خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

استعمار و آزادی | دوکتور زمان ستانیزی

استاد علوم سیاسی پوهنتنون دولتئ کلیفورنیا

استعمار به معنی اعمار و آباد کردن کلمهٔ معنی مثبت داشت تا آنکه با اصطلاح سیاسئ  colonialism به طور مترادف به کار رفت و دورهٔ استعمار اروپایان جزغصب منابع طبیعی، تسخیر قلمرو، تحکیم سیطره بر پیکر حکومت ها، استثمار و به اسارت کشیدن مردمان جهان سوم چیزی دیگری در قبال نداشت. ترادف و تعادل کاربرد کلمهٔ استعمار با استثمار معنئ هردو را کاملاً منفی ساخت و استعمار متضاد آزادی گردید.

آزادی، البته آزادی سیاسی، اصطلاح تعامل پذیرفته شدهٔ جهانی است برای توصیف و تعریف کشورهای که از استثمار استعمار به طور نسبی در امان مانده باشند. اصول علوم سیاسی یک کشور آزاد را دارنده چهار شرط ذیل می داند:

۱- قلمرو جغرافیایٓي مشخص،

۲- مردم که خود را به آن سرزمین متعلق بدانند،

۳- حکومت دارای مشروعیتی که از آن خلق و خطهٔ نمایندگی کند، و

۴- شناخت دپلوماتیک آن کشور از طرف یک یا چند کشور دیگر.

از نگاه ترادف و تضاد رابطهٔ بین استعمار و آزادی، دانشمندان کشورهای دنیا را به دو بخش تقسیم می کنند:

ردیف اول –  کشورهای همیشه آزاد اند که محروسه، مستملکه، یا مستعمره کشور دیگری نبودند و آن چهار شرط آزاد بودن را دارا هستند. کشورهای جاپان، دنمارک، سویدن، سویس، انگلستان، روسیه، حبشه، نیپال و تعداد انگشت شماری از کشور های دیگر شامل این ردیف اند. این کشورها امتیاز و برازندگی خود را با نداشتن روز خاص آزادی به جهانیان اعلان میکنند.

ردیف دوم – بیش از یک صد و چند مستعمرهٔ  به آزادی رسیده اند که معمولاً تاریخ اعلان آزادی یا به رسمیت شناختن دورهٔ پایان اسارت خود را به نام روز آزادی تجلیل میکنند.

بعضی از این مستعمرات سابق روی ملحوظات آیدیولوژیک و سیاسی مصلحتاً خود را در ردیف کشورهای ردیف اول قرار می دهند. این کشورها با آنکه مستعمره کشور دیگری بوده اند، ولی به نحوی به همیشه آزاد بودن سرزمین خود تظاهر میکنند و روزهای خاصی را به نام روز آزادی تجلیل نمی کنند. از جمله کامرون، لیبیا، سومالیا، کانادا و افریقای جنوبی که هرکدام مستعمرهٔ فرانسه، ایتاتیا یا انگلستان بودند. مقابلتاً در جهان فقط یک کشور همیشه آزاد  از ردیف اول است که عمداً خود را در ردیف مستعمره های سابق قرار داده روز آزادی، «استرداد استقلال» را تجلیل میکند – و آن افغانستان است.

استعمارغرب تقریباً تمام کشورهای غیر اروپایی دنیا را مستعمره خود ساختند. سه کشور اسلامئ ترکیهٔ عثمانی، پارس (ایران امروزی)، و افغانستان از استثناأت بودند که آزادی خود را حفظ کرده مستعمرهٔ اروپایان نگردیدند، علی الرغم آن که از اثرات ناگوار استعمار شدیداً خساره مند شدند.

ترکیهٔ عثمانی بیش از ۸۵٪ قلمرو و متعلقات خود را از دست داد.  تعزیرات اقتصادی و محدودیتهای بر تحکیم قوانین نافذ کشور را از طرف اروپایان پذیرفت و در نهایت در دوران جنگ اول ۷۰٪ اناتولیه (ترکیه امروزی) هم از تصرف آن بیرون رفت که به تعقیب آن خلافت عثمانی سقوط کرد. ولی ترکیه صرف دوران بعد از تشکیل جمهوریت در ۱۹۲۳ را اساس قرار داده خود را یک کشور همیشه آزاد قلمداد می کند.

ایران امروزی با امضای معاهدات گلستان و ترکمانچای قسمتی از سرزمینهای خود را از دست داد و در زمان هردو جنگ جهانی قلمرو آن به دو بخش شمال و جنوب در قبضهٔ روسیه و انگلیس درامد. روسها حتی در داخل قلمرو ایران امروزی جمهوری مهاباد‎ و حکومت خودمختار آذربایجان را تأسیس کردند. علاوه بر آن روسها و انگلیسها رضا خان شاه ایران امروزی را به سبب تمایلش به المان نازی مخلوع و به افریقا تبعید کردند.

در مقایسه با ترکیه و ایران امروزی که در دورهٔ های خاص تاریخ به اثر مداخلات استعماریون آزادی شان زیر سؤال رفت، افغانستان از استعمار غرب کمتر متضرر شد و آزادی آن هرگز زیر سؤال نرفت. صرف در مدت چهل سال (۱۸۷۹-۱۹۱۹) زمامدارئ یعقوب خان، عبدالرحمن خان و حبیب الله خان حسب  سه پیمان مختلف (۱۸۷۹ گندمک، ۱۸۹۳ دیورند، و ۱۹۰۵ کابل) گسترش روابط سیاسئ افغانستان با روسیه مشروط به موافقهٔ انگلیسها گردید. امیر امان الله خان در معاهدهٔ ۱۹۱۹ کابل این محدودیت را نپذیرفت و درعوض استقلال حاکمیت کامل بر سیاست خارجی کشور را به نام «استرداد استقلال» افغانستان اعلان کرد.

صرف نظر از استعمال مناسب یا معنی لغوی آن، اصطلاح «استرداد استقلال» یک پیام آنی و ضرورت وقت بود و نهایت مؤثر. زمانی که اکثریت جوامع بشری زیر سلطهٔ استعمار غرب دست و پا میزدند، هر اصطلاح وعبارت که مفهوم به زانو در آوردن استعمار اروپایی را مژده میداد، جانبخش و امیدبخش بود. اما مشکل که استعمال این اصطلاح در درازمدت  ایجاد کرد اینکه امتیاز همیشه آزاد بودن افغانستان را زیر سؤال برد چون به مستعمره بودن کشور دلالت میکند. محبوبیت امیر امان الله خان و برکناری نابهنگام او از قدرت ملت را در نهایت متألم و اندوهگین ساخت و سبب شد که نسل های بعدی لزوم تصحیح اصطلاح «استرداد استقلال» را مطرح نکنند. حکومات بعدی هم بدون توجه به حساسیت مسأله هرسال روز «استرداد استقلال» را به حیث روز «آزادئ افغانستان» تجلیل کردند و میکنند.

چرا این سؤال در شرایط برهم ریختهٔ سیاسئ کنونئ کشور مطرح میگردد؟ تصحیح این بخش تاریخ موضِع و موقف هواخواهان افتخارات ملی را در مقابل آن عدهٔ تقویه میکند که ارزشهای های فرهنگی را توهین میکنند، بهترین رهبران سیاسی افغانستان را تحقیر میکنند، افغانیت را هویت قومی دانسته از آن به مفهوم هویت ملی انکار میکنند، و چون منکر افغان و افغانیت هستند، منکر آزادی افغانستان هم هستند، بدتر از همه چون افتخارات تاریخئ افغانستان را به دیدهٔ حقارت می نگرند، در صدد تغییر نام افغانستان هستند. حرمت گذاشتن به امتیاز همیشه آزاد بودن افغانستان، برازندگئ و شایستگی است که در سطح جهانی نصیب صرف چند کشور محدود گردیده، و در شرایط استقرار متزلزل کنونی در بیداری شعورسیاسی، تقویت غرور ملی، و توانمندئ روحیهٔ میهن دوستی نهایت مؤثر بوده میتواند.

پذیرفتن این واقعیت بدان معنی نیست که از عظمت و بزرگواری امیرامان الله خان بکاهد. شخصیتی که از مترقی ترین پادشاهان افغانستان بود و اندیشه های اعتلا و کوششهای متمدن سازی او جامعهٔ افغانستان را درظرف  ده سال اقلاً یک قرن به جلو انداخت. ولی همزمان اشتباهات حکومتدارئ او را نباید نادیده گرفت. کمبود تجربه یک مرد ۲۶ سالهٔ  تازه به قدرت رسیده در سیاست بین المللی خاصتاً در رویا رویی با استعمار کهن انگلیس قابل قدر است، ولی خالی از اشتباه نبود.

ما میتوانیم اعلیحضرت شاه امان الله خان را به بهترین تمثال اندیشه های مترقی دانسته حق حرمت او را ادا کنیم، ولی ضمن آن برای افغانستان هیمشه آزاد در ردیف کشورهای همیشه آزاد دیگر جهان روز ملی دیگری از افتخارات کشور را تجلیل کنیم. تا حرمت همیشه آزاد بودن افغانستان جایگاه خاصی را در تاریخ کشور حفظ کند.

رسم کنونی تجلیل آزادی درافغانستان هم مخالف معیارهای جهانی است، و هم مخالف تعامل منطقه. کشورهای ترکیه و ایران امروزی، با آنکه نسبت به افغانستان از استعمار بیشتر متضرر شده اند، خود را همیشه آزاد میدانند و روز آزادی را تجلیل نمی کنند. پس افغانستان که در رابطه به آزادی و استعمار گذشته درخشان تر از ترکیه و ایران امروزی دارد، چرا هممانند مستعمره های انگلیس چون هند و پاکستان «استرداد استقلال» را جشن می گیرد؟

افتخار همیشه آزاد بودن افغانستان را در ردیف کشورهای خاص و انگشت شمار جهان قرار میدهد. کشوری که با مبارزات پیگرانهٔ ضد استعماری آن نام افتخار آفرین کسب کرده که نباید عوض شود، بلکه با این افتخارش باید پاینده، سربلند و آزاد بماند. پس به امتیاز همیشه آزاد بودن افغانستان باید هممانند کشورهای همیشه آزاد دیگر جهان به این توصیف و تعریف آن چنان حق حرمت گذاشت که شایسته آن است و با واقعیت های تاریخ مطابقت داشته باشد.

16 comments

  1. A. Halim Hakimi

    Appreciated ,
    Very analytically fact based article, enjoyed reading it.

  2. عبدالله واحدی

    زه پداسې حال کې چې له تاسو سره کاملا موافق یم ، باید وویل شي چې د امیرعبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان په وختونو کې د انګلیس قوا په افغانستان کې نه وه ، هغوی خپل سفیر په افغانستان کې درلود. دواړه پاچاهان په خپلو کورنیو چارو کې کاملا خپلواک ول . د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ په وخت کې د جرمني او ترکیې یو ګډ هیئت کابل ته راغلی دی چې انګلیسیان د هغوی له راتګ نه خبروو. د کابل پوهنتون پخواني استاد پوهاند غلام سخي مصوون هم افغانستان په دې دوره کې مستعمره یا کلوني نده بللې . له بلې خوا د استقلال د ورځې پرځای که مونږ له نوموړي استعماري قدرت سره په جنګ کې د بریا او پیروزي ورځې نوم ورکړو بهتره به وي.

    1. Zaman Stanizai

      محترم عبدالله واحدی،
      ستاسو له ټول نظره سره موافق یم. د پوهاند مصوون صاحب نظر محترم دی او د ټولو بین المللی موازینو مطابق دی. زمونږ مشکل دا دی چی پوهانو ته څو غوږ نه نیسو، په سیاست مدارانو پسی منډې وهو. زه دا موضوع په علمی ټوګه مطرح کوم، نه په سیاسی توګه. افغانستان کولی شی یوه ملی ورځ تجلیل کړی لکه د احمدشابابا د تاجګذاری ورځ، یا د میوند ورځ، یا د ملی افتخاراتو بله هره ورځ، خو د آزادی د بیرته اخیستلو په نامه نه، بلکه د یوی ملی ورځی په نامه.
      مننه

    2. ع.شریف زاد

      ستاسو له ټول نظره سره موافق یم. د پوهاند مصوون صاحب نظر محترم دی او د ټولو بین المللی موازینو مطابق دی. زمونږ مشکل دا دی چی پوهانو ته څو غوږ نه نیسو، په سیاست مدارانو پسی منډې وهو. زه دا موضوع په علمی ټوګه مطرح کوم، نه په سیاسی توګه. افغانستان کولی شی یوه ملی ورځ تجلیل کړی لکه د احمدشابابا د تاجګذاری ورځ، یا د میوند ورځ، یا د ملی افتخاراتو بله هره ورځ، خو د آزادی د بیرته اخیستلو په نامه نه، بلکه د یوی ملی ورځی په نامه.
      مننه
      په ډیره ابتدایی فرضیه کې:
      بښنه غواړم : زه د سیانس دمیتاپور او انالوژی په استناد تا سره« په علمی توګه او سیاسی توګه »کې موافق نه یم ژبه ددواړو مشترک مخرج دی او دواړو سره نه شلېدونکی دینامیک دومین لری .داچې سیاست باندې نیوکه یا نه خوښېدل یا بله دکل مربع طرحه د معادلې دوهمه برخه ده که راسره منی.

      1. Zaman Stanizai

        محترم ع. شریف زاد،
        ستاسو د اعتراض مطلب لږ څه ګونګ دی. که اعتراض مو د علمی او سیاسی اصطلاحاتو تر مینځ د ورته والی یا توپیر په غرض وی، زما مطلب دا دی:
        علم د تحقیق او څېړنی د اصولو پر بنا یو عقلانی کړنلار دی چی د یوې فرضیې په توګه مطرح کېږی او د مکرر امتحان، تحلیل او څېړنی له لاری یوی نتیجی ته رسېږی چې د هغه له مخی فرضیه ثابته کېږی. سیاسی علوم هم دغه پورتنی کړنلار تعقیبوی او کاملاً د عقلانیت پر بنا ولاړ وی.
        خو سیاسی موضوعات په عمومی توګه پر عاطفی او احساسی پایه ولاړ وی. سیاسیون د سیاسی قدرت د لاس ته راوړلو لپاره له عقلانیت نه لری ګرځی خو پر عاطفی او احساساتو ټینګاری کوی. ځکه دوی د احساساتو له لاری خلک پر ځان را ټولولی شی. سیاسیون تر هرڅه زیات په شعار، عاطفې، او تظاهر اتکا کوی چې یو یې هم علمی اساس نلری او یوازی خپلی خبری د خلکو د ذوق په اساس عیاروی، نه د علمی اصولو پر بنا.
        نوځکه ما لیکلی چی زه دغه موضوع د علم په اساس یعنی په تاریخی استناد او د سیاسی علومو د اصولو پر بنا مطرح کوم، نه په سیاسی توګه.
        یادونه: د «میتاپور» درست تلفظ میتافور دی او د پښتو معادله اصطلاح یې استعاره ده او د «انالوژی» پښتو معادله اصطلاح قیاس دی.
        مننه

  3. دورانی افغان

    ښاغلی زمان ستانیزی صاحب په ډیردرناوی سره لمړی تاسو ته سلامونه اواحترامات: عزتمنده په دي اواخرو کی ستا ځینی لیکلنی ګورم چه کله په پښتو چه ستاسی مورنی ژبه ده او کله په پارسی چه فکر کوم ستاسی د اولادونو ژبه هم ده، نشر کیږی. البته منظور می د ژبی د تعصب په بنا نه دی( پښتو او دری دواړه ځمونږ رسمی ژبی دی) څرګندونی، لیکنی، مقالی او په عین وخت کی د تبصره کوونکو ورونو تبصروته هم ځوابونه ورکوی چه د ستایلو وړ دی.
    ښاغلی ستانیزی صاحب:
    د پښتو ژبی د سمون او لیکدود لپاره په کابل کی د پښتو ټولنه موجوده ده، دغه ټولنه په کور دننه او د باندی په ټولو پښتنولیکوالانو او پوهانو تل ژغونه کړیدی، چه د دغه ژبی دغنی کولو او سمون په خاطر مرسته وکړی. چه د اروپا ځینی پښتانه لیکوالان ورسره مرسته کوی. دا چه تاسو ښاغلی د پښتو ژبی د لیکدود او سمون پوهان او ښه استعداد لری ولی په دغه برخه کی مرسته نکوی؟
    ښاغلی استاذه په ډیر احترام سره چه تاسی ته یی لرم، او په ډیرمعذرت سره زما ستاسی څخه په دغه اخرنی لیکنه لږه ګیله هم راغلی ده. ځکه دا ستقلال ورځ به مونږ هیڅکله بدله، تغیره او په بله کلیمه وانړوو، ځکه دغه د افغانستان د ازادیدو ورځ ده، دغه دغازی امان الله خان ورځ ده او د دغی ورځی په نمانځلو سره دافغانستان دشمنان او غمازان خفه کیږی، غصه کیږی او حتی اور اخلی.
    هر څوک ازاد دي چه هر ډول لیکنی وکړی، دبیان ازادی ده، خود اسقلال ۱۰۱ کلن نوم به ریښتینی افغانان بدل نکړی.

    1. Zaman Stanizai

      محترم دورانی افغان،
      زه پشتو وایم، اولادونه می هم پښتو وایی او له خپلې وړې پشوګۍ سره هم پښتو وایوو. د پښتو ټولنی د تجویز په برخه کې ما د «پښتانه څنګه خپله پښتو پردۍ کوي» لیکنی کې د پښتو د پیاوړتیا په مورد کې خپل نظریات لیکلی. تعامل دا دی چې یوڅوک یو مضمون د خپلو مخاطبو لوستونکو په ژبه لیکی. زما پښتو، دري، او انګرېزی لیکنی ددغه اصل رعایت کوی. په دې موضوع کې زما مخاطب ټول افغانان دی چی دېر یې په پښتو نه پوهېږی.

      تاسو د ګیلی په ترځ کې لیکلی: «زما ستاسی څخه په دغه اخرنی لیکنه لږه ګیله هم راغلی ده. ځکه دا ستقلال ورځ به مونږ هیڅکله بدله، تغیره او په بله کلیمه وانړوو، ځکه دغه د افغانستان د ازادیدو ورځ ده، دغه دغازی امان الله خان ورځ ده او د دغی ورځی په نمانځلو سره دافغانستان دشمنان او غمازان خفه کیږی، غصه کیږی او حتی اور اخلی.»

      له ځواب نه مخ کې دوه توضیحات لرم.
      ۱- مسلمانان یوازی او یوازی خدای لمانځی، بل هیڅ څوک او هیڅ شی د لمانځنی وړ نه ګڼی. فکر کوم چې ستاسو مقصد به د آزادی د ورځی له لمانځلو نه د هغی ورځی تجلیل کول وی.
      ۲- تاسی دغه ورځ د امان الله خان ګڼلی. دغه ورځ شخصاً په امیر امان الله خان پوری اړه نلری. که په چا اړه ولری، نو د افغانستان ټول ملت پوری اړه لری او په ټول افغانستان پوری اړه لری ځکه د افغانستان د «آزادی د ورځې» په نامه پېژندل سوی.

      که د نورو هیوادوالو په شان تاسی استدلال کوی چې دغه ورځ به مونږ هیڅکله بدله نکړو یعنی د افغانستان د آزادی ورځ به یې ګڼو، دا په دې دلالت کوی چې افغانستان له دې ورځې دمخه آزاد نه وه. زما ټول استدلال په دغه ټکی ولاړ دی چی د ټولو بین المللی معیارونو او تاریخی پېښو پر استناد افغانستان له هغه دمخه هم یو آزاد هیواد و، آزاد ولس، آزاده ځمکه، آزاد حکومت یې درلود او د نورو دولتونو له خوا آزاد پېژندل شوی و. د نورو هېوادونو سفیران آزادانه ورته راتلل، د افغانستان پاچا آزادانه معاهدی امضا کولی، لکه په ۱۹۰۵ کال کې. امیر حیبیب الله خان د یو آزاد هیواد د پاچا په صفت هندوستان ته سفر وکړ او د یو آزاد پاچا په صفت یې له ټولو رسمی مراسمو سره شانداره هرکلی وشو… یوازی محدودیت یې په خارجی سیاست کې له روسیې سره د اړیکو ټینګول د انګرېزانو په موافقه مشروط ګڼل شوی و چې د یو سیاسی پیمان حیثیت یې درلود او خپله روسانو او انګریزانو هم د ۱۹۰۷ په تړون کې په دی خوښه کړی وه.

      دا چی تاسی وایاست چی د افغانستان د آزادی ورځ باید تغیر نشی، احتمالا نه مودی غوښتلی چې زما د مضمون په اصلی مقصد پوه شی. زه د امیر امان الله خان درناوی کوم، خو امیر امان الله خان که هرڅومره د احترام وړ دی، بیا هم افغانستان تر هغه لا نور د احترام وړ دی. د افغانستان در همیشه آزادی افتخار نباید د امیر امان الله خان د آزادی د اعلان تر سیوری لاندی راشی. امیر امان الله خان د افغانستان و، خو افغانستان د امیر امان الله خان نه و.
      که لکه د نورو په شان تاسی هم وایاست چی د افغانستان د آزادی ۱۰۱ کالیزه باید ولمانځل شی. زه وایم که چې بهتره ده د افغانستان د ملی ورځی ۲۷۳ کلیزه دې د دورانی احمدشاه بابا له وخته تجلیل شی چې پری وویاړو، نه یواز ۱۰۱ کلیزه چې د همیشه ازادی صفت مو هم تر سوال لاندی راولی.
      مننه

  4. دورانی افغان

    ښاغلی زمان ستانیزی صاحب لمړی خواست کووم چه د تبصری ځواب اسلام او کُفر یا مسلمان او کافر ته ونباسی. فکر کووم چه ستا د علمی رتبی او شان سره به مناسب نه وی. او بله دا چه ما او تا د موضوع څخه دباندی وباسی.
    دوهم بلی د افغانستان دخپلواکي، ازادی او استقلال ورځ ټول ریښتینی افغانان نمانځی، لمانځی، تجلیلوی او د ملی آتڼ، ډولونو، سورنو په اوازونو او چغو خپل پرتمین جشن سرته رسوی.

    بیا هم وایم نه پوهیږم چه زه تاسی ته د ریښتینو افغانانو هغه جذباتی احساسات چه د خپل غازی امان الله خان په هکله یی لری څرنګه بیان کړم. ریښینی افغانان دا خبره عار نه ګڼی چه( دغه ورځ د افغانستان ده، دغه ورځ دامان الله خان ده، دغه ورځ دافغان ملت ده، دغه ورځ د ریښتینو افغانانو ده، دغه ورځ د امان الله خان د هغه توری ده چه د دریځ او ستیج په سر ولاړ وه او دانګریز سفیرته یی په توره اشاره وکړه چه پوه شوی هغه په لړزه لړزه وویل وه خان پوه شوم).
    د دورانی لوی احمدشاه بابا نوم، میړانه، توره او شهامت هره ورځ هره میاشت او هر کال، تجلیل، نمانځل او لمانځل کیږی. ریښتینو افغانانو ته لوی احمد شاه بابا او غازی امان الله خان یو دی، دواړه مو مشران دی، دواړه مو اتلان دی اودواړو مو د سر تا جونه او ګلونه دی.
    د لوی احمد شاه بابا او غازی امان الله خان اولادونه او بچیان څوک په هاغه او دغه خبرو نشی دوکه کولای، او نه به چاته وخت ورکړو چه په دغه دردناکه او غم ځپلو حالاتو کی مونږ تیرباسی یا وغولوی. او نه به دهغه ریښتنی ځامن داسی لیکنی وکړی چه دافغانانو دنفاق او درد باعث ګرځی. هغه هم په اوسنیو نازکه حالاتو کی چه باندینی او کورنی دښمنان می حتی یو عادی ژوند ته هم نه پریږدی.

    په اخر کی د ښاغلی زمان ستانیزی صاحب څخه هیله کووم چه داسی لیکنی وکړی چه افغانان د یوځای کولو او اتفاق روحی ته کش کړی، نه داسی لیکنی چه دافغانانو ۱۰۱ کالن تاریخ ته بدلون ورکړی او یا یی په یو ډول دسوال لاندی راولی.
    مننه

    1. Zaman Stanizai

      ډېر محترم ورور دورانی افغان،
      له تاسو نه بښنه غواړم چی ما په خپله لیکنه کې دغه عبارت اضافه نکړ چې زما اعتراض شخصاً په تاسی ندی، بلکی په عمومی توګه په هغه تعصبی روش او روند دی چې د پښتو ژبې د «سوچه» کولو په لار کې د مناسبو عربی کلمو پر ځای نامناسبه پښتو کلمات استعمالېږی. زه ددغه راز سوچه کېدلو مخالف یم او دلایل می بیا هم د «پښتانه څنګه خپله پښتو پردۍ کوي» په لیکنه کې شرحه کړی چې تصادفاً د لمانځلو کلمه هلته د یو مثال په توګه راغلی.
      تاسو له نازکو حالاتو نه شکایت کوی او ما ددغو حالاتو د درد دوا تجویز کړی. دا چی هغه څوک چې د افغانستان له وجود نه منکر دی وایې چی افغانستان انګریزانو د اتلمسی پېړۍ په نیمایی، د امیر محمد یعقوب خان په وخت کې، یعنې ۱۴۰ کاله دمخه جوړ کړ. نو له دې بهتره دلیل نشته چې مثلاً مونږ د احمدشاه بابا د تاجګذاری د ۲۷۳ کلیزی جشن ونیسو چې هم مو د آزاد اوسېدلو عمر درې برابره شی، هم د دښمنانو ځواب ورکړل شې، هم مو تاریخ لرغونی او تصحیح شی، او هم په ډېر ویاړ د نړی د خاصو همیشه آزادو هېوادنو په قطار کی ودرېږو. زه په دغه سبب له احساساتو نه پر عقلانیت ډېره اتکا کوم.
      مننه

  5. ع.شریف زاد

    علمی بحث کې تنبیهی اعتراض وجود نه لری حساب به کوو د وروری تر مینځه. ما ستا تبصر ه کاپی کړې ده ښه یی ولوله ګونګ ور ته وایی یا بل هرڅه دا بیا ستا کار دی . ماد کلیمو دژباړې پوښتنه هم نه ده کړې زما د پوښتنی دریځ څرګند دی مه خفه کیږه ! یوځل یې بیا ولوله کیدای شی داستعمار او خپلواکی ټول سیاسی اړخونه او عاطفه په مضمون کې « په علمی توګه »شاته پاتې نه شی .

    1. Zaman Stanizai

      ډېر محترم ع. شریف زاد،
      زه علمی او سیاسی کړنلار متفاوت ګنم. علم په تفکر او عقلانیت اتکا کوی، سیاست په عاطفی او احساس. آیا ستاسو تاسو نظر زما له نظر سره متفاوت دی، مخالف دی، یا مغایر؟

  6. شاهین افغان

    د ښاغلي استاد ستانیزي اصلي هدف له دې لیکنې دادی چې افغانستان تل آزاد وو، چا نه وو اشغال کړی . واقعیت هم دادی . د نړیوالو حقوقو له نظره که کومه خاوره یا هېواد اشغال شي ، هغه بیا دا حق نه لري چې خپل بیرغ ، خپل پاچا ، خپل قوانین او ملي دریځ ولري ، هغه به د نورو قوانین مني او ولس به یې د نورو اطاعت کوي.
    په افغانستان کې د امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان په وخت کې ولس خپلواک دی ، یواځې د خپل پاچا اطاعت کوي ، دلته د انګلیس قوانین نه تطبیق کیږي. بریتانوي هند په افغانستان کې خپل سفیر لري چې دا خپله د افغانستان د خپلواک والي ثبوت دی . مګر هندوستان بیا انګلیسي ګورنر جنرال یا وایسرا درلود، هلته انګلیسي ژبه رسمي دفتري ژبه وه. د هند خلکو د انګلستان تر بیرغ او قوماندې لاندې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې جګړه کوله .
    ځینې هېوادونه لکه چې ښاغلی استاد یادونه کړي ځانونه تلپاتې خپلواک ګڼي لکه جاپان، دنمارک، سویدن، سویس، انگلستان، روسیه، حبشه، نیپال او یوشمېر نور.
    مګر ایران چې څوځلې د نورو له خوا اشغال شویدی او حتی له مونږ نه مخکې او وروسته د روس او امریکا له خوا په ګډه رسما اشغال او پاچایې خلع او افریقا ته تبعید شو ، بیا هم ځان خپلواک ګڼي.
    یوځل بیا وایم چې افغانستان د ترکیې او ایران په شان خپلواک هېواد وو ، بنا د افغانستان د خپلواکي ورځې نوم ته باید تغییر ورکړو چې دغه ورځ پر انګلیسیانواو د افغانانو د جهاد د بریا ورځ ده .
    له بلې خوا که د افغانستان ملي ورځ د لوی احمد شاه بابا دمعاصر افغانستان پرتخت د جلوس ورځ وټاکل شي ، د افغانستان د ملي ورځې تاریخ به درې سوه کالوته ورسیږي او پدرام ، حفیظ منفور او مجیب رحیمي په خولو به دروند ګوزار شوی وي.

    1. ع.شریف زاد

      د سیاسی علومو محترم استاد
      دکوم علم په هکله متفاوت ،مخالف او مغایر دلیل غواړې؟زما نظر دعلم په تیوری ،سیانتیفیک تجربې، میتدالوژی او مسلک په اصولو ولاړ دی با په بله مانا لنډیز یې دا ډول دی (ابزرویشن »هایپاتسسز» تجربه ، منطقی دلیل » اصول » تیوری) زه یوه معادله دواړو لورو کې په یوه فاکتور تجزیه کوم نه دوه اونه یی جلا متغیر یا variable او که اړیکی ولری پوښتنه حل ده .
      ما مخکې تبصره کې ژبه مخرج مشترک بللې ده. فلهډا اوس ستا خوښه چې عاطفه او احساس جلا ګڼې او که داهم د human sciences له اتو مهمو برخو څخه نه جلا کېدونکی عقلانی او تفکری برخه .
      ان عبادی لیس لک علیهم سلطن الامن اتبعک من الغاوین .سوره حجر ۴۲ (۱-عباد ۲- سلطن ۳- غاوین)

      1. Zaman Stanizai

        محترم ع. شریف زاد صاحب،
        زه ستاسو د مشاهدې، فرضې، تجربې، استدلال، او نظریې له سلسله مراتب سره موافق یم، خو یوازی د سیاسی علومو په برخه کې، نه د سیاست په برخه کې. د سیاسي علومو او سیاست (سیاستمداری) تر مینځ تفکیک مهم دی. ماچې لیکی چې زه له سیاسي نظره موضوع نه مطرح کوم مقصد می سیاستمداری ده، نه سیاسي علوم. ځکه سیاسي علوم خپله علم دی او ددی دواړو تر مینځ د تحقیق د اصولو تفاوت نشته چې د هغه له مخی مونږ یو یا بل انتخاب کړو.
        سیاسی د سیاستمداری په معنا په احساساتو او عاطفی اتکا کوی چې ما ویلی زه له هغه نه فاصله نیسم او ترجیح ورکوم چی په علمی توګه موضوع مطرح کړم چی اساس یې عقلانیت دی.
        د حجر د سورې په مقصد او مورد پوه نشوم.

  7. Zaman Stanizai

    ډېر محترم ورور شاهین افغان،
    له ټولې لیکنی سره مو سل په سله کې موافق یم. دلیکنی له وروستۍ فقرې سره مو زر په سله کې موافق یم.
    بریالی اوسی

Leave a Reply