خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

افغان حکومت په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۳۱۷طالب بندیان خوشې کړي

تاند (یک شنبه، د اسد ۱۲) د ملي امنیت شورا دفتر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې یې په پروان، بګرام او نورو ولایتونو کې ۳۱۷تنه طالب بندیان خوشې کړي دي.

امنیت شورا زیاتوي، چې د ولسمشر د فرمان عملي کولو سره به دا پروسه دوام پیدا کوي او په پلان کې ده چې ۵۱۰۰ طالب بندیان ازاد شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دوحې تړون له مخې افغان حکومت ۴۹۱۷تنه خوشي کړي دي او طالبانو د حکومت ۱۰۰۰تنه بندیان ازاد کړي دي.

تر دې وړاندې وسله‌والو طالبانو ویلي و که افغان حکومت ددوی د لېست مطابق ۵زره طالب بندیان خوشي کړي نو دوی به په دوو اوونیو کې بین الافغاني خبرو ته چمتوالی ونیسي.

د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره لاهم خنډونه لیدل کیږي.

طالبان په لیست کې د شاملو ۴۰۰ بندیانو خوشې کېدل غواړي خو افغان ولسمشر بیا په دې برخه کې ځان بې واکه بولي.

ولسمشر غني د اختر په لومړۍ ورځ په خپله وینا کې په ټینګار سره وویلې،چې د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خوشې کولو پریکړه به لویه مشورتي جرګه کوي.

نوموړي زیاته کړه ډیر ژر به لویه مشورتي لویه جرګه جوړه او په دې اړه به پریکړه وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *