خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

افغان حکومت: د ډیورنډ پرفرضي کرښه د وروستيو پېښو په تړاو پاکستان سره ناسته اړینه ده

تاند(یکشنبه، د اسد ۱۲) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیورند پر فرضي کرښه د پاکستاني پوځیانو د وروستیو بریدونو د څرنګوالي او د ورته پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ډویورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني پوځیانو د وروستیو بریدونو د څرنګوالي او د ورته پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ناسته برابره شي ترڅو د ورته پېښو مخنیوی وکړي.

دغه وزات پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستاني پوځیانو له‌ځوا د زمري د ۹مې نېټې راکټي بریدونو په تړاو ژوره اندېښنه ښودلې ده او یاد بریدونه یې غندلي دي.

په هغو بریدونو کې د ځایي چارواکو په خبره ۱۶ افغان ملکيان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.

سرچېنه زیاتوي چې ډیپلوماتیکې حل لارې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره اغېزمنې تمامېدای شي.

هیره دې نه وي چې تر اوسه د غونډې ځای او وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *