خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د ادراکي ژبپوهنې بنسټي اصول او مفاهيم

ليکوال: محمد راسخ مهند

ژباړه او پښتو بېلګې: اجمل ښکلی

لومړۍ برخه

ادراکي ژبپوهنه د ژبپوهنې يوه معاصر مکتب دی. دبير مقدم(۱۳۸۳، فصل اول) په اوسنۍ ژبپوهنه کې درې ليدتوګه يادوي، چې يو جوړښتي، دويم چاروال او درېيم ادراکي دی. که د ژبپوهنې نظريې او مکتبونه داسې ټاپوګان(جزيرې) وبولو، چې ټاکلې جغرافيه او بريد لري؛ نو ادراکي ژبپوهنه د ټاپوګانو داسې ټولګه ده، چې څو واړه واړه ټاپوګان پکې رايوځای شوي. دا ټاپوګان بېلابېلې نظريې دي، چې له يو بل سره په يوه ډول تړلې دي. ادراکي ژبپوهنه يو نرم(انعطاف پذير) چوکاټ دی؛ خو واحدې نظريې نه دي. دا د يوې کورنۍ غوندې ده، چې غړي يې سره ورته ځانګړنې لري؛ خو توپيرونه هم لري.

ادراکي ژبپوهان د نورو ژبپوهانو غوندې، ژبه د پوهې د يوې موضوع په توګه څېړي او د ژبې د نظام او نقش د توصيف هڅه کوي. دوی د انسان د ژبې، ذهن او ټولنيزو او فيزيکي تجربو اړيکو راسپړي. د ژبې په اړه د هغوی يو استدلال دا دی، چې ژبه د انسان ايدياوې او ذهني ځانګړنې منعکسوي(کرافت و کروز ۲۰۰۴). پر دې بنسټ له دې زاويې نه د ژبې مطالعه د مفهومسازۍ مطالعه ده. ژبه مو د انسان د ذهن ماهيت او رغښت ته رسوي. دا مکتب د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونو له ژبنيو مباحثو خړوب شوی، چې د زېږندې ماناپوهنې او د چامسکي د پلويانو ترمنځ يې ژبپوهنيزې جګړې ته لار هواره کړه. په دوی کې دوه کسه جارج ليکاف او رونالد لانګاکر دې پايلې ته ورسېدل، چې د ژبپوهنې نظريې بايد له بېخه بدلې شي.

دوی د چامسکي او د پلويانو پرخلاف په دې اند وو، چې ژبنۍ څېړنې بايد د مانا پر بنسټ وي او بايد د انسان ادراکي ځواک پکې ښکېل وي. يوازې له دې ليدلوري ژبپوهنيزې موندنې ادراکي واقعيت بلل کېدای شي. دا ليدتوګه په لومړيو کې د زېږندې پښويې په نامه جلا شوه او بيا ورو ورو په مخالف ليدتوګه واوښته. دوی د مانا له تعبيري ليدتوګې سره مخالف وو او د رښتيا دروغو(صدق و کذب) او مانيزو ټوکونو په مټ يې د ژبې د مانا څېړنه ناسمه ګڼله.

د ادراکي ژبپوهنې له مخې ژبه له نورو ذهني وړتياوو سره په تړاو کې يوه ناحوزه يي ذهني وړتيا ده(لانګاکر 1987، 1990، 1991) . په رغښتي ليدتوګه او زېږند ليدتوګه کې دا خبره برعکس ده. د ليکاف(1987( او لانګاکر(1987) دوه اثره د ادراکي مکتب بنسټ جوړوي.

ادراکي ژبپوهنې د  1960 و 1970په لسيزه کې له نويو ادراکي علومو، په تېره د انسان په ذهن کې د ټوليو د ډلبندۍ له تيورۍ او ګشټالټ ارواپوهنې سرچينه واخيسته (ايوانز و ګرين 2006، 3 مخ) په ادراکي ژبپوهنه کې لومړۍ څېړنې په  1970  او  1980لسيزه کې د متحده ايالاتو په لويديزو برخو کې پيل شوې.

د 1980 لسيزې په وروستيو کې دا ژبپوهنه اروپا ته هم راغله. تر 1990 لسيزې راوروسته د نړۍ په بېلابېلو برخو کې داسې ژبپوهان وينو، چې ځان ته ادراکي ژبپوهان وايي.

په 1989 کې د المان په دويسبرګ کې په يوه غونډه کې د ادراکي ژبپوهنې نړيوالې ټولنې رسمي اعلان وکړ(ګيراتز 2006(. سره له دې چې د زوکړې يې ډېر وخت نه کېږي؛ خو ادراکي ژبپوهنه په نړۍ کې د ژبپوهنې په يوه مهم مکتب اوښتې او هممهاله يې د عصب پېژندنې، مصنوعي ځيرکۍ، فلسفې او ادبي کره کتنې سره هم اړيکې جوړې کړې دي. پر ليکاف او لانګاکر سربېره د تالمي، کرافت، فوکونيه، جانسون، سويتسر او وترنر غوندې ژبپوهانو هم د ادراکي ژبپوهنې په وده کې برخه اخيستې ده.

ادراکي ژبپوهنه د سوسور دا ليدلوری مني، چې ژبه د نښو يو نظام دی. لانګاکر(1987، 11مخ) ژبه د نامحدودو نښو ژبنی نظام بولي، چې هره يوه نښه مانيز اړخ له غږيزې بڼې سره نښلوي. په دې ليدتوګه کې مانيزې نښې، ذهني بهير ګڼل کېږي، چې لانګاکر ورته د مفهوم پر ځای د مفهومسازۍ اصطلاح کاروي. د “مفهوم” اصطلاح د ماناييز ثبات مانا لري؛ خو مفهومسازي د مانا د خوځون(ډيناميزم) تصور راکوي. ژبه زموږ فکرونه د کوډونو په لباس کې نغاړي. دا کار له سېمبولونو نه په استفاده کوي. سېمبولونه يا سېمبوليک توکي د ژبې توکي دي، چې بڼه او مانا لري؛ لکه: په (نه سړي) کې (نه) يا د (سړي، لرګي، لاس) غوندې کلمې يا د زنځير په بڼه کلمې: (پرون مې د نحوې په اړه په زړه پورې کتاب ولوست). موږ په هر موقعيت کې د دې ژبنيو سېمبوليکو توکيو په کارونه خپل پېچلي او ظريف فکرونه لېږدوو او کوډ کوو.

د ژبې د سېمبوليک نقش د درک لپاره د پښتو د (1( جملې د درک پر دود بحث کوو:

1- پيشو له دېوال نه ټوپ کړ.

لومړی به دا وګورو، چې دا جمله د لاندې (1) بڼه کې کوم مورد ښيي.(ايوانز و ګرين 2006  8 مخ)

1 بڼه. د “پيشو له دېوال نه ټوپ کړ” جملې احتمالي برداشتونه

ښايي تاسو (د) مورد ټاکلی وي؛ خو دا جمله څه ارزښت لري؟ د دې جملې ارزښت دا دی، چې راته وايي، چې دا ډول ساده جملې هم مانيز ابهام لرلای شي. مثلا د “ټوپ وهلو” فعل د (1( بڼې پر ټولو مواردو اطلاقېږي. په پښتو کې آن (له…نه) هم په “له پکتيا نه راغلم” او “له تا نه پوښتنه” کې د ابهام څښتن دی. د دې مانا دا ده، چې آن په (1) جمله کې هم چې کلمې پکې مانا لري؛ خو ټول مفهوم نه لېږدوي، بلکې يوه برخه مفهومسازي کوي، نور د جملې بشپړ درک دايره المعارفي پوهه غواړي(لانګاکر 1987( د دې جملې په درک کې ويناوال پوهېږي، چې پيشو د ديوال له درونه ټوپ نشي وهلای او چې له يوې خوا نه ټوپ کړي؛ نو بلې خوا ته به رالوېږي او پخپله پيشو هم په دې پوهېږي. موږ د (1) جملې په مفهومسازۍ کې له همدې پوهې استفاده کوو.

در دیدگاه شناختی همانطور که زبان را داراي نظام و ساختار میدانند، فکر و اندیشه را نیز داراي نظام و ساختار

میدانند. از نظر آنان ساختار نظاممندي که در زبان وجود دارد ساختار فکر ما را هم منعکس میکند. براي درك بهتر

این موضوع به مثالهاي ( 2) توجه کنید:

په ادراکي ليدتوګه کې که له يوه پلوه ژبه د نظام او رغښت څښتنه ګڼل کېږي، له بله پلوه ذهن هم د نظام او رغښت خاوند بلل کېږي. د دوی په اند، د ژبې نظام زموږ د ذهن نظام ښيي. د دې موضوع د ښه درک لپاره (2( بېلګو ته وګورئ:

2) الف. نوروز ورځ په ورځ رانېژدې کېږي.

ب. احمد او علي سره ډېر نېژدې دي.

الف (2) جمله د مهال د مفهومي حوزې او ب (2) د مينې د مفهومي حوزې ده. دا دواړه حوزې انتزاعي دي. مفهومي حوزه زموږ د مفهومي نظام په درون کې د پوهې يوه ټولګه ده، چې وبله تړلې تجربې او مفاهيم نغاړي او منظموي. مثلا د مهال په مفهومي حوزه کې د نوروز غوندې زماني مفهوم دی، چې يوه زماني پېښه ده.په (2) جملو کې مهمه خبره دا ده، چې په هر انتزاعي مورد کې، هغه که نورز دی، که ملګرتيا، له عيني حوزو، يعنې حرکت، فيزيکي نېژديوالي نه کار اخيستل شوی. په لومړۍ جمله کې داسې ښکاري، لکه نوروز چې د حرکت په حال کې وي او موږ ته رانېژدې کېږي او په دويمه جمله کې مو ملګرتيا د نېژديوالي د مکاني مفهوم له مخې مفهومي کړې. ليکاف او جانسون(1980 او 1990) دې پايلې ته ورسېدل، چې د انسان د مفهومي حوزې انتزاعي مفاهيم د عيني مفاهيمو په مټ جوړېږي. يعنې ژبه راته وايي، چې موږ په ذهن کې انتزاعي مفاهيم د عيني مفاهيمو په مټ بيان او درک کوو؛ نو ادراکي ژبپوهان د ژبې او په ژبه کې د ادراک د انعکاس فرضيه وړاندې کوي.

ادراکي ژبپوهان پر دې ټکي ټينګار کوي، چې ژبپوهنيز ماډل بايد يوازې پر ژبنۍ پوهې(معرفت) نه وي ولاړ، بلکې د ادراکي علومو د پوهانو له خوا د ادراک له نورو حوزو له ترلاسه شوې پوهې سره هم همغږی وي. ايوانز او ګرين (2006 17 مخ) د دې ټکي د روښانولو لپاره د (2) بڼې ته د اشارې لپاره (3) بېلګې راوړي:

3) الف. پيشو پر ميز ناسته ده.

ب: څوکۍ تر پيشو لاندې ده.

2 بڼه

موږ لومړۍ جمله کاروو؛ خو دويمه جمله که ووايو، مخاطب ته عجيبه غوندې ښکاري، دا ولې؟ د ارواپوهنې په اند، ذهن د يوې ليدونکې صحنې يوازې پر ځانګړو اړخونو متمرکز وي. په پاسنۍ بېلګه کې پر پيشو د غږېدو لامل دا دی، چې ذهن پر پيشو تمرکز دی. د دې لامل بيا دا دی، چې له نړۍ نه خپله اخيستې تجربه راته وايي، چې تر څوکۍ د پيشو د حرکت احتمال ډېر دی. د صحنې دې برجسته شوې برخې ته څيز او پاتې صحنې ته چاپېر وايي. ذهن په هره صحنه کې يوه برخه د څيز او بله د چاپېر يا بنسټ په توګه ټاکي او د صحنې اړوند معلومات راکوي.

ليکاف(1990( د ادراکي ژبپوهنې په اصولو کې دوه اصله بنسټي بولي: د تعميم اصل او ادراکي اصل. په اوسنيو زياترو ژبنيو څيړنو کې ژبه د غږپوهنې، ماناپوهنې، نحوې، ګړپوهنې او کارونپوهنې په حوزو يا څانګو ويشل کېږي او هره حوزه له بلې نه بېله مطالعه کېږي. په دې توګه د هرې حوزې خپل بېل اصول دي، چې د ژبې ټول نظام نشي نغاړلای يا به داسې ووايو، چې د يوې حوزې اصول ټولې ژبي ته تعميمولای نشو. جوړښتي ليدتوګه پر همدې لار روانه ده او ژبې ته د حوزه يي پديدې په بڼه ګوري. ادراکي ژبپوهان د تعميم د اصل پر بنسټ د ژبې حوزه يي(د هرې څانګې بېله بېله) مطالعه نه مني او پر دې ټکي ټينګار کوي، چې د ژبنۍ پوهې بېلابېلې بڼې(غږيزه، ګرامري، نحوي، مانيزه؛ ژباړن) د يوه ډول ادراکي وړتيا زېږنده دي. دا وړتيا عامه ده او له يوې حوزې نه بلې ته توپير نه کوي.

پر دې بنسټ ادرکي ژبپوهنه(چې ادراک د هر ډول ژبنۍ او ناژبنۍ پوهې ګډ مرکز دی؛ ژباړن) د ژبې د بېلابيلو حوزو پر ګډو اړخونو ټينګار کوي. همدا لامل دی، چې په دې مکتب کې پر رغښت، د ژبې پر زده کړه او کارونه او له ادراک سره يې تړاو، ډلبندۍ، مانيزو مفاهيمو او نورو ذهني وړتياوو بحث کېږي.

مثلا: اوسنۍ ادراکي ارواپوهنه د ټوليو ډلبندي سل په سله کې (پرېکنده) مفاهيم نه بولي. يعنې داسې نه ده چې يو ماهيت به يا په ټولۍ کې دننه يا به ترې بهر وي، (ليکوال د مفاهيمو د ټوليو تيورۍ ته اشاره کوي، چې ادراکي ارواپوهنه دا تصور نه لري، چې يو مفهوم به په يوه مفهومي حوزه کې دننه يا به ترې بهر وي، بلکې د فازي سيټونو تصور لري، چې په يوه ټولۍ کې د مفاهيمو موجوديت ته درجې ورکوي. يعنې يو مفهوم د مخبېلګې په توګه په مرکز او نور په حاشيه کې وي؛ لکه: د مارغه په مفهومه حوزه کې د کوترې او ښاپېرک موجوديت؛ ژباړن)، بلکې د ټوليو ماهيت ګونګ وي. د بېلګې په توګه په (3) بڼه کې څو لوښي دي. که له يوه پښتانه نه پوښتنه وکړئ، چې کوم يو پکې کټوری(جام) دی، په غالب احتمال (e) بڼه ټاکي؛ خو که په همدې لوښي کې ښوروا واچوي، بيا يې کنډول بولي.

دا ښيي، چې د ټوليو ډلبندي پرېکنده نه ده او کله ګونګه وي؛ خو له ټوليو سره زموږ تعامل هم ټولۍ اغېزمنوي. لکه ښاپېريک چې د مارغانو د مطالعې پر مهال يې مارغه او د تيورو د ډلبندۍ پر مهال يې تيور بولو. په هره ټولۍ کې يو غړی د دې ټولۍ تر ټولو غوره استازی يا په اصطلاح مخبېلګه وي.

. 3 بڼه

په يوه ټولۍ کې د ورته والي پر بنسټ بېلابېل موارد راټولېږي. دا يوازې د طبيعي ښکارندو ځانګړنه نه ده، ژبنۍ ټولۍ هم ګونګې دي او د ورته والي پر بنسټ څو موارد په يوه ټولۍ کې راټولېږي(د ليکوال خبره د تامل وړ ده، ځکه ټولۍ يوازې د ورته والي د اصل پر بنسټ نه، بلکې د کارونې او ځينو نورو اصولو له مخې هم سره راټولېږي؛ لکه د لوښو ټولۍ چې چاينک، څيپۍ، پيالې او نور پکې راځي، چې له يو بل سره ورته والی نه لري؛ ژباړن). مثلا: په پښتو کې د (ګی) روستاړی، چې په غزلګي، زړګي، کتابګي او زويګي کې توپير لري؛ خو په ټوله کې په يوه مانا کې کارېږي، چې هغه تصغير يا مينه ده. په دې توګه ويلای شو، چې “ګی” ګړ(مورفيم) په کارونه کې د ورته والي پر بنسټ دا مفهوم لري؛ خو په واقعيت کې يوه ګونګه ټولۍ ده. دا ناپريکنتيا او ګونګوالی د ژبپوهنې په نورو برخو کې هم شته.

د څومانيزتوب مفهوم يې يوه بېلګه ده، چې په لومړيو کې داسې تصور کېده، چې يوازې په ځانګړو کلمو کې پېښېږي. په ادراکي ژبپوهنه کې د څومانيزتوب حوزه يوازې تر کلمو محدودنه نه ده، بلکې په نورو ژبنيو حوزو کې هم پيدا کېږي. مثلا: په پښتو کې د “نده” مورفيم چې په زېږنده، څرخنده، خورنده او خوځنده کې بېلابېلې ماناوي لري. يا د “پر” سربل چې په (4( جملو کې يې ماناوې مختلفې دي:

4) الف. عکس پر مېز پروت دی.

ب. احمد د دکتورا پر اثر کار کوي.

د ج (4) په اړه ويلای شو، چې “پر” پکې استعاري مانا اخيستې او پر پخوانۍ مانا يې يوه نوې مانا ورزياته شوې ده؛ نو د تعميم د اصل پر بنسټ، ژبني قواعد يوازې تر يوې ځانګړې حوزې محدود نه دي، بلکې د ژبې پر ټولو حوزو د تطبيق وړ دي.(يو اصل پکې د مانيز پور يا استعارې د تعميم اصل دی، چې د سربلونو غوندې له تړلو مورفيمونو تر کلمو، د اصطلاحاتو په بڼه تر عبارتونو او د متلونو په کچ تر جملو پورې رسېږي او ممکن پوره يو متن مستعار شي؛ ژباړن)

خو د ادراکي ژبپوهنې د ادراک اصل پر دې ټينګار کوي، چې د ژبې اصول بايد د انسان پر ماغزو او ذهن له حاکمو اصولو سره، چې په بېلابېلو ادراکي څانګو کې کشف شوي، همغږي وي. په دې توګه د ژبې او ادراک اصول يو ډول دي او په دې دليل دا کړلار ادراکي کړلار ده. ادراکي اصل په دې مانا دی، چې پر ژبه حاکم رغښتونه بايد د نورو ادراکي علومو له خوا له مطرح شويو اصولو سره هملاري وي، ځکه چې ژبه هم يوه ادراکي قوه يا وړتيا ده.(ليکوال وايي، چې انسان څنګه طبيعت تجربه کوي او درک کوي، هغسې يې په ژبه کې بيانوي، ځکه نو د ادراک اصول په ژبه کې هم ځان ښيي او په دې ډول د ژبې مطالعه مو د انسان د درک د قوې تر اصولو پورې رسوي او ادراکي ژبپوهنه د ادراک د همدې اصولو له مخې ژبه مطالعه کوي؛ ژباړن)

په ادراکي ژبپوهنه کې تر هر څه لومړی د “ادراکي” له مانا سره مخېږو. د ژبې ادراکي مطالعه څه مانا لري؟ که دا هغه ليدتوګه وبولو، چې ژبه يو ذهني مفهوم بولي، بيا پکې هغه ټولې ليدتوګې راځي، چې ژبې ته د ذهني ښکارندې په سترګه ګوري؛ نو له نورو ذهنپالو ليدتوګو سره د ادراکي ژبپوهنې څه توپير دی؟ ګيراتز( 2006، 3مخ) د دې پوښتنې په ځواب کې وايي، چې يو بنسټي او څلور فرعي اصولو دا ژبپوهنه د ژبې له نورو ذهني مطالعاتو نه بېلوي. هغه اصل دا دی، چې ژبه يوازې مانا ده. ادراکي ژبپوهنه پر مانا ټينګار کوي. د دې پرخلاف زېږنده ليدتوګه  د ژبې يو جوړښتي يا شکلي تعريف راپرلاسوي او ژبه د قواعدو او نحوي رغښتونو يوه ټولګه بولي. ادراکي ژبپوهنه يوازنۍ ليدتوګه نه ده، چې مانا ته د خپلو څېړنو په مرکز کې ځای ورکوي، بيا نو دا له له نورو هغو ليدلوريو نه چې پر مانا څرخي، په څه شي بېلېږي؟ دلته بايد څلور فرعي اصول، چې ټول په ادراکي ژبپوهنه کې د مانا ځای ټاکي، راوسپړل شي.

لومړنی اصل دا دی، چې مانا ننداريزه(منظري) ده. د ښه ترا پوهېدو لپاره به يوه بېلګه راوړو: داسې وګڼئ، چې تاسو د خپل کور شاته ولاړ يئ او سايکل مو د کور په خوا کې درولی.که څوک درنه د سايکل د ځای پوښتنه وکري، نو وايئ، د کور خوا کې دی يا د کور شاته ولاړ دی. په لومړي ځواب کې مو کور داسې ګڼلی چې د انسان غوندې شا او مخه لري او هغه مو پيلټکی ګڼلی؛ خو په دويم ځواب کې مو ځان پيلټکی کړی او لوری مو د خپل موقعيت له مخې ښودلی. دا دواړه ځوابونه په ښکاره متناقض او غلط نه دي، بلکې ستاسو ننداره(منظر) په دواړو جملو کې توپير کوي. په دې توګه ويلای شو، چې مانا په ژبه کې مخکې له مخکې ټاکلې نه وي، بلکې دا يوه ننداره ده، چې نړۍ ته يې کوو. لانګاکر(1987) د دې مفهوم لپاره د پروفايلولو اصطلاح کاروي. دا ځانګړنه زموږ په نورو ادراکي وړتياوو کې هم شته. مثلا که د فوټبال سيالي روانه وي، موږ خپل پام هغه لوبغاړي ته اړوو، چې توپ ورسره دی، يا د يوې لوبډلې پر لارښود تمرکز کوو، يا د خپلو پښو لاندې ځمکه وينو يا ټول لوبغالي ته پام کوو. يعنې په ترتيب سره خپل ليدلوری بدلولای شو. په ژبه کې هم له ځينو رغښتونو نه په استفاده د يوې صحنې ځينې برخې مجسمې کوو او بېلابېل پروفايلونه ټاکو.(د ليکوال مطلب دا دی، چې کله موږ مثلا يوې خونې ته ننوځو، يو څيز ته ګورو. د خونې په ټوله صحنه کې مو د باصرې حس پر همغه يو څيز متمرکز يا راټول وي، چې دې ته پروفايلول وايي. په غږېدا(ژبه) کې هم ورته کار کوو؛ ژباړن) په (5) جمله کې د يوې صحنې د توصيف لپاره بېلابېل پروفايلونه ټاکل شوي:

5) الف. احمد تناب وشکاوه.

ب: تناب وشکېد.

په الف (5( جمله کې هم عامل(احمد)، هم اغېزمن(تناب) او هم عمل(شکول) په پروفايلولو کې مهم دي او شته؛ خو په ب (5) جمله کې اغېزمن(تناب) او عمل(وشکېدل) پروفايل شوي؛ خو عامل له پامه غورځېدلی دی. دا راته وايي، چې پروفايلول په ژبه کې هم کاريږي.

دويم فرعي اصل دا دی، چې په ژبه کې مانا خوځنده او انعطاف وړ ده. څرنګه چې نړۍ بدلون مومي، ژبه هم بدلون کوي او په ژبه کې مانا هم بدلېږي. ادراکي ژبپوهنه وايي، چې د مفاهيمو او ټوليو پر انتزاعي تعريف اکتفا نه ده پکار، بلکې هغه مصداقونه هم بايد وګورو او وپېژنو، چې دا تعريفونه پرې څرخي، چې فردي پوهه پکې د منلو وړ شي(ګيرارتز 2006، 1مخ). د بېلګې په توګه موږ کولای شو، چې مارغان د ځينو ځانګړنو (لکه ويښتو، الوتو او هګيو اچولو) له امله مارغان وبولو؛ خو که غواړو، چې دقيق يې وپېژنو، بايد لږ تر لږ يو څو مارغان لکه کوتره، توتکۍ او چڼچڼه، وګورو او که تر دې دقيق معلومات غواړو، بايد شترمرغ او پنګوين هم ووينو. چې کله مو دا وليدل؛ نو راته معلومه به شي، چې مارغان يوه نرمښت وړ(انعطاف پذير) کورنۍ ده، چې بېلې او ثابتې ځانګړنې ورته نشو ټاکلی.(يعنې د مارغانو د ټولۍ ځانګړنې د مارغانو له يوې بېلګې نه بلې ته توپير کوي؛ ژباړن)

بل اصل پر دې واقعيت ولاړ دی، چې مانا دايره المعارفي ده او له نورو ادراکي حوزو جلا نه ده. څرنګه چې انسان له نړۍ سره تعامل کوي، داسې هغه مانا هم، چې د ده ورسره مخه ده، د يوې ذهني حوزې په نامه نړۍ نشي بېلېدای. په اصل کې مانا د انسان کلي تجربه ښيي. پر دې بنسټ ژبنۍ مانا زموږ (د نورو حوزو) له معرفتونو سره په تعامل کې وي او پر دې بنسټ مانا دايره المعارفي ده او زموږ له نورو ذهني وړتياوو بېله نه ده. د ښه ترا پوهېدو لپاره (6) جملو ته وګورئ:

6) الف. د علي موټرسور دی.

ب. د علي ويښته سره دي.

که څه هم په دې دواړه جملو کې سور رنګ راغلی، چې د رنګونو په ادراکي حوزې پورې اړوندېږي؛ خو هر سړی پوهېږي، چې دا سمه نه ده، چې د علي د ويښتو او د هغه د موټر رنګ دې يو وي. يعنې په دواړو جملو کې يو رنګ ياد شوی؛ خو دا دواړه سره رنګونه يو شان نه دي. مثلا په الف (6) جمله کې سور رنګ د وينې رنګ ته ورته دی؛ خو ب (6) خرمايي سوربخن رنګ ته؛ نو ژبنۍ مانا دايره المعارفي مانا ده. (يعنې ژبني توکي د بېلابېلو صحنو لپاره پور کېږي او ماناوې يې هم بدلېږي.کله چې د دې توکيو ماناوې تشريح کوو، د قاموس غوندې په يوه کلمه نه مانا کېږي، بلکې يو متن غواړي او همداسې يوه صحنه راښيي، چې دا صحنه د قاموس غوندې په يوه کلمه کې نه تعريفېږي، بلکې يوه منظره په يوه متن کې تشريح کېږي. کله چې موږ يو څه وينو، بېل بېل شيان نه وينو، بلکې د شيانو يوه ټولګه وينو، چې که تعريف يې کوو، متن ورته پکار دی. ژباړن)

څلورم اصل دا دی، چې مانا د ژبې له عيني کارونې او تجربې ترلاسه کېږي. په دې نظريه کې ژبنۍ تجربه يعنې له ژبې نه د واقعي استفادې تجربه او دا استفاده په وييپانګه(قاموس) کې د کلمو کتل يا د ګرامري قواعدو لوست نه دی. په اصل کې ادراکي ژبپوهنه د ژبې پر کارونه ولاړه ده. که د سوسور د ژبې(لانګ) او وينا(پارول) ماډل ته پام وکړو، رغښتوالو او زېږند ګرامرستانو ته وينا د ژبې بې اهميته او رغښتي بڼه مهمه برخه ده؛ خو په ادراکي ژبپوهنه کې دا دوه مخي نشته.

لمنليکونه:

2 Cognitive linguistics

3 Formalist

4 Functionalist

5 Conceptualisation

6 Linguistic wars

7 Lakoff

8 Langacker

9 Truth-conditional semantics

10 Non-modular

11Categorization

12 International Cognitive Linguistics Association

13 Talmy

14 Croft

15 Focunnier

16 Johnson

17 Sweetser

18 Turner

19 Symbolic units

20 Encyclopedic

21 Figure

22 Ground

23 Base

24 Modular

25 Construal

26 Fuzzy

27 Prototype

28 Perspectival

29 Profiling

30 Agent

31 Theme

32 Encyclopedic

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور