې یې استاد ترک کوه؛ خپل کور ته به ولاړ، په کور به یې کوښښ کاوه چې د خپل استاد خبرې ولیکي. د کره نقل له مخې هغه چې یې استاد ویلي وو، ورته د اهمیت وړ نه ول، نو ناچاره به وو چې خپلې خبرې هم پکښې ورزیاتې کړي، تر څو وکولی شي هغه خبرې توضیح کړي. د سقراط د ناستو شرحه یې داسې بیانوله، لکه یو تکړه ممثل چې یو صحنه د دریځ پر مخ انځوروي. نو له همدې امله د افلاطون مکالمې د یوه مستند، هیجاني او زړه راښکونکي فلم په څیر دي.

   سقراط به په خندانه خوله سر خوزاوه او ویل به یې: “تل پاتې خدایانو، دا ځوان ماته څومره عقیده لري!” د سقراط له مړینې وروسته افلاطون خپله اصلي مېنه پرېښوده، آتن کې پاته کېدل ورته ګواښونکي وو. ځکه هغه د پخوانۍ حاکمې طبقې اشراف زاده ؤ له ډلې وو او د ده نږدې خپلوانو به د دموکراسي پرځولو لپاره توطیې جوړولې. ده به خپله د دولتي شورا له مشرانو  لکه سوداګر، د کښتیو کارکوونکي، چرمسازانو او کښتۍ لرونکو څخه -چې سقراط ته یې د مرګ سزا ورکړې وه- ښکاره کرکه کوله. نو ځکه یې له آتن پښې سپکې کړې.

   آیا په نړۍ کې به داسې هېواد هم وي چې اوسیدونکي یې د رښتیني عدالت تر سیوري لاندې ژوند وکړي؟ آیا داسې پوهه به وي چې ټولې پوښتنې ځواب او ستونځې حل کړي؟

   افلاطون د سمندر له لارې مصر ته ولاړ. د مصریانو دود او کلتور ورته عجیب ایسېده. مصري کاهنان یې د واک اصلي څښتنان نه ګڼل. یواځې یو شی ورته عادلانه وو او هغه دا وو چې په مصر کې هر څوک د خپل کار په فکر کې ول. صنعتګران د خپل کسب په فکر کې ول او بزګرانو به خپله کرکیله کوله. د ځمکې خاوندانو به نه غوښتل چې کسبګران ووسي او برعکس کسبګرو به هم نه غوښتل چې د پاچا دربار کې کوم مقام لري. په آتن کې به هر کلال، موچي او پنډي کولی شول چې په دولتي شورا کې برخه واخلي. خو په مصر کې به چې هر سرتیري وغوښتل د حکومت په چارو کې مداخله وکړي، چې “ شاهانو ته د خدای ورکړی طبیعي داد وو.” سخته سزا به یې لیدله.

   افلاطون ټولنه ایدیال ګڼله، داسې چې پکښې بزګر او کسبګر کار وکړي، سرتیري او فیلسوفان یې ساتونکي وي او پرې حکومت وکړي. دې نظام سره له دې چې زیاتره خلک یې په مرییتوب او جهل محکوم کول، د افلاطون له نظره له دیموکراسي/د خلکو حکومت څخه خورا عادلانه وه.

   دا خانزاده د عادي خلکو په فکر کې نه وه:”حکومت باید د موچي په کسیه کې هم نشي چې څه کوي او څه پرې راځي. ساتونکی مهم دي، ځکه چې د حکومت هدف د موچي سوکالي نده، هدف یې یواځې بقاء ده.”  د افلاطون له نظره ساتونکي تر ټولو غوره انسانان وو، خو دده منظور له غوره څخه شریف، ریښتیني او پاک خلک نه وو: ویل به یې حاکمانو ته باک نشته چې د خپل حکومت د ملي مصالح او منافعو ساتنې لپاره خلکو ته دروغ ووایي او بازي ورکړي. خو که یو کسبګر دورغ ووایي یا هم چاته بازي ورکړي، باید سزا وویني. د “عادلانه حکومت” په اړه د افلاطون نظر همدا وو.

   افلاطون عجب دوه ګونی ژوند لره؛ دی هم د نورو انسانانو په څېر په دوو پښو ګرځېده، کتل، اورېدل او ویل یې کول. خو روح یې د خلکو منځ کې نه وه، په باطن کې ګرځېده. په باطن دنیا کې له خپل استاد سره غږېده. داسې شیان یې لیدل چې په ظاهر کې نه لیدل کیدل. د ده په فکر سقراط ژوندی وو. د ده شاوخوا انسانان ورته له شیانو پرته بل څه نه ایسېدل.

   ویل یې چې خوب او ویښه یې د نورو د خوب او ویښې برعکس ده. پخپل شاوخوا لیدونکو شیان ورته ویروونکی خوب ښکارېده چې له محض ښکارېدو سره پنا شي. د انسان سرنوشت، ژوند، قانون… ټول ورته بې اعتباره وو. نو په کوم شي باید حساب وشي؟ چیرته وتښتو او پټ شو؟

   افلاطون د خپل استاد یوه خبره ښه په یاد وه، سقراط هغه د محسوساتو له نړۍ څخه د معقولاتو نړۍ ته بیولی وو، هغه دنیا چې یواځې د عقل په سترګو د لیدو وړ وه؛ استاد د یوه نامرئي/نه لیدونکي دلدل په وسیله دې هستۍ ته ختلی وو. افلاطون دا نړۍ د کلي صور یا مثل نړۍ یادوله؛ کله چې یې ونه لیدله نو ناپایدار یې لیدله؛ ویل یې چې یو زورور باد کولی شي دا ونه له ریښو سره راوباسي، په تبر یې غوڅه کړو. له همدې ځایه د کلي صورت له مخې یې د ونې مثال رامخې ته کاوه او ویل یې په ظاهري حواسو د ونې مثال درک کولی نشو. نه یې تېز باد له ریښې راویستلی او نه یې تبر ټوټه ټوټه کولی شي. که د مثلث شکل رسم کړئ، بیرته یې ړنګولی شئ، خو مثال یې نابود کولی نشئ، ځکه چې دا امکان نه لري. د وخت تېرېدل نشي کولی تاسې غمجن کړي. د وخت تېرېدنه د هغو ټولو شیانو زوال دی چې پخپل شاوخوا کې یې وینو، خو کلي صورت له مکان او زمان بهر دی.

نو چیرته دی؟!

   دا له زمان او مکان خارج دي، هلته چې یوازې عقل لاره کولی شي. د افلاطون په فکري قلمرو کې  رنګ، شکل او لنډه دا چې هیڅ لمسیدونکی او مرئي شی وجود نه لري. هلته روح د حقیقت لوړو مدارجو مثال ته ورځي. زموږ دا تیاره/فاني دنیا د بلې دنیا له کمزوري انعکاس پرته بل هیڅ شی هم نده.

    د هسییودوس په وخت کې یونانیانو باور لره چې حقیقت، ویره، روغتیا او قدرت جلا خدایان دي او اوس افلاطون هڅه کوله دا زوړ او پخوانی باور راژوندی کړي. د ده په نظر مثل ابدي او مجرد دی. د تعینات عالم څخه جلا په بل عالم کې وجود لري. دی باورمند وو چې د واقعي میز او آس پرته په بله “نامرئي”دنیا کې “کلي آس” او “کلي میز” وجود لري یانې د آس مثال او میز مثال وجود لري. پایله یې دا شوه چې افلاطون دوه ګونی ژوند درلود؛ ویښه یې په خیال، چورت او خوب یې په واقعي دنیا کې تېرېده. تل یې د ارواحو عالم خبرې کولې خو له دې دنیا غافل وو. د مادې ادراک، ادراک الادراک یا د اشراق عالم کې یې ژوند کاوه. دا نړۍ د دې ټولو رنګینیو، موسیقیت او ښکلاؤ برسېره ورته د بلې واقعي نړۍ یو انعکاس ښکارېده. دا واقعي دنیا به چیرته وي؟ ځواب ساده دی، د افلاطون په خیالاتو کې. افلاطون د هغه چا په څېر وو چې د ویالې په غاړه د ونې انځور په لیدو داسې ووایي:”د ونې دا انځور چې په ویاله کې وینئ، واقعي ونه ده او هغه چې د ویالې په غاړه ولاړه ده، یواځې د دې ونې انځور دی.” 

   خو د افلاطون لپاره په نالیدلې دنیا او  پکښې د شته وحشتناک او ویرونکو موجوداتو منځ کې ژوند کول ستونځمن وو؛ شاید په تورتم کې یې پښه له کوم څه سره ونښلي او ولویږي. نو له همدې امله یې غوښتل چې نور هم له ځان سره ملګري کړي او خپلې موندنې ورته وښيي. ویل یې: تاسې د ځمکې لاندې یوه تونل کې ناست یئ، یواځې د تونل دیوالونو باندې سیوري وینئ، د غږونو انعکاس اورئ؛ پورته وګورئ، له تونل د باندې راووځئ، له تل څخه پورته راشئ او د رښتینې دنیا په لوړو، د کلي صور دنیا ته راشئ؛ هلته به ځمکه او آسمان ووینئ او د لمر وړانګې به مو سترګې خیره کړي، ځکه چې تاسې په تیاره کې اوسیدلي یئ، او رڼا سره د عادي کېدلو لپاره باید خپله لمر ته وګورئ، نه یې اوبو کې انځور ته. بلاخره کله چې رڼا کې څملئ، نو وبه وینئ چې د دنیا په خاورین تونل کې مو د لمر انځور لیده نه خپله لمر.

   افلاطون پوهېده چې د آزادۍ دیار یې موندلی او غوښتل یې نور هم ورته راکاږي او آزاد یې کړي. پوهېده چې نورو ته د دې خبرو تفهیم ستونځمن دی؛ ورسره به مبارزه وکړي، هغه ته به خاندي او حتی ممکن دی ووژني.

   په همدې ډول یې د ځوانانو ښوونې ته مخه کړه تر څو د رښتینې دنیا خبرې یې زړونو ته ولویږي. ده د سقراط په څېر د آتن په کوڅو او میدانونو کې له خپلو زده کوونکو سره بحث نه کاوه، بلکه د خپل بڼ د ونو سیوري لاندې د اتل آکادموس مجسمې په څنګ کې به یې ورسره بحث کاوه. دوی یې دې ته هڅول چې د واقعي دنیا پیژندلو لپاره هڅه وکړي. د خپل بڼ په دروازه یې لیکلي وو:”چې په هندسه نه پوهيږئ، مه راځئ!”.

   ریاضیاتو د افلاطون زده کوونکو وړتیا لوړوله، تر څو مثل بهتر درک کړي. د عالم/هستۍ موضوع درک خورا ستونځمن مثال وو او افلاطون پخپله هم نه پوهېده چې کلي صور دې له ظواهرو پرته توضیح کړي.

   ویل یې چې:” شعر ته په اکادمي کې ځای نشته.” خو شعر به پرې حکمفرما وو. له اکادمي څخه د شعر ورکولو لپاره یواځینۍ لار همدا وه چې افلاطون یې له زړه وشړي. ځکه دی وو چې له یوې نالیدلې نړۍ څخه به یې شاعرانه خبرې کولې.

   د افلاطون ملګرو او پیروانو هم په اکادمي کې د فلسفې ښوونې کولې. زده کوونکي په څلورو څانګو ریاضیات، نجوم، موسیقي او د منطق مباحثې کې روزل کیدل. میخانیک او طبابت یې د کسبګرو کار باله. د شتمنو او خانزاده کورنیو اولادونو به هغه مطالب زده کول چې په وسیله یې روح لوړو مدارجو ته ورسیږي او زړور جنګیالي ترې جوړ شي. افلاطون به د طبیعت مطالعه بې مانا وخت تېرېدنه ګڼله. په هغو پوهانو به یې ملنډې وهلې چې په آسمان کې یې د ستورو حرکات څارل، یا یې هم د وخت تنظیم باندې کار کوه. د نجوم، ریاضیاتو او موسیقي له ښوونو څخه یې موخه دا وه چې د زده کوونکو روحونه یې سپیڅلي او لوړو مدارجو ته ورسیږي تر څو هغه خالق وستایي چې دا نړۍ یې د خپل بصیرت او عقل له مخې د یوه خاص مقصد لپاره پیدا کړې ده.

   خپل زده کوونکي به یې د ځان فکري وارثین ګڼل؛ دوی داسې فیلسوفان وو چې پام کې وه وروسته د ده د اشرافي حکومت فکر ته تحقق وبخښي. ده په خپل بڼ کې د نړۍ وضعیت بدلون لپاره خپلې نقشې جوړولې.

   سوراکوسای ته ولاړ. هلته ماشوم دیووسوس د چارو واګې په لاس کې لرلې. دې بې خیره حاکم ونه غوښتل چې د یوه فیلسوف خبرو ته غوږ ونیسي. نو یې خپل دا غیر رسمي مشاور بندي کړ. که چیرې یې ملګرو واسطه نه وه کړې، نو افلاطون به دې بند کې مړ شوی وو.

   له همدې امله به افلاطون کله آتن او کله هم سوراکوسای کې وو. کله به آکادمي او کله به هم د دې بېخیره او ظالم حاکمانو په ماڼیو کې اوسیده؛ کله به یې هم د دې بیکارې نړۍ څخه چې د مثل نوراني نړۍ سره یې هیڅ شباهت نه درلود، مخ واوړه او کله به هم پدې هیله دې دنیا ته راستون شو چې دا د هغې دنیا د نور په وسیله نابود کړي. کله به یې هم خلک هڅول چې تېر ته وروګرځي، داسې تېر وختونه چې بیا یې راژوندي کول ناممکن وو، کله به هم د خیالاتو نړۍ ته وکوچېد او هلته به یې داسې دنیا لیدله چې هیڅ د وجود امکان یې نه وه.

   د ښار له ګڼې ګوڼې او غالمغال لرې پخپل بڼ کې د چنارونو ونې لاندې کښېناسته. آکادمي یې د معبد په څېر آرام او خاموشه وه. خپلو زده کوونکو ته یې د ځوانۍ وختونو کیسې کولې، چې څرنګه به د حقیقت پسې لالهانده ګرځیده.

   بیا به یې توضیح کول چې څرنګه ستر خالق جسم پیدا او روح یې پکښې پو کړ. جسم د دوه نعمتونو فکر او روح په وسیله ژوند وموند. سیارې او ثوابت هم روح لري. لمر، سپوږمۍ او ستوري یې مرئي خدایان ګڼل؛ حرکت کوي، ځکه ژوندي او روح لري. ونې او ځناور هم روح لري. دا ټول ستر او ښکلي ذات خلق کړي دي. زموږ دنیا یوازې د هغې رښتینې، ښکلې او تلپاتې دنیا سیوری دی. دا دنیا، ناب دنیا ده. چې په عرش کې له ستورو سره قرار لري.

   یو ژوندي خلق شوي موجود ته وګورئ چې د سمندر په تل کې ژوند کوي خو فکر کوي چې د سمندر په سطحه کې دی. پورته ګوري او له اوبو څخه ستورو او لمر ته ګوري. حتی دومره هم نشي کولی چې دا له سمندر څخه بهر چې څرنګه دي، وویني، خو هیڅکله به هم ونه ویني چې د له سمندر پورته هسک څومره ښکلی دی.

   موږ داسې چاته ته پاتې کېږو چې د ځمکې لاندې ژوند کوي او فکر کوي چې د ځمکې پر مخ ولاړ دی. له دې چې نشو کولی هسک ته وخېږو نو په فضاء مو د هسک نوم ایښی دی. که چیرې انسان وکولی شي خپل ماهیت نابود کړي، نو خپله حقیقي دنیا به وپيژني. هلته هر شی د کمال تر بریده ښکلی دی. هلته د ځمکې رنګ ارغواني، سپین او زرین دی. کاڼي یې لعلونه، زمرد او الماس دي. پکښې شته لویې وچې او جزیرې خورا ښکلې او زرغونې دي. معبدونه پکښې د خدایانو هستوګنې دي.

   استاد (افلاطون) به دا ډول کیسې کولې او زده کوونکو به یې – د ماشومانو په څېر چې د دیبانو او ښاپیریو کیسې په مینه اوري- ورته غوږ ول. ویل به یې: د ځمکې لاندې دوزخ دی، چې د بدکارو او ګناه کارو ځای دی، نیکوکاران بیا (جنت) ته چې د ټولو ښکلاؤ مور ده، صعود کوي او د خپلو نېکیو بدله اخلي. د مړو شویو ارواح له کلونو وروسته ځمکې ته ورګرځي او له ځمکې سره جوخت به د خپلې آسماني مېنې په فکر کې وي. زموږ ټول ښه فکرونه د هغې دنیا له خاطرو پرته بل هیڅ هم ندي.

   په شرق او غرب دواړو کې د افلاطون دغو کیسو ته شعرونه او نثرونه لیکل شوي دي. هو! دا کیسه اوږد عمر لري؛ هغه خانزاده چې د مرييتابه نظام مدافع او د شاهانو له ډلې وو، دا کیسې جوړې کړې، چې دا بیا د بېوزلو او  بینوایانو لپاره د زغم وسیله شوه. دوی چې خپله آزادي یې پدې دنیا کې ونه موندله، نو یې د جنت د ښکلاؤ په خیال او خوب کې ژوند کاوه. افلاطون له خپلو معاصرانو غوښتل چې له دموکراسۍ نټه وکړي او د لږه کیو حکومت یې ځای ناستی کړي. نو له همدې امله د دغه اقلیت حاکم نظامونو غوښتونکو او پلویانو چې خپله خوښي یې د ټولنې اکثریت خلکو تر نیکمرغیو غوره ګڼلې، خپلو موخو ته د رسیدو لپاره یې ترې ښه ګټه پورته کړه.  یو مهال دین او علم سره یو ول؛ وروسته بیا دین له علم څخه جلا شو او په یوازې سر یې تکامل وکړ. خو اوس افلاطون دا  هڅه کوله چې بیا ځلي یې سره یو ځای او د علم په بڼه یې وړاندې کړي.

   سوفسطایانو به ویل چې حقیقت وجود نه لري، هغه چې شته یو ازې د خلکو نظرونه او باورونه دي؛  د خلکو په شمېر هغومره اندازې سره باورونه هم وجود لري.

   سقراط او افلاطون هڅه کوله دا ثابته کړي چې حقیقت شته او پدې پلمه یې د صور کلي موهومه دنیا کشف کړه.

   دغو ښوونو د راتلونکو پیړیو زیاترو متفکرینو آثارو کې لار وموندله، دغو ټولو علم له طبیعت څخه لرې کړ؛ د افسانو او خیال پردازیو لور ته یې یووړ او پدې توګه یې انسان د واقعي نړۍ پېژندنې  څخه راوګرځوه.

   سلګونه کلونو نور هم بشر د افسانو په دنیا کې ژوند کاوه؛ پدې دنیا کې ورسره ښاپیریو، دیبانو، جادویي ارواح، پیریانو ژوند کاوه. هرې ونې روح لاره او هرې ډبرې خبرې کولی شوې.

   خو د وخت په تېریدو له دې ارتې دنیا سره آشنا کېده. هره ورځ یې خپله لار د پوهې شمعې باندې رڼا کوله؛ خو اوس یې بیا غوښتل چې تېر ته وروګرځي. د علم ټاټوبي یونان کې (فیلسوف) افلاطون غوښتل چې خپل زده کوونکي د افسانو دنیا ته هدایت کړي. وضعیت دومره بدلون وموند، تا به ویل چې د تالس، آناکسیماندروس، آناکساګوراس او نورو هیڅ وجود نه درلود.

   آیا انسان رښتیا هم شاتګ وکړ؟

آیا د تېرو ویاړمنو پوهانو هڅې رښتیا هم بې پایلې وختې؟

   نه، هیڅکله هم نه! انسان شاتګ ونه کړ. په هماغه وخت کې هم چې ځینو ځوانانو به د افلاطونن خبرو ته غوږ نیوه، یو شمېر کسان به وو چې د دیموکریتوس کتابونه به یې لوستل. افلاطون خلک یوه لور او دیموکریتوس به بل لور ته وړل.

   افلاطون او زده کوونکو یې د دې لپاره چې خلک د دیموکریتوس له ښوونو لرې وساتي، له هر ډول تخنیک څخه یې کار اخیست. افلاطون به چې کله د دیموکریتوس په اړه خبرې کولې، نو د ده نوم به یې په خوله نه راوړ، ځکه نه یې غوښتل چې رقیب یې شهرت ومومي. خو د ده له باورونو به یې کرکه کوله او ویل به یې: “ زیاتره خلک دی هوښیار ګڼي، دا ځکه چې ځوانان دین او خدایانو ته -چې موږ یې ټول قوانین پر ځان منلي- شا کړي او ډېر ژر به ګډوډي رامنځته شي. ” 

   دیموکریتوس به هغه فیلسوفانو باندې ملنډې وهلې چې ویل به یې: “ټول نومونه د زئیوس دي، زئیوس په هر څه پوه دی او هر څه ستایي.” همدرانګه به یې ویل:” هغه خلک چې د طبیعت په زیاترو رازونو نه پوهیږي، نو د دې نړۍ په اړه درواغجن او خیالي داستانونه جوړوي، نو همدا لامل دی چې خپل ټول عمر په ویره او وهم کې تیروي.” 

   افلاطون له دې خبرو سره مبارزه کوله. هڅه یې کوله چې خلک په بلې دنیا باندې باورمند کړي، یوازې هغه رښتیتې دنیا چې د افلاطون له نظره نیکوکاران پکښې د نیکیو بدله او بدکاران د بدیو سزا ویني.

   افلاطون هم د خپلو خبرو په اغېزې باوري نه وو، نو ځکه یې خپل مخالفین یوازې په هغې دنیا کې نه بلکې دې دنیا کې هم په مجازاتو تهدیدول. په خپل یوه کتاب کې لیکي:”ځینې باید اعدام، شکنجه، بندي او د مالکیت له حق څخه محروم او تبعید شي.” آیا د ا هماغه افلاطون نه وو چې د سقراط محکوم کوونکو ته غصه وو؟ اوس نو بیا ولې خپل مخالفینو ته د اعدام وړاندیز لري؟

   بناء د افلاطون او دموکریتوس مبارزه د (ایدیالیسم) او (ماتریالیسم) تر منځ روانه وه.

Leave a Reply