خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

استازی، جبران خليل، نېچه

 Thus Spoke Zarathustra

لیکوال او شنونکی: ډاکټر محمد اکبر اکبر

اغلو او ښاغلو ملګرو مننه، ستاسو له ټولو نه، خو تر ټولو وړاندې به زه د سوله‌ مل صېب نه مننه وکړمه چې د  کویډ ۱۹ په دې پېر کې ېې د ادبې غونډو بڼه تر لویه کچه پورې بدل کړله او ادبي غونډې یې په لیکه کړلې.

زه باور لرمه چې تر دې وروسته به د  غونډو پر لیکه شوې داسې بڼه د ټولو اویا د ډېرو غونډو یوه نړیواله بڼه وي.

 مونږه په پښتو کې یوه ټپه لرو وایي چې: 

مینه په تلو راتلو زیاتیږي

کله راځه کله به زه درځم مینه

او د دې انلاین غونډو تر ټولو لویه ګټه دا ده چې دا غونډې «کله راځه» هم نه غواړي او «کله به زه درځم مینه» هم نه غواړي خو بیا هم مینه زیاتوي او ادب پرې غوړیږي، نو د دې لپاره د ښاغلي سوله‌ مل صېب ډېره مننه؛

 ورسره له ښاغلي نظام صېب نه هم مننه کووم چې د استازي  prophet یا پیغمر د کتاب دری ژباړې ته یې مالی اوږه ورکړله او د پښتوژباړې چاپ ګڼ ټوکه ېې پخپل لګښت د سوله مل په مرسته تر لندن راورسول اودپښتو کتاب په ګڼو مینه واولو ېې وړیا وویشل اودخپلمنځې لورېینې یو ګلالی دود یې وپالو او له اغلې زینب سالک نه هم مننه چې دومره خوږه او خوندوره ژباړه یې کړې ده، هغه هم د یوه داسې کتاب چې د نړۍ د سترو ادبي زېرمو په لړ کې راځي او ژباړه یې ګورى سوکه کار نه دی.

وایي چې  پیغمر یا  prophet په لوېدیځه نړۍ کې تر بایبله وروسته تر ټولو ډېر خرڅېدونکی او په دې حساب تر ټولو ډېر لوستل شوی کتاب دی دا کتاب له ”کلیزو“ نه واخله تر ”لمانځنو“ پورې د ډالۍ په بڼه له لاسه لاس ته ور اوړي او خبرې یې د ودونو او جنازو دواړو حوالې او Quotation  جوړوي، کتاب کابو شپږوېشت څپرکي لري چې په Pose poetry کې ليکل شوې او په پښتو کې ورته د ازادې شاعرۍ بڼه ویلای شو یا داسې یوه شاعري چې په خبرو کې کېږي، کومه شاعري چې تر يوې کچې ېې مونږه په خپلو نکلونو کې لرو لکه د پتې خان او رابيې په نکل کې یا د ادم خان او درخانۍ په نکل کې چې هلته نارې يا غږونه هم راځي او هلته شاعري او خبرې هم راځي نو دا کتاب  په ورته بڼه کې ليکل شوی دی او یا ویلی شو چې کتاب ديوه ډېر ګلالۍ او خواږه ادبی نثر بڼه لري. لکه څنګه چې مخکې مو وویل دغه کتاب شپږویشت څپرکي لري او دا په ۱۹۲۳ز کال کې په طباعتي یا print بڼه باندې خپور شو او تر اوسه پورې له پنځوسو څخه په ډېرو ژبو کې د کتاب ژباړنه شوې ده پښتو او دري پکې که مونږ حساب کړو نو کېدی شي چې تر پنځوسو ورواوړي؛ د کتاب پلور تل لوړ پاتې شوی خو تر ټولو لوړ پلور یې په نولس‌سوه او دېرشیزه او نولس‌سوه شپېتیزه کې و او د دې کلونو تر ټولو ډېر خرڅېدونکی کتاب یې ګڼلی شو؛ د کتاب ژباړه خو دومره خوږه شوې ده چې له پیل څخه تر پایه پکې دمه نه غواړي او زه باور لرمه چې دري ژباړه به یې هم همدومره خوږه او همدومره خوندوره وي او عربي بڼه خو لیکوال په خپله لیکلې یا په خپله یې له انګرېزۍ نه ژباړلې ده نو په دې حساب دا لومړنی کتاب ګڼلی شو چې د کتاب پر ځای پکې فکر ژباړل کېږي یا فکر د یوې ژبې پرځای په دوو ژبو لیکل کېږي، دا سې ویلای شو چې اصلي فکر ژباړل شوی دی یا یو فکر دی خو په دوو ژبو باندې لیکل شوی او په دې ډول نه یواځې دا چې دوه کتابه ترې جوړیږي بلکې د دوو ژبو ویونکو ته هم بلنه ورکوي چې راشئ ما ولولئ؛ عرب یې د عربۍ کتاب ګڼي او انګرېز ژبي یې که امریکایان انګرېزان وي او که انګرېزان انګرېزان دي یوه انګریزي ادبي پنځونه بولي او همدلته ده چې زه وایم او یو وړاندیز کومه او یوه دعا کومه او یوه غوښتنه لرمه او هغه دا ده چې کاش که  زمونږ افغان لیکوال هم داسې وکړي او د یوې ژبې پر ځای خپل هر اثر او هره پنځونه هلته چېرته چې کېدای شی، ځینې پنځونې نه شي کېدلای! د پښتو شاعري به ته څنګه په دري کې وکړې، د دري شاعری به ته څنګه په پښتو کې وکړې ولې نور ټول کتابونه یا ډېری کتابونه که دا ساینسي وي که دا علمي کتابونه وي، ادبي کتابونه وي حتى سیاسي کتابونه دا سړی په دواړو ژبو باندې خپرولی شي نو دوی دې دا وکړي دا ښه دې وکړي له ځان سره او د دې ولس سره چې  په دواړو ملي ژبو، په پښتو او دري یې وليکي يا دې وژباړي او دا دواړه بڼې دې خپلو خلکو ته ورسوي چې په دې ډول د ټول ولس هر لوستونکی یې لوستلو ته وروبلل شي.

له بل لوري مونږه د یوه ولس په ډول له پېړیو پېړیو نه د شفاهي او ویناوال ادب روږدي یوو نکلونه او کیسې مو له خولو نه خولو ته، له سینو نه سینو ته او له یو کهول نه بل کهول ته په غږ کې لېږدي نه په لیک او کتاب کې او په دې حساب دومره اهل کتاب هم نه يوو څومره چې ځانونه ګڼو او څومره چې پرې مرګونه کوو- نو بده به نه وي که ورسره یو دوه لارې نورې دا هم وګورو چې خپلې ادبي پنځونې که دا شعرونه وي که کیسې، ناولونه، نکلونه یا دا ډول ادبي ژباړې، چې په دوو نورو بڼو یې هم خپرې کړو او دا دواړه بڼې دا دي چې یوه د غږ په بڼه او بله په انلاین بڼه.

هلته چې د ېګانه صېب (زمونږ د لندن مېشتي افغان لیکوال یانه صېب) د وروستني کتاب د انلاین بڼې له خپرولو نه دلته زه هرکلی کول غواړمه نو دا به هم ووایم چې ما هڅه وکړه چې خپلې ډېرې خپرې کړې شعري ټولګې د وینا او ډېکلېمېشن په بڼه باندې خپرې کړمه او په دې لړ کې د ځوانو او پېغلو  غږونو نه کار واخلمه خو تر اوسه پورې پرې لا بریالی شوی هم نه یمه، بر لاسی شوی پرې هم نه یمه خو پریښې مې هم نه ده؛ کېدی شي چې خبره به له مانه ورانه وي  یا له هغه بله چې ما دا غوښتنه ترې کړې وه او کار یې نیمګړی راته پرېښی دی – دا لامل به وي چې تراوسه پورې پرې زه برلاسی شوی نه یمه خو تاو یې خدای شته چې هم پښتو ادب ته رسیږي، هم ماته او هم زما لوستونکو ته، بس همغه خبره ده چې:

زما ژوند د لېوني د خولې ټپه شوه

یا له خدایه یا له یاره یا له مانه

نودا به پريږدو خو دا مه پرېږدوئ چې تر دې وروسته خپل ادب هم پرلیکه او انلاین کړو او هم یې غږیز کړو، غږ ته یې ورواړوو، تر څو د ولس تر هرې سترګې او تر هره غوږه ورورسیږي او دا کار که کېدای شي نو د پیغمبر د کتاب سره یې هم وکړئ او واړه واړه څپرکي یا لږ تر لږه ځینې خوندورې برخې یې د ښو مایکروفونیکو اوازونو د لارې چې د پستې موسیقۍ یو پوست بېګرونډ Background هم ولري غږیزې بڼې ته واړوئ او راځئ چې په دې کار پسې نور نه افغانستان او پښتونخوا ته ورشو او نه کوم بل ځای ته، بلکې په لندن کې یې وکړو او د خپلو کشرانو پېغلو او ځوانانو خواږه مایکروفونیک غږونه ورته وکاروو او چې داسې کوو نو بیا خو به یوه سټوډیو هم ورته په کار وي، یوه غږیزه سټوډیو، يا لږ تر لږه یوه غږیزه سټوډیو- او که غواړو یې چې غږیزه سټوډیو ولرو نو دا خو څه ګرانه خبره نه ده هغه د پښتو متل دی چې وایي:«پېریانو ته غزنی څه دی؟» لندن مېشتو افغانانو ته سټوډیو جوړول څه دي؛ که له څک څکه سېلاب جوړېدلی شی نو مونږ دې ولې دا کار یا د خپلو ځینو پانګه والو دوستانو په مرسته ونه کړی شو یا دې ورته ولې د Crowd funding یا له ګڼې ټولانې نه، د پیسو د ګڼو غونډولو نه یا د پیسو د ولسي اشر نه کار وانخلو او دا پراخ کارېدلى دود چې ټوله نړۍ یې کاروي مونږه یې ولې ونه کاروو.

په دې ډول به نه یواځې دا چې خپلې ژبې پښتو او دري او د دې ژبو ادبیات خپلو راتلونکو نسلونو ته په برتانیه کې پرېږدو بلکې افغان ادبیات به هم په لندن کې لکه د نورو ختیځو ژبو د ادبیاتو غوندې د نړیوال ادب ځولۍ ته د یوه افغان لیکوال ادیب او شاعر وروړاندې کړې ډالۍ کړو.

نو هیله ده چې په دې څو وړاندیزونو باندې چې ما تاسو ته وړاندې کېښودل غور وکړئ او فکر پرې وکړئ؛ اوس به له دې څو لنډو وړاندیزونو نه وروسته د پیغمبر یا استازي یا prophet کتاب ته راوګرځم او په دې کتاب به هم لږ وغږیږو.

جبران خلیل دا کتاب د «نېچه د تس‌ سپوک زره‌ تستره Thus Spoke Zarathustra» د کتاب او یا ”زره ته سوتره“ او يا زړه ته ستره Zara Thu Sthara چې په اصل کې ”زړه ته ستره“ لقب دى“ له کتابه په اخستي اغېز کې لیکلی دى 

 ( زما په انده دا زړه ته ستره هغه ستاينوم او لقب دى چې خلکوزرتشت ته همداسې ورکړى وو لکه د سپين تومان يا د سپينې تومنې د څېښتن لقب چې ورته ورکړل شوى وو يا په بله ژبه خلکو دې هم په خټه او تومنه سپين بللو نو ځکه ېې ورته سپين تومنې يا سپين تومان وايه او هم ېې زړونو ته ستر وو نو ځکه ېې ورته لقب ورکه چې ” زړه ته ستره).

نو ښه به نېچه ته ځیر شو چې څه یې لیکلي! فریډریفني چې دا د نېچه يوه فلسفي ليکنه وه خو ”تس‌سپوک زره تستره“ یې یوه درنه او ستره ادبي پنځونه هم ګڼلی شو، دا یواځې فلسفي کتاب نه دی یوه ادبي پنځونه هم ده، یوه ډېره درنه او یوه ډېره خوږه ادبی پنځونه، چې په څلورو برخو کې لیکلی شوې، لومړنۍ درې برخې یې ورله په ۱۸۸۳- ۱۸۸۴ کلونو کې ولیکلې او بیا یې غوښتل چې څلور نورې برخې هم پرې ورډېرې کړي خو ویې نه کړی شول او ایله څلورمه برخه یې ورله ولیکله دا برخه په ۱۸۸۵زکې د نېچه د ملګرو تر منځ لاس په لاس ګرځېدله او بیا په ۱۸۹۲زکال کې په ولسي کچه خپره شوه.

اوس راځئ دې خبرې ته لږ تم شو چې نېچه ولې دا کتاب د زره تستره یا د زرتشت سره د خبرو په نوم ولیکه هغه د جرمني وو او د جرمني لویه برخه او ډېری خلک د عیسی ع په امتیانو کې راځي او که څه هم نېچه نه په خدای ایمان لاره، نه یې خدای مانه او نه عیسی ع، ولې پوښتنه دا پیدا کېدلای شي چې ولې یې دا کتاب له عیسی ع سره د خبرو په نوم نه لیکه چې د زره تستره یا زرتشت سره یې د خبرو په نوم ولېکه او ولې یې د موسی ع سره د خبرو په نوم نه لیکه چې د زرتشت سره یې د خبرو په نوم ولیکه نو ځواب دا دی چې نېچه د هغو ځواکمنو او واکمنو اخلاقو، مورلز (morals) او د روحانیت سرچینه چې په توحید ولاړه ده هغه یې له زرتشته ګڼله، ده ویل چې زرتشت اولنی پیغمبر دی چې په نړۍ کې یې د توحید خبره کړې ده؛ یو خدای ته یې خلک رابللي دي، ورته یې ویل چې اسواګان هم مه منئ او دېواګان يا د دېوو والا هم مه منئ یو خدای ومنئ ده د یوه توحید خبره کړې ده او ټول ارین او ټول انسانان یې توحید  ته او د یو رب منلو ته ور بللې وو او زرتشت ته که هر څومره هم لویدیځ وال پرشین پرافېټ (Persian prophet)  ووایي نو دا د دوی خپله خوښه ده، خو مونږ هم پوهیږو او کېدی شي چې دوی هم په دې باندې پوه شي او ایرانیان هم  په دې باندې پوهیږي چې زرتشت د پرشین پرافېټ نه وو، زرتشت افغان وو او د زرتشت په ورځو کې نه پرشیا وه او نه پرشیا یا فارس چا پېژندلو، زرتشت د اریا‌ ورشو یا اریا ورشه       Āryāvarta یا اریانا اوسیدونکی وو او ولس یې د خدای او د یوه خدای منلو ته وربللو او خدای ورته په هر څه کې، د خدای په ټول مخلوق او د طبيعت په هره بڼه او هر مخ کې ښکارېدو؛ دې خبرې ته لږ پام وکړئ چې خدای ورته په هر څه کې، د خدای په ټول مخلوق کې، او د طبعت په هره بڼه او هر مخ کې ښکاره کېدو او په دې ډول نه یواځې دا چې د توحید او د لوی خدای د یوالي او وحدانيت لومړنی بلونکی او داعي یې بللی شو بلکې د وحدت الوجود خبره یې هم تر ابن العربي ډېره او ډېره وړاندې کړې ده او د یبرو (کرهنيزه حاصلاتو) او فصلونو په هغه ټالو کې یې هم خدای لیدلی دی چې د پکتی، پکدی، بخدي یا ننني بلخ په کروندو کې ولاړ وو.

دا ځکه خو «نېچه» چې په توحید د ټولو ولاړو دینونو د اخلاقي ارزښتونو په بنسټ یې برید کول غوښتل نو خبرې یې د دې بنسټ له هغه لومړني خټګر سره وکړې چې زره تستره یا زړه ته ستره نومېده ده دا خبرې ېې د موسی ع سره هم کولای شوی د عیسی ع سره یې هم کولای شوې او د لوی خدای ج د وروستني ستراستازي حضرت محمد ص سره هم کېدای شوې، او کتاب ېې د ددې لويو پېغمبرانو سره د خبرو په نوم ليکلى شو خو نېچه داسې ونه کړل ځکه نېچه پوهېدو چې وار به چېرته کوي او برید به په چا کيږي؛ نېچه دا کار د خپلو انګېرنو او هغو انګېرنو په رڼا کې وکړ چې ده د من او سوپرمن(man & superman) د ایډیالونو نومونه ورته ورکړي وو؛ په دې منځ کې به یوه اړخیزه او ضمني خبره بله هم وکړمه او هغه دا ده چې زرتشت د بیولوژیکي ودې یا Evaluation  بنسټ اېښودونکی هم بللی شو؛ د زرتشت خبرو ته غوږ کېږدئ د زرتشت خبرې ولولئ ډېر ښکاره او څرګند ورپکې داسې څه لیدلی شئ چې بیولوژیکي Evaluation ته تر «ډاروين» ډېر وړاندې ګوته نیسي، لاس ورته نیسي او په ګوته کوي یې، لکه د دې خبرې په رڼا کې د زرتشت فکر وګورئ او لږ ورته تم شئ دی وایي: «انسانه! ته له چینجي نه تر انسانه راغلې (چینجی Multi cellular دی ګڼې حجرې لرې ګڼ کوریزه ژوی دی او چې کله هم تاسو خبره د چینجي کوئ او د ګڼ کوریزو ژوو خبره کوئ نو یوکوریزه ژوی یا وحید الحجروي یا uni cellular  ژوي ورپکې مونږه نه شو هېرولی! له دې نه مطلب دا دی چې ده تر چینجي واړه ژوي هم د ژوندانه برخې ګڼلې او دا یې ویل چې چینجی د خپلې ودې په یو پړاو کې د ډېر واړه ژوي نه تر چینجي راغلی دی او انسانه ته د خپلې ودې په پړاو کې له چینجي نه انسان شوی یې) خو اوس هم تر سړي ډېر څه در پکې د چینجي دي.»  نو زرتشت په دې حساب دوه ستر فلسفي او ساینسي فکرونه نړۍ او انساني ټولنې ته ور وړاندې کړل یو د توحید فکر، ګروهه او عقیده او بل د طبعي ارتقا، ودې او نېچرل اېوالوېشن(Natural Evaluation) فکر او ورسره دې ستر مفکر د وحدت الوجود د فلسفې لومړنی فکر هم وکرلو.

نو دا دي زمونږه سترې سټې چې لویدیځه نړئ یې په لوی لاس یا په عمدي ناپوهۍ پرشین Persian بولي او مونږه ترې لاتر اوسه پورې بې خبره یوو کاش که مونږه یو پوره څېړنیز انسټیټیوټ لرلی چې په زرتشت او د هغه په فکر، ګروهه او خبرو یې څېړنې  کړې وی خو مونږ ته ګوره او دومره عقل ته او بخت ته.

نېچه انسان ستر ګڼلو او دا یې ویل چې سترو انسانانو د خپلو فکري ودو په هر نوي پېر کې د هر زاړه پېر په فکرونو  او ګروهو باندې د بطلان او نشت کرښې راښکلې دي او په وړاندې خوځېدلي دي نو د نېچه په حساب   یا دا انسانان دا ستر او دا بر انسانان دي، چې هر څه دي او هر څه به وي او داسې ورځې به راځي چې د دې بر انسان اخلاقي ارزښتونه به د مسیحیت تر اخلاقي ارزښتونو ډېر ځواکمن او زورور شي او بیا به په ځمکه باندې د همدې Übermensch يا ستر انسان او اتل انسان اخلاقي ارزښتونه واکمن وي خو دا د نېټشي ګروهه او عقیده وه اوس چې د زرتشت سره د خبرو په نوم نېټشي څه ولیکل نو د هغه په اغېز کې بیا جبران خلیل د پیغمبر یا استازي یا prophet  کتاب ولیکه او دا چې دوی یو د بل د فکرونو او لیکنو او ویناوو په اغېز کې کتابونه لیکلي دي، دا ماته ډېر په زړه پورې دي! او ډېرې په زړه پورې خبرې لري، نو په دې کې په زړه پورې خبرې کومې دي؟

ګورئ زرتشت خدای مانه د هغه د فکر په غبرګون کې نېټشي ولیکل او خپل کتاب یې پرې ولیکه چې د زره ته ستره سره خبرې وې خو نېټشي خدای نه مانه او د نېټشي د لیکنې په غبرګون کې جبران خلیل پیغمبر ولیکلو او جبران خلیل خدای منلو، نو ماته د یو بل په فکر باندې د دې متضادو  فکرونو د څښتنانو لیکل ډېر خوندور دي او ډېر په زړه پورې دي، ولې؟! ځکه راته په زړه پورې دي چې د فکرونو له تورو توربرېښه، د فکرونو له تضاده او د فکرونو له جنګه فکرونه غوړیږي او وده مومي، خو کاش که نننی مسلمان په تېره بیا نننی افغان ولس د فکري ودې په دې ستر راز باندې پوه شي.

او اوس به د جبران خلیل جبران د پیغمبر یا استازي کتاب ته راشو او په دې کتاب به لږ وغږیږو او زه به درته ووایم چې په دې کتاب کې ماته څه ښکاري!

ماته د پیغمبر کتاب د هر ژوندي انسان د ژوندانه کیسه ښکاري، دا د خلیل جبران د المصطفی د کرکټر کیسه نه ده، کېدی شي خلیل جبران ته به دا خبره داسې نه ښکاره کېدله او یا به ورته ښکاره کېدله خو زما انګېرنه له کتاب نه همدا ده، او ولې ترې دا ده؟! 

ځکه ترې دا ده چې دا کتاب په خپل هر څپرکي کې د ژوندانه د یوه اړخ پوښتنه لري اوس که دا پوښتنې د یوې روانې ډرامې، مکالمې او ډایلګونه کړو او د جبران د پیغمبر د کتاب د المصطفی له کرکټر نه چې کوم پوښتونکي دي هغه پوښتونکي د ژوندانه د ډرامې لوبغاړې وګڼو نو دا کتاب بل څه نه کوی صرف او صرف یواځې او یواځې او ایله په ایله یوه ډرامه لوبوي، د ژوندانه ډرامه او د ژوندانه د ډرامې د دې لوبې په ترڅ کې هغه ټولې په زړه پورې پوښتنې کېږي چې هر انسان ورسره په ژوندانه کې مخامخ دی لکه مینه، بچي، مال، سندرې، ډوډۍ، خوراک او څښاک، زیار، غم او سرور، کورونه او ودانۍ، ګرمې، ګناهونه، کوټوال،  سزا او جزا، توره یا قانون او درد !!

t نو دا ټول یواځې د جبران د کتاب د څپرکو نومونه نه دي بلکې دا د ژوندانه مخونه دي او د ژوندانه پوښتنې.

خو د بحث په دې وروستنۍ برخه کې راځئ له ځانه وپوښتو چې ژوند جبران خلیل جبران ته څه ښکارېدو؟!

د تسلسل د ګڼو پلان شوو او کوشېر شوو کړیو تر منځ یوه کړۍ او که نه یوه نیمګړې خبره او د trail او error   یا د ازمېښت د پاره د سمو او ناسمو هڅو یوه بې سرو پښو لوبه؟

نو دا ځواب به هم د جبران خلیل جبران د پیغمبر یا استازي  د کتاب په وروستني مخ کې ولټوو ځکه کېدی شي چي په اسمانونو کې دمه شوی جبران به یو وار بیا د  دې ځمکې دکومې مور غېږه د خپل نوي زیږېدلې بچي په بڼه ډکه کړې وي او اوس به هم زمونږه سره یو ځای د ژوند د درد له لاسه درد ویني او د ژوند په خوند به یې خوله خوږیږي.

 که داسې وي او د هغه د کتاب وروستنۍ کرښه د هغه د زړه خبره وګڼو  نو کېدی شي چې د جبران د ژوندانه فلسفه بېرته ژوند ته را ګرځېدل وي او په بله بڼه نه بلکې د یوه نوي زیږېدلې ماشوم په بڼه، خو خدایزده چې د لبنان دا امریکایي شوی عرب لیکوال به نن د خپل کتاب د همدې ورستنۍ کرښې سره سم د کومې مور له غېږې را پورته شوی او په کوم کور کې به زېږېدلی وي او خدایزده چې دې جبران به د پیغمبر په نوم د خپل لیکلي کتاب د وروستني مخ دا وروستنۍ کرښه د کتاب د یوه کرکټر «عارفې» له خولې نه تر اوسه هم اورېدلې وي او که نه، چې وایي ”یو څو ورځې وروسته! یو څو ورځې وروسته! کله چې د اسمان په اوږو یوه شېبه ارام وکړم بیا به مې یوه مېرمن وزیږوي“.

او خدایزده  بیا به جبران هم چېرته دا ووایي چې:

لکه پرخــــه د ګل ویـــلې شي اوبه شي

د تنکو پاڼو پـه ټنډه کې خال جوړ کړي

داســـې هــم زما دا خیال له خـپله خیاله

کله کله ستا دمـړو کتو خیال جوړ کړي

نــو بیا دا کولال پــه دې کولالو ګــوتــو

د کولال له خاورو نوی کولال جوړ کړي.

مننه، هر کله او ستړي مه شی!

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور