خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

 اسلامي حکومت د امریکایي اسلام له نظره| دوکتور زمان ستانیزی

د محترم طاهر ثابت د نقد په ځواب کې

دوکتور زمان ستانیزی په کلیفورنیا کې د پسِفیکا د لوړو مطالعاتو د پوهنتون د الهیاتو او عرفان استاد

ښاغلی طاهر ثابت د «آیا په اسلام کی اسلامی حکومت شته؟» په مضمون د انتقاد په ترځ کې په مضمون کې مطرح نظریات «امریکایي اسلام» ته ورته بللی. دغه توضیحات د هغوی د نقد په ځواب کې وړاندې کېږی.

هغه علمی تحقیقات چې په ۲۰۱۰ کال کې د جورجټوون د معتبر پوهنتون د دوه مسلمانو استادانو، حسین عسکری او شهرزاد رحمن له خوا د قراني احکامو، نبوي سننو، او د شریعت د لوړو اخلاقي او انساني معیارونو پر بنا د نړۍ په ۲۰۸ هیوادونو کې تر تطبیقی څېړنې لاندی ونیول شول ثابته یې کړه چې د اسلام د شریعت د انسانی او اخلاقی اصولو له مخې د نړۍ د اسلامی هیوادونو درجه بندی د جوامعو د شعار، ادعا، او اعتقادی هویت سره مطابقت نلری.

په دغه درجه بندی کې د امریکا متحده ایالاتو ۲۵ مقام تر لاسه کړ او افغانستان ۱۶۹. په داسی حال کې چې د عامه ذهنیت له مخی افغانستان رسماً اسلامی جمهوریت دی، او امریکا د ځینو په نزد «د کفر ملک» ګڼل کېږی. په نړیواله سطحه د اسلام په باره کې د لوړو تحقیقاتو د رسالو شمېر په امریکایې پوهنتونونو کې د دنیا تر بل هر هیواده لوړ دی. له دې نظره امریکایي اسلام د توهین مایه نده، بلکه د افتخار نښانه ده.

محترم طاهرثابت لیکلی: «اسلامی حکومت د قران او سنت په اصولو ولاړ سیاسی نظام ته وایی. اسلامی حکومت د نبی اکرم د مدینی د نظام او بیا د خلافت او ملکیت نظامونو ته ویل کیږی چه د قران او سنت په فرمانونو ولاړ وو.» ثابت صاحب چې مدعی دی په عربی ژبه ښه تسلط لری، د خپلی پورتنی ادعا د اثبات په خاطر په قرانی آیتونو استناد کوی او لیکی: «يَٰدَاوُۥدُ إِنَّا جَعَلْنَٰكَ خَلِيفَةً فِى ٱلْأَرْضِ فَٱحْكُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ بِٱلْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ ٱلْهَوَىٰ فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ» او د دغه آیت د استنتاج له مخی انسان په «حکم او یا حکومت کولو مکلف بولی».

د ثابت صاحب استنباط دغه لاندی مشکلات را مینځ ته کوی:

۱- که د دغه آیت حذف شوی برخه هم ولوستل شی، په صراحت سره ښیی چې د «فَٱحْكُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ» عبارت د قضاوت په مورد کې دی، نه د حکومت کولو په مورد کې: «يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُم بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ» (ص ۳۸:۲۶) «ای داوده، مونږ ته د ځمکی پر مخ خلیفه وګرځولی، نو د خلکو تر مینځ په حق قضاوت وکړه او د خپل هوس په خاطر په غلطه لاره مځه. په تحقیق سره هر هغه څوک چې د خدای له لاری اوړی د حساب په ورځ به سخت عذاب ورته منتظر وی.»

آیا په اسلام کې اسلامي حکومت شته؟| دوکتور زمان ستانیزی

۲- یهودان حضرت داود پاچا ګڼی، خو قران یې پیغمبر ګڼی. نو ځکه د حضرت داود په مورد کې قرانی آیات د یوحکومت جوړولو حکم نلری، بلکه د هغه د رسالت په مورد کې دی چې د حق په قضاوت مکلف شوی.

۳- که د دغی موضوع مرتبط آیات په تورات کې وګورو چې قران اشاره ورته کړی د «حکم» د قضاوت معنا نوره هم روښانه کېږی. د تورات د سامیول د دوهم کتاب په یوولسمه برخه کې دې موضوع ته اشاره شوی. حضرت داود د اوریا د میرمنی، بیث شیبا، سره د رابطی په خاطر د هغی د مېړه د وژلو دسیسه جوړوی او په جنګ کې یې د خپلو لښکریانو په واسطه وژنی او د اوریا میرمن چې پخوا هم ورسره پرېوتلی و د ځان کوی. خدای دغه عمل غندی او قران په همدی مورد کې د «فَٱحْكُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ» د حکم په اساس د حضرت داود د حق او قضاوت را بللو ته اشاره کوی.

ثابت صاحب د اسلامی حکومت د لزوم د اثبات په غرض د نسا د سوری پر ۱۰۵ آیت استناد کوی: «إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللّهُ وَلاَ تَكُن لِّلْخَآئِنِينَ خَصِيمًا» (نسا ۱۰۵) ثابت صاحب په کوم دلیل دغه آیت نه ترجمه کوی، خو زما ترجمه دا ده: «(ای محمده) په تحقیق سره چې مونږ تا ته دغه لیکل شوی (آیات) د حق دپاره نازل کړی څو د خلکو تر مینځ هسی حکم (حکمیت قضاوت) وکړی چې تا ته ښوول شوی. او د خائینانو دفاع مکوه.» په دغه آیت کې په صراحت سره د حق، قضاوت، او دفاع موضوعات مطرح دی یعنی «حکم» د حکمیت په معنا راغلی.

وروسته بیا د مائدی سوری ۴۴ آیت ته رجوع کوی، خو بیا هم ددغه اوږده مبارک آیت یوه ډېره کوچنۍ برخه نقل کوی، خو هغه برخه چې په صراحت سره د حق او باطل په ارتباط لوی خدای یهودان عدل ته را بولی حذف کوی: «وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ». د محترم ثابت صاحب  د دغې لنډې برخی ترجمه هم لږ څه غور غواړی: «البته کفر هلته دی چه څوک عقیدیی د خدای حکم په بل بدل کړی». زما ترجمه: «او هر هغه څوک چې د خدای د نازل شویو احکامو مطابق قضاوت نکوی کافران دی.»

ثابت صاحب اضافه کوی: «داسی نور ډیر ایتونه شته چه نبی او مسلمانان د خدای د نازلو ارشاداتو سره مطابق د حکم او یا حکومت کولو مکلف بولی.» دا چې محترم طاهر ثابت پرله پسی د «حکم» کلمه په حاکمیت تعبیروی یو مشکل دی، خو دا چې د خپل نظر د تائید لپاره یا د قران آیات په کامله توګه نه لیکی، یا ټول نه ترجمه کوی، یا خپل نظر پری تحمیلوی هم د تحقیق له اصولو سرغړونه ده او هم خپل نظر د تائید په سبب له قران نه سو استفاده ده. په تېره بیا چې دی اد عا کوی چې په عربی ښه پوهېږی.

د دغو آیاتو کلیدی او محوری کلمه «حکم» دی چې د «حَکَمَ» له مصدر نه اخیستل شوی چې هوښیاری او ژوری پوهې ته ویل کېږی. عام اشتقاقونه یې حکمت یعنی فلسفه، حکیم – یو لوی پوه یا پوهاند یعنی فیلسوف او طبیب لکه حکیم سنایي، یا حکیم عمر خیام، حکمیت یعنی قضاوت، محکمه د قضاوت او عدل ځای، زراعتی محکمه (په پاکستانی کې) د اوبو د ویش ځای، محاکمه – یو څوک د عدالت د اعادی په خاطر قضای نظام ته راوستل، حَکَم یا حاکم دواړه په مروجه عربی کې د قاضی معنا ورکوی.  هسی چې وینو د دغی کلمی ټول مشتقات له قضا، عدل، حق، او انصاف سره تړلی دی.

په عربی هیوادونو کې حاکم د قاضی په صفت پېژنی، خو په افغانستان او د منطقې په ځینی قضایی نظامونو کې د شرعي او عرفي یا مدني قوانینو متوازي موجودیت باعث شوی چې قضایې مسؤلیتونه یو قاضی ته ورکوی او اداری مسؤلیتونه حاکم ته. نو په عامه ذهنیت کې حاکم د حکمیت په خاطر د حَکم یا قاضی په صفت نه پېژنی او یوازی یې د اداری حاکمیت د صلاحیت لرونکی په توګه پېژنی.

ثابت صاحب د دغه مستولی ذهنیت عامیانه تعریف په قرانی آیاتو تحمیلوی او په قران کې چې هرځای د «حکم» کلمه وینی داسی استنباط ورنه کوی چې ګڼی خدای د حاکمیت یعنی حکومت په جوړولو حکم کړی. حال دا چې څه نا څه په دغو څو آیاتونو کې چې دوی استناد پری کړی د «حکم» کلمه په حکمیت دلالت کوی نه په حاکمیت. په قران کې د «حکم» کلمه یوازی په حاکمیت تعبیرول د علم بدیع له اصولو نه تېری دی او پر هغه باندی په انحصاری توګه د «حکومت کولو» د مفهوم تحمیلول په قران کې پر تحریف او تصرف دلالت کوی.

ثابت صاحب یو بل قرانی اصل یعنی شوری هم د خپلی ادعا د اثبات لپاره استخداموی: «اول ایت ایت د کارونو د څرنکوالی معنی لری یعنی د حکومت چلول په شوری وی.»

په تذکره کې د مور د نوم له لیکلو سره حساسیت

قران شوری د یو اصل په صفت په عمومی توګه تجویز کوی نه د حکومت جوړولو لپاره په اختصاصی او ځانګړی توګه. یعنی په هر مورد کې چې شوری مناسبت پیدا کړی، استفاده ورنه کیدای شی: په خپلو مینځو کې سلا مشوره، د خپلی کورنی له غړو سره، په تجارت، په تعلیم، تحصیل او تحقیق کی مشوره، او دسیاست په شمول په بل هر مورد کې سلا مشوره ښه کار دی. خو دا چې د شوری امر دی خاص د حکومت د جوړولو په مقصد نازل شوی یو شخصی استنتاج او استنباط دی، او تاریخی شواهد هم نلرو ځکه اکثرو پخوانیو حکومتونو شوراګانی نه درلودلی. دغه ډول د استنباط انحصار د تحقیق له اصولو سره مغایر دی.

ثابت صاحب د عرفان له تعریف سره هم څه مشکل لری. دی عرفان له واهیاتو سره معادل ګڼې او توصیه کوی چی زه (زمان ستانیزی) باید «په خپلو عرفانی واهیاتو کی بیرته و اوسیږی (م)».

عرفان د حجرات د سوری د دیارلسم آیت د « لِتَعَارَفُوا » د امر او د حضرت رسول اکرم (ص) د

«سبحانَک ما عَرَفناکَ» له دعا نه د الهام په اخیستولو سره د حق تعالی پېژندلو ته وایی چې د الهیاتو، حکمت، علم، او معرفت پر بنا ولاړ وی. عرفان د ځان پېژندی او د خدای پېژندی رمز دی.

8 comments

  1. ع.شریف زاد Reply

    استاد سلام
    هدف له بحث یا تبصرې څخه فکر نه کوم چې شخصی انګیزه ولری او یا دشخصی ولسواکی خبره وی ځکه اسلام یوه بشبړه جهان بینی ده چې پرمساوات ،اخوت ،عزت او اخلاقو تاکید کوی .الله رب العلمین چې د نړۍ پیداکوونکی دی او د ڼړۍ ټول عالم دهغه مخلوق دی فرمایی :وما ارسلنک الا کافة للناس بشیرا ونذیرا ولیکن اکثر الناس لایعلمون او همدارنګه لکه مخکني تبصره کې ما لیکلی ول د هویت هم دمساوات صریح او قاطع امردی یاایها الناس انا خلقنکم ………….
    پروفیسور سعید الرحمن اعوان وایی چې اسلام کې دولت دشوری او مشورې له مخې د تولې ڼړۍ لپاره بېلګه ده دغه بنسټ پنځه پېړۍ دارو پا د ظلمونو او تورو تیارو څخه مخکې دی .علا مه ابوحیان اندلس هم بر دې باور دی نوراسلامی مفکرین او اجتهاد کوونکی په دې برخه کې هم روښانه او پراخ علمی دریځونه لری
    امام عبدالحق بن غالب بن عطیه ویلی دی
    «ان الشورای هی قواعد الشریعة وعزایم الاحکام»
    ماته دتذکرې مسله سیاسی ښکاری ځکه دلته له سولې هم دښځو د حقوقو خبره کله ډیره داغ شی او کله سړه! والله اعلم ………..

  2. طاهر ثابت Reply

    د امریکایی اسلام رواجولو هلی ځلی
    دا لیکنه اول د ښاغلی زمان ستانیزی سیب د جواب په رد کی پیل سوه. څنګه چه لازمه ولیدل شوه چه څه ابتدایی اسلامی پوهنه بیان سی نو هغه وه چه جواب اوږد سو او د لنډی ځوابیی حیثیت یی وبایلود. اوس بیا هم هغه شکل ساتو او خپرولو ته یی سپارو. هیله ده وینکی مربوطه لیکنی ووایی ترڅو د بحث سره اشنا سی. مونږ د درازی بحث له ویری د زمان سیب خبری ندی نقل کړی.

    ښاغلی زمان سیب سلامونه
    ډیره مننه چه جواب مو لیکلی دی. زه به په خپل وار ستاسو تفصیلی جواب رد کړم.
    تاسو نه دی ویلی چه امریکایی اسلام څه دی. زمونږ مطلوب دا دی چه هغه څه چه تاسو لیکلی دی هغه امریکایی زمامداران غواړی چه مسلمانان باندی اخته کړی. امریکایی اسلام د مستشرقینو د خوځون یو رنګ دی چه امریکایی استشراق ورته ویلای سو. د تیرو اته سوه کلونو هلیځلی همدا اوسنی بدبختی په مسلمانانو لورولی ده.
    د امریکا د اصلی غاصبینو تمنا وه چه بهرنی شیطانان به نه مړه کوی او په خپلو داخلی چارو به بوخت وی. خو د انګریزی ښکیلاک او غصب د زوال سره سم امریکا د انګریزانو نه د جهانی غصب او ښکیلاک رهبری واخیسته او دا سل کاله کیږی چه پری اخته او باید د بشر یوه نوی فاجعه وبلل سی. مسلمان ضد کارنامی چه انګریزانو او یا اروپایانو په مسلمان میشته ځمکو کی درلودی هغه نوری لاهم ګړندی شوی.
    د انګریزانو د هندی انګریزانو جوړولو پروژه د مسلمانانو لپاره هم په کار اچول سوی وه او لا دوام لری. اوس امریکا او اروپا هڅه لری چه مسلمانان خپله عقیده، نظام، قانون، عنعنی او رواجونه پریږدی او د مادی ترقی تر خطاکونکی چتری لاندی غرب – تړلی افکار ولری. دیموګراسی، بشری حقوق، او آزاد بازار چه په خپله یی ټکوی د اسلام لپاره معادل فورملونه معرفی کړی.
    د پورتنی هدف د لاس ته راوړلو په خاطر دین له سیاست نه بیلوی او اوس بیا د سیاسی اسلام تعبیری کلمه جوړه وی او د هغه په زریعه د اسلامی دولت جوړولو په خلاف تبلیغ کوی. یوه مهمه ستراتیجی دا ده چه اسلامپوهنه د خپل اهدافو په اساس تشخیص او تحمیل کړی. اسلام د آزادی مشعل لری او ازادی دینی وجیبه بولی. د دی وجیبی سره غربی عبادت امکان نلری نو ځکه هغوی اسلام ضد فلانونه او ستراتیژی جوړوی. اسلام د هغوی رقیب دی. اسلام د اوسنی مادی ښکیلات په مقابل کی بهتره انتخاب دی. په دی غربیان ښه پوهیږی خو غربی مشربه مسلمانان باندی ناخبره دی. هغه چه خبر دی د هغوی خنثی کول اولی وظیفه بلل کیږی.
    د سیاسی اسلام په مقابل کی چه کوم تبلیغاتی حملی روانی دی زیاتی دی. د جنګ نه علاوه له هغی جملی نه یوه داده چه مسلمانان له خپل تاریخ نه واړوی، د هغوی ازشتونه باندی هیرکړی او د یوه نامسلمان په توګه په مادیت باندی اخته وی. فکر غربی کولو په اساس د ټولنو نه د هغوی تاریخ اغوا کول اول قدم دی. په دی د ټولنی اصرار، هویت، آزادی، او ویاړ له مینځه ځی او په ځای یی پوچ تقلید او مرییتوب په برخه کیږی. لنډه دا چه غربی اسلام د استعمار سره سم اسلام ته ویل کیږی چه هغه خپل اصلی مفاهیم بایللی وی او په ځای یی غربی او یا امریکایی اصول پکی پر ځای کړی وی. مسلمانانو هغوی ته ښه ورزده کړل اوس دوی د هغه عکس را زده کوی.

    زمان سیب
    ستاسو هغه علمی تحقیقات چې په ۲۰۱۰ کال کې د جورجټوون د پوهنتون د دوه مسلمانو استادانولخوا لیکل سوی هم زمونږ په نظر د امریکایی اسلام یوه سلسله ده. ښاغلی عسکری د لفظی سنتو له منلو نه منکر ښکاریږی او اسلام د ملایانو او دولت انحصاری کار بولی. هغوی اسلامی انارشی غواړی چه پوه او ناپوه ته حق ورکوی چه اسلام د خپلی هوی او هوس په اساس تفسیر کړی. هغوی مسلمانان و انسانپرستی ته راغواړی چه هغه د اسلام د حرف او روح سره مخالف دی. بلی اسلام د انسان دوستی اصول لری خو د یو معقول چوکات په مینځ کی. دا به پریږدو او وبه وایو چه که امریکا ۲۵م ځای لری نو هرو مرو د هغو استادانو د بحث معیارونه به غرضی وی. که بیا هم و منو چه هغه رشتیا لیکلی نو بیا هم د امریکای اسلام موضوع سره ارتباط نلری.
    اسلام یوه مفکوره ده نه د خلکو عملی بڼه. تاسو ښکاری چه د همدی مستشرقی مفکوری پلونکی یاست. او پورتنی تحقیقاتی خپرونه هم په همدی مفکوره بنا ښکاری.
    قران کریم وایی: لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ (الأحزاب:21). په اسلام کی له نبی ص نه پرته بل څوک د تابعیت حق نلری یوازی د رسول اکرم ویناوی او کارونو (اسوة) منل واجب دی.
    علی کرم الله وجهه وایی لا تعرف الحق بالرجال، اعرف الحق، تعرف الرجال. رښتیا او یا حق په خلکو مه پیژنه. حق وپیژنه تر څو د هغه په اساس خلک و پیژنی.

    اسلامی حکومت
    دا لاندنی عربی قاموس لیکلی دی:
    • حَكَم: الحاکم، قاض. حكَمَ / حكَمَ بـ / حكَمَ على / حكَمَ لـ يَحكُم ، حُكْمٌ، حُكُومَةٌ ، فهو حاكم ، والمفعول مَحْكوم – للمتعدِّي
    • حكَم اللهُ: شرَّع
    • حَكَمَتْ عَلَيْهِ الْمَحْكَمَةُ : أدَانَتْهُ، أَصْدَرَتْ عَلَيْهِ حُكْماً بِالسَّجْنِ أَوِ الغَرَامَةِ
    • حَكَمَتْ عَلَيْهِ الْمَحْكَمَةُ بِالبَرَاءةِ : بَرَّأتْ سَاحَتَهُ
    • يَحْكُمُ البِلاَدَ : يَتَولَّى تَسْييرَ شُؤُونِهَا وَإدارَتَها
    یو عربی مصدر چه بیلی معناوی لری. حکومت، قضاء او هم د دریم فیصلی پکی شاملی دی.
    دا دا معنی لری چه د حکم لفظ عام دی: نو باید هغه عامه معنی ځنی واخستل سی. د فقهی د اصولو سره سم او د حاضر قانونی مفسرونو د نظره سره سم اساسی قوانین چه په هغه جمله کی قران هم دی باید مقید تفسیر نسی. له عامه لفظه خاصه معنی بی له کومی قرینی سرټنبګی ښیی. مونږه په دی اساس د لاندی ایتونو مفهول په مجمل توګه ویلی وو. اوس نو وګوری:
    يَٰدَاوُۥدُ إِنَّا جَعَلْنَٰكَ خَلِيفَةً فِى ٱلْأَرْضِ فَٱحْكُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ بِٱلْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ ٱلْهَوَىٰ فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ …
    اى داوده! بېشكه مونږ ته په ځمكه كې خلیفه ګرځولى يې، نو ته د خلقو په مینځ كې په حقه سره فیصلې كوه او د خواهشاتو پيروي مه كوه، (ګنې) نو تا به د الله له لارې نه ګمراه كړي، بېشكه هغه كسان چې د الله له لارې نه ګمراه كېږي، د هغوى لپاره ډېر سخت عذاب دى، په سبب د دوى د هېرولو ورځې د حساب لره
    همدا پورته ایت بیا باید له لاندنی ایت سره یو ځای وویل سی:
    ﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾(سورة النور: 55).
    الله وعده كړې د هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى، چې تاسو یئ او نېك عملونه يې كړي دي، چې خامخا هرومرو به دوى ته په ځمكه كې خلافت وركوي لكه چې هغو كسانو ته يې خلافت وركړى و چې له دوى نه مخكې وو او خامخا ضرور به دوى ته د دوى هغه دین ثابت (او قوي) وګرځوي چې هغه (الله) د دوى لپاره غوره كړى دى او خامخا ضرور به دوى ته د دوى له وېرې نه پس امن په بدل كې وركړي، چې دوى به زما عبادت كوي او زما سره به هېڅ شى نه شریكوي، او هر څوك چې د دغو (انعامونو) نه بعد كافر شو، نو همدغه كسان فاسقان دي
    دواړه پورتنی ایتونه د حکومت معنی افاده کوی او اول ایت بیا قضا اضافه کوی. داود علیه السلام هم نبی او هم پاچا دی. چه د پاچا او یا حاکم معنی پیدا کړو مونږ د خلیفة معنی ته ګورو. خو که د قضاء معنی وغواړو نو بیا فاحکم لفظ ته ګورو. دا چه خلیفه حاکم دی او که نه نو بیا دوهم ایت ته ګورو چه هغه معنی لری: په دوهم ایت کی د خلافت (خلیفة) وعده خدای ج ورکړی؛ بیا د خلافت وظیفه ښودل سوی ده چه د خدای د دین ثابتول، قوی کول دی او د خدای د عبادت په امن کولو ته زمینه برابرول دی.
    اوس باید داسی ووایو: خدای ج مومنانوته وعده ورکړی چه دوی به په ځمکه کی خلیفه شی لکه پخوانیان (داود ع) ترڅو د خدای دین ثابت او قوی شی او مومنان په امن عبادت وکړی. اوس نو عبادت د غربیانو له فهمه پورته معنی لری: اسلام کی هر کار د اسلام د اصولو په اساس عبادت دی. په دی کی حکومت کول، قضاء او د دولتی، شخصی او معاملاتی کارونه لپاره شامل قانون دی. مومنان واجب لری چه په کامله توګه اسلام ته تابع شی. کنه یو کس به سهار مسلمان او د شپی به کافر وی. دا ټول په نظر کی، پورتنی ایتونه د اسلامی حکومت بنسټ ښیی. که څوک بیا وایی چه نه نو هغوی باید د حکومت بنسټونه وپیژنی او بیا د اسلام پورتنی مفهوم سره مقایسه کړی.
    زمان سیب همدی تدقیق ته نده متوجه سوی او یا یی ویلی ندی نو ځکه بدی نتیجی ته رسیدلی چه په دری اولو ردونو کی یی تفصیل ورکړی. مونږه فکر کاوو چه اشاره به کافی وی. نور چه زمان سیب زما په هکله څه لیکلی دی هغه شاید تهمت وبلل شی.
    زمان سیب یو ټکی هیر کړی دی: چه نبیان هم خلفاء دی او هم قضات: دا ټکی د پورتنی ایت چه د داود ع په هکله دی ښه واضح کړی. که له زمان سیب نه وپوښتو چه د نبی ص د کوم پاچا تر امر لاندی کار کړی نو جواب بی نوی. هغه چه نبی ص کړی او ویلی هغه د یوه حاکم ویناوی او کارونه دی مګر د هغه شخصی فکر او عمل. د اصولو پوهانو دا واضح لیکلی وی.
    زما استاد راته ویل چه لیکنه باید داسی وی چه په هغه عام کسان پوه او سوال پیدا نکړی. ما لا تراوسه دا خپله خامی نده لیری کړی. همدا ده چه زمان سیب یی هڅولی چه هغه منفی تعبیر کړی. بیا هم ګناه زما ده. مونږه نه غوښتل ایتونه ترجمه کړو. مطلب مو نیم ویلی او یا مو نورو ته یعنی زمان سیب ته پرییښی وو. دا چه دی نیمګړتیا فکری مشکل پیدا کړی نو بیا هغه به دلته د قضا او یا حکم په چوکات کی څه ولیکم.
    الماوردی لیکی: امامت د نبی د خلافت لپاره ښودل سوی د دین او د دنیوی سیاست لپاره. ابن خلدون بیا وایی: خلافت د ټولو خلکو هڅول دی چه د شرعی نظر په مقتضی په خپلو دنیوی او اخروی ګتو کی عمل باندی وکړی ځکه د دنیا ټول کارونه په اخروی مصالحو تړلی دی. امامت نو په حقیقت کی د شرع د خاوند (خدای ج) نه خلافت دی چه د دین ساتنه وکړی او د دنیا سیاست په هغه برابر کړی.
    د ابن خلدون خبره د قران سره برابره ده: وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً … ﴿٣٠ البقرة﴾ او كله چې ستا رب ملايكو ته وويل: بې شكه زه په ځمكه كې يو خليفه پيدا كوونكى يم …
    په اسلام کی د حکومت د مشر لپاره امام، حاکم، امیر، خلیفه، ملک والی او داسی نور الفاظ یو مفهوم لری چه هغه په ځمکه د خدای امر قایم کړی. حکومت د اوسنی اصطلاح له مخی دری شعبی لری: اداری، تقنینی او قضایی. نبی ص دا ټولی وظیفی اجراء کړی. راشده خلفاؤو هم داسی رول ادا کړی چه تقنین د اجماع په صورت کی څرګند شوی. اداره او قضاء دواړه ګډ ول او خلفاؤو هم اداره کوله او هم قضاء. وروسته بیا افتاء او قضاء بیل شوی ول چه د خلکو دعوه به د قضاتو لخوا حل کیدی. په همدی ډول د امراؤو د قدرت د سوء استعمال مخه نیول شوی وه. کله چه اوروپایان د مسلمانانو لخوا تمدن ته معرفی شول نو حقوقی کتابونو د حکومت د دری شعبو په هکله بیانات درلودل خو بیا وروسته فرانسوی مفکر په واضحه توګه بیان کړل. اوس نو زمان سیب نقد کړی چه مونږه ګواکی په غلطه قرانی ایت ترجمه او د هغه معنی مو پټه کړی. العیاذ بالله. له پورته بیان وروسته معلومیږی چه زمونږ لنډ جواب د زمان سیب لپاره لیکل سوی وو او هغه د لنډیز تقاضا درلوده.
    دا لاندنی ایت د حکومت او قضاء مفهوم لری:
    إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللّهُ وَلاَ تَكُن لِّلْخَآئِنِينَ خَصِيمًا (نسا ۱۰۵). ددی ایت ترجمه زمان سیب کړی ده. خو هغه نده پوهیدلی چه ګران رسول هم حاکم وو او هم قاضی. په دی پسی مربوطه خبره یی نده کړی چه هغه دا ده چه د حکم لفظ همدا دواړی معناوی تفهیم کوی. قرانی اعجاز دا دی چه ډیر جامع کلام لری او د یوه مفسر واجب دی چه همدا ټکی په خیال کی وساتی. نو په دی اساس که مونږ یوازی د قضاء په مفهوم ځان پوه کړی وی او د حاکمیت او یا حکومت معنی پریږدو نو خپل امانت به مو نوی په ځای کړی. مو فکر کاوو زمان سیب به پوه وی.
    دا بل لاندنی ایت د قانون اساسی هدف ته اشاره کوی:
    وَلَا تَقُولُوا لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَٰذَا حَلَالٌ وَهَٰذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ (النحل:۱۱۶) او په دې وجه چې ستاسو ژبې دروغ بیانوې تاسو دا مه وایئ چې دا حلال دي او دا حرام دي، د دې لپاره چې تاسو په الله باندې له ځانه دروغ جوړ كړئ، بېشكه هغه كسان چې په الله باندې دروغ تپي، هغوى به خلاصى ونه مومي.
    واضحه ده چه قانون د حاکم لخوا ورکول کیږی او هدف یی د خلکو لپاره د جائز او ناجائز کارونو لارښوونه وی. قرآن هغه ته د حرام او حلال لفظ استعمالوی. مطلب دا دی چه قانون باید شرعی احکام ولری ترڅو شرعی حلال او حرام او جائز او ناجایز خلکو ته ورپګوته کړی. هغه قانونی حلال او یا حرام چه د خدای د شرعی سره ناسم وی هغه ته قرآن په خدای درواغ تپل بولی. أخرنی نتیچه داده چه په اسلامی جامعه کی باید قانون اسلامی وی. دا چه قانون د حکومت لازم شی دی نو د اسلامی قانون وجود بی له اسلامی حکومت نه غیرمعقول ښکاری. نو که زمان سیب د اسلامی حکومت نه انکار کوی هغه دا منطقی اشتباه لری.
    د اسلامی قانون وجیبه دا لاندنی ایت ښیی.
    وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ. دوه نور ایتونه شته چه هغه په الفاسقون او یا الظالمون ختم شوی دی. زمان سیب دا ندی ویلی. هغوی دا هم ندی ویلی چه اسلامی علماء په دی هکله مختلف نظرونه لری: اول دا چه ځینی وایی دا ایتونه د یهودو او نصاری په هکله دی او نور بیا وایی چه د مسلمانانو په هکله هم دی او یا د دواړو. دوهم دا چه د کافر، فاسق او ظالم الفاظ د حوادثو په مطابق باید زده سی. دلته دا الفاظ د ملتونو په اساس هم ویل سوی. هرچا خپل دلیل ویلی او هریو دلیل تر یوه حده قوی دی. خو دا قاعده چه قران باید په قران او حدیث باندی تفسیر سی مونږ هڅوی چه چه ووایو چه دا ایتونه د مسلمانانو لپاره هم دی. نور قرانی ایتونه د پورتنی ایتونو د مسلمانو لپاره تائیدوی:

    وَأَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ مُصَدِّقٗا لِّمَا بَيۡنَ يَدَيۡهِ مِنَ ٱلۡكِتَٰبِ وَمُهَيۡمِنًا عَلَيۡهِۖ فَٱحۡكُم بَيۡنَهُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُۖ وَلَا تَتَّبِعۡ أَهۡوَآءَهُمۡ عَمَّا جَآءَكَ مِنَ ٱلۡحَقِّۚ لِكُلّٖ جَعَلۡنَا مِنكُمۡ شِرۡعَةٗ وَمِنۡهَاجٗاۚ وَلَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ لَجَعَلَكُمۡ أُمَّةٗ وَٰحِدَةٗ وَلَٰكِن لِّيَبۡلُوَكُمۡ فِي مَآ ءَاتَىٰكُمۡۖ فَٱسۡتَبِقُواْ ٱلۡخَيۡرَٰتِۚ إِلَى ٱللَّهِ مَرۡجِعُكُمۡ جَمِيعٗا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمۡ فِيهِ تَخۡتَلِفُونَ (المائدة: ۴۸)
    او (اى نبي!) مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، چې د هغو كتابونو تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې دي او د هغوى محافظ دى، نو ته د دوى په مینځ كې فیصله وكړه په هغه څه سره چې الله نازل كړي دي او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه، چې هغه حق پرېږدې چې تا ته راغلى دى، مونږ په تاسو كې د هر یو لپاره یو دستور او لاره مقرر كړې ده، او كه الله غوښتلى، نو تاسو به يې یو امت ګرځولي وئ، او لېكن (بېل بېل يې كړئ) د دې لپاره چې تاسو وازمايي په هغه څه كې چې تاسو ته يې دركړي دي، نو تاسو نېكیو ته له یو بل نه مخكې كېږئ، خاص الله ته ستاسو د ټولو واپسي ده، نو هغه به تاسو ته د هغو كارونو خبر دركړي چې تاسو په هغو كې اختلاف كاوه
    او یا
    وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ فَإِن تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَن يُصِيبَهُم بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ ۗ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ (المائدة: ۴۹)
    او دا چې ته د دوى په مینځ كې فیصله كوه په هغه څه سره چې الله نازل كړي دي او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه او ته له دوى نه محتاط اوسه (هسې نه) چې دوى تا له ځینو (حكمونو) نه واړوي، چې تا ته الله نازل كړي دي، نو كه چېرې دوى وګرځېدل، نو پوه شه چې بېشكه همدا خبره ده چې الله غواړي چې دوى ته د دوى د ځینو ګناهونو په وجه سزا ورسوي او بېشكه په خلقو كې ډېر يقينًا فاسقان دي

    پورتنی ایتومسلمانان د قران په پیروی مکلف کړی دی. علماء الدین وایی چه دا امراء، علماء او قضاتو ته امر دی. اول تنفیذ کوی دوهم استنباط، او دریم فیصله کوی. اوسنی دنیا تقنین د علماوو ځای نیولی. خو پیشرفته دولتونه د علمی تحقیق په اساس قانونی مسودی تیاروی او بیا مقننه قوه هغه تصویبوی. په دی شکل د اسلام د علماؤو نظر په همدی شکل عملی کیدای سی ترڅو سیاسی ضررونه له مسلمانانو دفع سی. پورتنی ترجمه ناقصه ښکاری. دا په دی چه د حکم معنی عامه ده.
    خدای ج په بل ځای کی ویلی دی چه د خدای حکم احسن دی. زمان سیب باید د علماوو طریقه خپله کړی او بی کوم صحیح دلیله په اسلام کی خارچینی ونکړی.
    د مسلمان کفر او که فسق او یاظلم؟ ظلم کفر او فسق دربر نیسی.
    زمان سیب د حکم په هکله خارچینی کړی ده. عربی قاموس ۲۵ معناوی ورکوی او هغه یی بیا له دریو صفحو نه زیات په تشریح شوی او د هغه له مینځه زمان سیب غیر مربوطه معنی اخیستی ده. مربوطه او یا کانټیکسول احتمالی معناوی دادی: علم، تفقه، او حکمة خو په شرع کی د حرام او حلال په هکله حکم کول، قضاء، قانون، حکومتی بڼه، د قضایی محکمی بیان، د حکومت زمام اخیستل (تَوَلَّى حُكْمَ البِلاَدِ : تَوَلَّى تَسْيِيرَ شُؤُونِهَا )، شرعی قاعده، د خدای ج اوامر، حکیم ګرځیدل، قضائیی فیصله، د دریګړی فیصله ، د خدای نوم، حاکم، قاضی، حکومتی فرمان.
    زمان سیب اصلی لغوی معنی ذکر کړی او اصطلاحی معنی یی نده ویلی. حکم یعنی شرعی حکم چه د عبادو د حقوقو په هکله د خدای ج صادر حکم ته ویل کیږی.
    مونږه په دی او پخوانی بحث کی ددی په ترڅ کی قانونی او شرعی معنی ته اشاره کړی.
    اوس بیا د امر معنی:
    1. أمر
    o “الأَمْرُ: معروف، نقيض النَّهْيِ‏. ‏أَمَرَه به وأَمَرَهُ؛ الأَخيرة عن كراع؛ وأَمره إِياه، على حذف الحرف، يَأْمُرُه أَمْراً وإِماراً فأْتَمَرَ أَي قَبِلَ أَمْرَه؛ … ‏وقوله عز وجل: وأُمِرْنا لِنُسْلِمَ لِرَبِّ العالمين؛ العرب تقول: أَمَرْتُك أَن تفْعَل ولِتَفْعَلَ وبأَن تفْعَل، فمن، قال: أَمرتك بأَن تفعل فالباء للإِلصاق والمعنى وقع الأَمر بهذا الفعل، ومن،…
    2. المعجم: لسان العرب: أَمْرُ: ـ أَمْرُ: ضِدُّ النَّهْيِ، كالإِمارِ والإِيمارِ، الآمِرَةِ. أمَرَه، وبه، وآمَرَه فَأْتَمَرَ،ـ أَمْرُ: الحادِثَةُ، ج: أُمورٌ، ومَصْدَرُ أَمَرَ وأَمُرَ وأَمِرَ علينا: إذا وَلِيَ، والاسْمُ: الإِمْرَةُ. وقولُ الجوهريِّ: مَصْدَرٌ، وهَمٌ. له عَليَّ أَمْرَةٌ مُطاعةٌ، للمَرَّةِ منه: له عَلَيَّ أَمْرَةٌ أُطيعُهُ فيها.ـ أميرُ: المَلِكُ، وهي أَمِيْرَةٌ، بَيِّنُ الإِمارَةِ، ج: أُمَراءُ، وقائدُ الأَعْمَى، والجارُ، والمُشاوَرُ.
    پورتنی معناوی امر د نهی نقیض بولی. امر په معنی د حادثی او واقعی هم دی. مونږ کله وایو چه هغه په ټولو امورو بلد دی. د قران عالم ابن کثیر لیکلی: ( وأمرهم شورى بينهم ) أي : لا يبرمون أمرا حتى يتشاوروا فيه. هغوی کم کار نه کوی ترڅو یی مشوره پکی نوی کړی. القرطبی لیکی: رسول ص په احکامو کی مشوره نکوله مګر د جنګ په امورو کی یی مشوره کوله. وروسته بیا صحابه کرامو په احکامو او نورو امورو کی مشوره کوله
    که نور کتابونه وویل سی نو د ایت معنی به د زمان سیب له فهمه جګه وی. اوس که ټول ایتونه او حدیث ووایو نو دا راښیی چه الامر په نوموړی ایت کی دولتی چارو ته اشاره کوی. جنګ، تقنین او داسی نور د حکومت چاری دی چه په هغه کی مشوری ته ترجیح ورګړ سوی.
    حدیث شریف وایی:
    إذا كان أمراؤكم خياركم وأغنياؤكم سمحاءكم وأمركم شورى بينكم فظهر الأرض خير لكم من بطنها … که چیری ستاسو امراء او حاکمین ستاسو د خوښی خلک وی، او ستاسو بډایان نرم او کارونه مو په مشوره وی نو ستاسو لپاره د ځمکی شا ښه دی خو که بیا … نو ستاسو لپاره د ځمکی نس ښه ده.
    عرفان
    اسلام هغه شخصی او تحربی پوهی ته وایی چه د علم یوه شعبه ده: د الحجرات ایت انسان پیژندنی ته اشاره کوی. نبی ص وایی چه هغه خدای په حقه ندی پیژندلی او امام ابوحنیفه بیا وایی چه هغه خدای په حقه پیژندلی دی. کیدای سی چه ووایو چه نبی ص شخصی او تجربی پوهی ته به یی اشاره کړی وی او امام ابوحنیفه بیا تصوری او یا د خدای پیژندنه د هغه د صفاتو له مخه. کنه حدیث دی چه وایی تَفَكَّرُوا فِي آلَاءِ اللَّهِ ، وَلَا تَفَكَّرُوا فِي اللَّهِ او په بل روایت کی راځی چه وایی وَتَفَكَّرُوا فِي خَلْقِ اللهِ.
    داپورته عقیدوی او کلامی بحث دی جه البته عرفانیان یی نه وایی. هغوی تجربی معرفت پسی ګرځی. د اسلام صوفیان، د هندوانو جوګیان او د عیسویانو رهبانیان باندی اخته دی. د هغوی خبری مغموز او د عقلی فهم نه بهر دی. که ډیر ښه نظر ولرو هغه دا ده چه دوی په اخلاقو کی وخت تیروی او زیات یی ابتدایی عقیده لری. په دی وخت کی ټول وخت په هغه صرفول یوه واهیه بللای سو. اسلام نور تفکر چه فقه، عقیده او سیاست او نور دی ته زیات ضرورت لری چه هغه باید د لازمو اسلامی اخلاقو په جامه کی ظاهر شی. صرف په اخلاقو کی اخته او د نور تجدد او تفکر نه ځان لیری ساتل د اسلام ګټه نه بلکه تاوان دی. همدا سبب دی چه غربیان غواړی مسلمان صوفی شی او له سیاست (سیاسة امور الدنیا و الدین) او قانون نه ځان لیری وساتی.
    هیله ده زمان سیب اول ځان ملا کړی او بیا یی برملا کړی. لیږ علم مضر دی.

  3. غلام حضرت Reply

    سلام علیکم.
    د دوستانو په اجازه.
    لاندی کرښی ټولی مذهبی – عقیدتی محتوا لری بناً غیر عقیده مند شخص دی لطفاً خپل ارزښتمند وخت زما د تبصری په لوستلو نه ضایع کوی.
    د محترم استاد ستانیزی او ګران ورور طاهر ثابت او ګران ورور ع. شریف زاد ( درو واړو ) فرمائش منطقی او علمی دی البته د زمان او مکان د عنصر څرنګوالی ته په کتو.
    زه به خپل ډنګر قلم د یو بل دیوال پر کُنج او زاویه د نظامیانو خبره توجیه کړم.
    مولوی په مثنوی کی د معاویه بن ابوسفیان په باب یو جالب داستان په منظوم ډول نقل کړی دی چی البته زه ئې د تکرار وخت او حوصله نلرم.
    رشید رضا د مصر مشهور داعی کومه ورځ خپلو انډیوالانو ته په یوه غونډه کی د یو المانی اسقف له خولې یو مطلب نقل کړ ” آلمانی اسقف ویلی وه چی غربی کلیساوی باید د معاویه بن ابوسفیان د طلا مجسمه پځپلو علمی – مذهبی مرکزونو کی نصب کړی ” .
    دا چی ولی، توضیح ته اړتیا نشته.
    د پورته موضوع د بیان د ضرورت علت به زما د تبصرې په نورو برخو کی روښانه سی.
    امّا
    حَکم او حُکم او حَکَمیت او حکومت او حاکمیت درې بېلی بېلی مقولی دی چی زما درو واړو ګرانو دوستانو په ښه توګه تشریح کړی دی.
    کله چی سیدنا یوسف علیه ا لسلام زندان ته واچول سو نو خپل رسالت ئې وګاڼه چی زندانیانو ته د توحید د عقیدی مسائل تشریح او تبلیغ کاندی ځکه ټول زندانیان په غیر مؤحده عقیده لړلی وه.
    یوسف علیه السلام زندانیانو ته د معبد او بُتانو د بطلان د اثبات لپاره خپله پیغمبری موعظه د الله سبحانه و تعالی د وجود د وجوب د منطق او استدلال په ترڅ کی بیان او وې وویل چی بُتان هیڅ قدرت نلری او قدرت او مطلق حاکمیت یوازی د الله سره دی (………….. اِنِ الحُکم الا ِلله) [ سورۀ یوسف ۴۰ مه آیه] .
    کیسه خلاصه سوه، اکثره زندانیانو د یوسف علیه السلام بلنی ته لبیک ووایه او د توحید په ګاڼه سمال سوه.
    دوه زره کاله دوه زره میاشتی دوه زره هفتی او دوه زره ورځی وروسته پر خاتم الانیاء آغا رسول الله ص د قرآن د نزول وخت راورسیدی. د زرګونو آیاتونو د نزول په ترڅ کی د مسلمان د عبرت یا روحی تفریح یا تیر تاریخ څخه د خبرتیا یا بل هر لامل چی ؤ د یوسف سوره هم نازله سوه ( د یوسف سوره د حقانیت تر څنګ د بشر د ادبی – ذوقی تاریخ تر ټولو خوندوره کیسه ده ).
    د سورۀ یوسف د نزول او کتابت کیسه هم خلاصه سوه، د قرآن یوه برخه وګرځیده.
    سیدنا نبی علیه السلام رحلت وکړ، د خلیفه د ټاکلو مسئله هم طوعاً یا کرهاً حل سوه. لومړی خلیفه د شورا لخوا ( چی ټول یا اکثره غړی ئې خپل فکری انډیوالان وه) د خلیفه پتوګه وټاکل سو، دوهم خلیفه د لومړی خلیفه د غوښتنی او توصئې په اساس وټاکل سو او دریم خلیفه بیا د شورا لخوا وټاکل سو.
    دریم خلیفه د عشیره ای او قبیله ای تړاؤ په اساس معاویه بن ابی سفیان د شام والی ټاکلی ؤ.
    دریم خلیفه د ځینو یا ډیرو د نن ورځی په اصطلاح خښمیدلو انقلابیونو ( بدلون غوښتونکو) پلاس ووژل سو او ددی خښمیدلو یاغیانو په شمول عام وولس په ګډ آواز او ګډه غوښتنه علی بن ابی طالب خپل خلیفه وټاکه. د علی لومړنی غوښتنه د معاویه عزل او لیری کیده وه خو معاویه له عزل څخه انکار وکړ او علی ور سره وجنګید، د جمل تر جګړی وروسته د صفین جګړه ونښتله، نژدی ؤ چی معاویه ماته وخوری خو نیرنګ ئې وکړ او جګړی بله بڼه واخیسته او په مکروه سوله بدله سوه.
    د جګری د حرارت په منځ کی د علی بن ابی طالب د لښکر په منځ کی څو یا ډیرو کسانو د علی او معاویه پر ضد شعارونه ور کړه او شاه شعار ئې دا ؤ:
    ” لا حکم الا لله ” = حاکمیت او سلطنت او قدرت د هیچا نه دی مګر د الله یعنی بُت مُت هیڅ توان او قدرت نلری ( د سورۀ یوسف د څلوېښتم آیه یوه برخه) .
    خو
    دا شعار د سورۀ یوسف د شأن د نزول سره ډیر توپیر درلود او اصلاً محتوا او مضمون ئې بل ؤ خو د خوارجو لخوا په منفی او غلطه انګیزه تعبیر سو او ابزاری ګټه ئې تری واخیسته.
    همدې شعار د معاویه لښکرو ته هم روحیه ورکړه، د علی او ددی شعار ورکوونکو ( چی خوارج وبلل سوه) تر منځ بله خونړی جګړه ( د صفین جګړه) وموښته او د علی بن ابی طالب حکومت ئې د کمزورتیا د خطر سره مخامخ او بالآخره علی د همدی خوارجو له ډلی څخه د یو کس لخوا ووژل سو او حکومت او خلافت! د معاویه لاسته ولویدی.
    که معاویه د اولوالامر اطاعت کړی وای او د شام د خلافت څخه ئی ځان ګوښه کړی وای نو نه به خوارج تولید کیدای او نه به د خوارجو هغه شعار چی اغیزه ئی دا دی نن د اسلامی متحجرو ډلو له ناپاکه خولو څخه را وځی.

    فکر کوم د حَکَمیت او حاکمیت او حکومت د مقولو مفهوم یا مفاهیم به واضح سوی وی.
    امّا اصلی خبره:
    اسلام یو دین دی او په حقیقی معنی یو دین دی.
    لکه ګران ورور ع شریف زاد چی لیکلی دی ” ان الدین…….”.
    ټول پیغمبران علیهم السلام په اسلام مشرف وه منتهی د ځینو پیغمبرانو لارویانو خپل دین ته بله بڼه ورکړه او په شرک او نژاد پرستی ئې آلوده سوه.
    د اسلام د پیغمبر د حقانیت زیری په دواړو کتابونو ( عهد عتیق او عهد جدید) کی لیکل سوی دی خو مذهبی مشران ئې له اعتراف څخه انکار کوی، انکار څه چی حتی دښمنی ور سره لری او ورسره ئی درلودلی ده حتی د اسلام سره د دښمنی د سنګر د پوخوالی پخاطر ئې د مارکسیزم سناریو را منځته کړه ، مارکسیزم به ظاهراً یا اصولاً د هر دین دښمن ؤ خو لویه ضربه ئې اسلام ته ورسیده ځکه د اسلام لویه تاریخی او عقیدتی جغرافیا د مارکسیزم د بریالیتوب په مرکز یعنی آسیای میانه او اندونیزیا کی مؤقعیت درلود، اندونیزیا ( ستر اسلامی هیواد) د نیکه مرغه د مارکسیزم د هجوم څخه وژغورل سوه خو د منځنۍ آسیا د وولسونو عقیدتی پانګه د مارکسیزم خصوصاً لینیزم او مائوئیزم د بیرحمه آسونو د فلزی نعلونو تر ضربې لاندی میده میده سوه. خندوونکی او ژړوونکی او حیرانوونکی خو دا ده چی مارکسیزم د ( اقتصادی او عقیدتی تاوان رَسَوَنی یا ووایو خپل ماموریت د سر ته رسولو وروسته د همدې اسلام او دین د تحریک په ضربه د مصرف د تاریخ پای ته نژدی سو او بلآخره محو سو خو د مارکسیزم د مار د سر کوټلو سره سم په توطئه آمیزه توګه ظاهراً اسلام هم د تسمّم سره مخامخ سو چی البته ددې تسمّم د ډوز کچه د سپټمبر پر یوولسمه نوره هم جګه سوه.
    په هر حال، اسلام ځانته خپل ټاکلی تعریف لری، که څه هم ظاهراً پر سلګونو فرقو ویشل سوی دی خو پیغام ئې یو انسانی او نړیوال پیغام دی. اسلام د بشریت راتلونکی دین دی ( و لو کره منکرین او مُفلسین او جاهلین او بی خَبَرین او ملحدین او مرتدین او ډالرین او راکټین ) .
    اسلام د بشر د حقوقو رښتینی منادی دی، آیا تر دی بل ستر نعمت بشر ته سته چی د ابدی خوښی او خوشحالی زیری ئی ورکړی دی، جنتونه او نعمتونه البته دا د مُلایانو د ګیډی را وتلی خبری نه دی بلکه دا د انسانی فطرت د روښانه ډګر څخه را وتلی ږغ دی البته د جرم د ارتکاب د مجازات څخه همدا مُلا هم ( که غلطه کړنه تر سره کړی ) مبراء نه دی.
    بشریت لسګونه ایزمونه وآزمویَل او ممکن لسګونه نور ایزمونه او فکری سیسټمونه د ځان د سمون لپاره و ازمائی خو هیڅ ایزم او بشری سیسټم به د بشر پراخی او ژوری ستونزی حل نکړای سی اِلّا اسلام.
    وروستۍ خبره:
    د نړۍ د ډیرو وګړو څخه دا مسئله نن پټه ساتلی کیږی چی څنګه په امریکا ( دا د علم او تکنولوژی او اقتصاد او دموکراسی او سیکولریزم او لیبرالیزم د قدرت او توان په زانګو ) کی مذهبی احساسات ژوندی او د تیار سئ په حالت کی دی دا ځکه چی هغوی د اسلام په حقانیت پوهیږی خو د تسلیمی اراده نلری او غواړی مقاومت وکړی او د مقاومت او همدارنګه د اسلام د بی عزتی! او بی اعتباری د اثبات! د هڅو یوه برخه ئې د داعش او القاعده او طالب او سلفیزم او وهابیزم او نورو تورو تروریسټی ډلو اسلامی او انسانی ضد کړنو څخه پټ او ښکاره ملاتړ او تمویل دی.
    وروستۍ خبره دا چی:
    دینی او مذهبی کرکه زېږوَنه یوه کرکجنه کړنه ده خو رښتینی مسلمان هیڅکله دې کرکی زیږَوَنی ته لمن نه ده وهلی او نه هم ددی کار اجازه لری او نه دا ور ته کومه ګټه رسوی هغه څوک چی دې کرکجنو کړنو ته لمن وهی نور کسان دی.
    نور بانډار کوم بل وخت.

  4. اشنا Reply

    دین د قدرت لپاره دی خو اوس یې موډ خلاص شوی دی او مځکه هم اواره نه بلکې کروي ده او ۷ اسمانونه هم نشته او راکټ هم نه وو چې محمد د اقصا له مسجده په بوراق سپور شه او اسمانو ته وخوت ! حضرت ګله حافظه د په چیټیاتو ډکه کړې ! ځومره چې انسانان تخنیکي کیږي او مادي سطحه یې لوړیږي نو ددین پښې ور لنډیږي ! حضرت جانه میخانیک، فزیک ، بیالوږي او کمیا ولونه او د سعدي او حافظ له کتابونو تیر شه ! مننه ستا رقیبذ

  5. مشکي Reply

    نن انسان معلومات يعني تليکمونيکيشن دفايبذ اپتيک په واسطه چه هلته فوتون تګاو راتګ کوي او همداشان کوانتن کمپيوتر نن واقعيت دی او زموږ افغان ملايان حتي په هغه شي چه دی پري ځان ولاړ بولي اسلام دي لا شه نه پوهيږي
    دين قدرت درلود ، ملايان قدرت غواړي دقدرت لپاره چنګيږي بيرته هغه خپل ملايي فاشيزم په افغانستان کي پلي کوي. اسلام يو قانون د يوه وخت وو او په حقه به وو خو په ننی زمانه کي بايد مودرنه تعبير شي له د نه تير شي چه پلاني عليسلام داسي ويلي وو اوپلاني عليسلام داسي دا افساني نور نه چليږي
    داشي يعني طاليبي او ملايي فاشيزم امريکا او غرب غواړي دد لپاره همدا بي باوره پروپاګندي کاروي تر څو نه يواځي افغانستان بلکه اسلامي نړي په همدو بابولالو کي سره اخته وي چه له مدني پرمختګه وساتل شي او دوی سپين پوستي خپلي ګټي تري پورته کړي.

  6. طاهر ثابت Reply

    آشنا او مشک ته
    تاسو او ستاسو د استادانو افسانی مو لیدلی دی. سل کاله یی خلک و غولول او نور لا هم سد سر ته نه راوړی. دری ملیون افغانان مو قتل او بیکاره کړل او تاسو لا نوری خونریزی ته دوام غواړی. چا چه تاسو ته پورتنی تبلیغات کړی یا خو لیونیان دی او یا یی د پردیو د پیسو په خاطر درته ویلی دی. هغه چه تاسو نن باندی غوری وهی هغه که مسلمانان نوای په سترګو به مو نه وو لیدلی. لیږ ځان ورسوی چه پوه سی نن سبا خلکو څنګ هم اسلام ساتلی او هم د غربی ساینتستانو سره رقابت کوی. لیږ خو دا ایران ته ورتیر شی چه دا څلویښت کاله ستاسو د رهبرانو د اختناق سره سره څومره په مخ تللی.
    اوس پوه دا نده چه د لینین او مارکس او یا ادام سمیت خبری تکرار کړی. هغه دا ده ورو ورو ثابتیږی چه که زور ځینی واخلی شکسته سیستمونه دی. دا نن بین الملل راپور خپور کړ چه په نړی کی یوازی څلور دولتونو اقتصاد ښه کړی او په هغه کی یو هم ستا د بادارانو نه نسته. دوه دولته د مسلمانانو دی چه رهبری یی د ګمراه مرتدانو په لاس کی نده. خدای مو پوه کړه

  7. مشکی Reply

    ښاغلي طاهر ثابت سلامونه
    له خلکيانو , پرچميانو ، جهادي چور اوچپاوليانو او ملايي فاشستانو نه دا ادلس تر دو سپږمو راغلي نور تاسي نه غواړي ،پري ييږدی چه افغان اولس د رايي اچولوله خواخپله راتلونکي به خپله تعين کړی.
    رالو تاسوته، تاسي ريښتيا هم غټ چه ملا ياسته د پاکستاني اي. اس. اي په مدرسو کي مو د خلکو د غولولو او تهمت ويلو په هکله غټ تحصيلات کړي. ستاسو چه دليل ضعيف شي بيا نو په خلکو تهمت د کمونستانو………. لګوی او دا ستاسو او د ای. اس. ای. تکتيک ده. پاته شو ساينس او تخنيک خو دومره درته ويلای شم ستاسو معلومات به راديو او تلوزيون نه وي خو او زما ورخنی کاروبارده .
    نور تشريح ته اړتيا نشته افغان اولس هره ورځ ستاسو تس په نامه اسلامستانو قتل عام په افغانستان کي ويني.

  8. طاهر ثابت Reply

    مشکی سیب، بیا هم نیاست پوه سوی. ادام سمیت ستاسو د دیموکراتیک فاشیستانو پیر دی چه که رښتیا هم ساینتیست یی نو ستاسو لوړ پیر انیشتین وتوانول چه د هتلر نه د غلاسوی معلوماتو په اساس انسانضده سلا ورته تیاره کړی او د سلهاو زرو انسانو ژوند په یوه رپ کی واخلی. دا شل کاله چه مو ونکړل او یا بریالی نسوی، نور لیږ په سد سی ستاسو درواغ ملت نمنی.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *