خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

ارسطو په بوطیقا کې څه وایي؟| ژباړه او لنډیز: حمیدالله عمرخېل

بوطیقا د ارسطو مهم کتاب دی، چې د شعر فن په نوم هم پیژندل شوی. د محتوایي نقد او د شعر جوړښت په اړه خبرې کوي.

ارسطو د افلاطون شاګرد و او په ځینو برخو کې د هغه تر اغېز لاندې و؛ خو خپله لار یې له متافیزیک څخه تجربې خواته تغیر کړه.

هغه په بوطیقا کې د شعر، د شعر جوړښت او عالي شعر په اړه  مهم بحثونه کړي دي. د ده له نظره ښه او عالي شعر تراژیدي ده نه کمیډي.

د ارسطو له نظره شاعر:

یوې خبرې ته باید پام وکړو چې هغه زمان د شاعر کلمه یوازې هغه کس چې د یو چا یا یو جریان ستاینه وکړي او یا ښوونیز ، حماسي او احساساتي نظمونه ولیکي، نه اطلاقیده بلکې نندار لیکوونکي او د دوی ننداره لیکلو هنر او نندارې هم شاعرانه ماحول کې شامل وو او کله به چې د شعر فن او تراژیدي جوړښت خبرې کېدې، ارسطو به هم همدغو کسانو سره چې نندار لیکوونکي او تراژیدي لیکوونکي وو، کار درلود. 

د کاتب نهمه برخه کې ارسطو د شاعر او تاریخ لیکوونکي توپیر کوي: د شاعر او مورخ توپیر په نظم لیکلو یا نثر لیکلو کې نه دی. د شعر او تاریخ حقیقي توپیر دا دی چې لومړی د ممکنه پېښو او دویم د قطعي پېښو څخه بحث کوي. د ممکنه پېښو څخه مطلب انساني منطق دی چې د پېښو عالم کې لږ پېښیږي. پایله کې شعر له تاریخ څخه فلسفي او لوړ دی: ځکه په لویه مانا شعر جهان شموله او تاریخ یوې برخې پورې تړلی دی.

خبره د ارسطو او افلاطون نظري توپیرونو ته ورګرځي، افلاطون تقلید هېنداره بولي چې د اصلي څېز کاپي ښکاروي او د دوکې ورکولو ماهیت لري، ارسطو  تقلید د کس خپلو موخو او هنري قواعدو پورې تړلی بولي. شعر ، نقاشي ، حماسه او تراژیدي د افلاطون له نظره د واقعیت تقلید دی. د ارسطو له نظره هنرمند یوازې مقلد نه دی، بلکې رامنځته کوونکی او جوړوونکی هم دی.

اوس د شعر برخه کې ارسطو په دې نظر دی چې د شاعر او شعر پیدایښت او تل پاتې والی د هغه تقلید دی نه هغه نظم، او په دې عقیده دی چې تقلید فکر ته بیداري او ویښتوب ورکوي؛ خو افلاطون تقلید د ټمبلی او ویده عقل دلیل ګڼي.

ارسطو چې د کومو شاعرانو او د اثارو په ځانګړنو خبرې کوي، مطلب یې نظم ویوونکي نه دي، بلکې تراژیدي ویوونکي او لیکوونکي یې مقصد دي، د ارسطو له نظره پخوا شاعران دوه ډلې وو، د مېړانې او قهرمانۍ شاعران او دویم یې هجوه امیزه شاعران. 

د ارسطو له نظره د شعر اصلي فورمونه  دوه دي، تراژیدي او حماسه چې دواړه یې سره پرتله کړې تراژیدي پکې لوړالی او برتري لري.

ارسطو وایي هره تراژیدي دوه برخې لري: پیچلتوب او سختوالی چې ډېری بې هنره شاعران پکې بریالي دي بله برخه یې اساني یا ساده والی( د کلام ساده والی) چې شاعران پرې عمل نه کوي. ارسطو په خپل کتاب بوطیقا کې نسبت نورو ژانرونو ته  د تراژیدي په لوړوالي او ښه والي باندې ډېر خبرې کوي او واضحه ښکاره جمله یې دا ده: “ له هر لحاظه، تراژیدي پر حماسه لوړوالی او برتري لري او هنري برخې په توګه خپله دنده په ښه ډول ترسره کوي.” او د وینا له نولسمې برخې وروسته د نوم، ژبې پر جوړښت خبرې کوي. په دې برخه کې یوه مهمه جمله دا ده: “د کلام جوړښت هغه وخت بشپړ دی, چې روښانه وي، نه مبتذل او پیچلی.”

او همدارنګه هغه په دې عقیده دی چې د ژبې عاموالی او ساده ګي د کلام شفافیت زیاتوي.

د تقلید او محاکاتو نظریه 

ارسطو تقلید  د واقعیت رابرسیره کولو هنر بولي. افلاطون تقلید د واقعیت رابرسیره کول یا ښکاره کول بولي.

ارسطو په خپل کتاب کې لیکي: “هغوی چې د تقلید په عمل لاس پورې کوي، موخه یې د شخصیت تقلید نه دی بلکې د هغو شخصیتونو ښکارندوی دي چې ډرامتیکو کړنو کې راګیر دي.” “د کړنو مفهوم هم ځانګړی اهمیت لري ځکه د ارسطو په نظر تراژیدي بې له کړنو او عمل نه ترسره کیږي، په داسې حال کې چي بې له شخصیته دا کار کیدلی شي. یعني بې عمل یا کړنې تراژیدي نه پېښیږي خو بې له شخصیته دا کار کیدای شي.” د تراژیدي جوړښت( پلاټ) په اړه وایي: ” هغه توکي چې د هغه په واسطه تراژیدي د انسان دننه ته ننوځي یا اغېز پرې کوي پلاټ نومیږي”.

د شعر او محاکاتو توکي ، وزن ، لفظ او د مانا برابري بولي. 

لنډه دا چې د تراژیدي جوړښت یا پلاټ د تراژیدي روح دی او شخصیت یې دویمه مرحله کې قرار لري.

د جوړښت یا پلاټ خبره مو وکړه بده به نه وي، چې د ارسطو له هغو بریدونو چې په نندار لیکوونکو باندې یې کړي هم خبر شو. ده په هغو نندارلیکوونکو باندې سختې نیوکې کړي، چې په خپل اثارو کې د اپیزودیک جوړښت( فرعي داستانونو) څخه کار اخلي، هغه په دې برخه کې وایي: ” تر ټولو بد جوړښت او پلاټ اپیزودیک جوړښت دی. اپیزدویک جوړښت یعني چې په هغه فرعي داستانونه یا کړنې بې ترتیبه یو بل پسې مسلسل راوړل کیږي او هیڅ اړتیا به ورته نه وي. بې هنره شاعران دا ډول مبتذله اثار د خپل بې هنرتوب څخه رامنځ ته کوي.”

بوطیقا یو تخصصي کتاب دی ، نه عمومي. په دې کتاب کې د شعر د فن او شکلي جوړښت پر ځای د هغه په داخلي روح باندې خبرې ډېرې شوي دِ، نولسمې برخې څخه وروسته د جوړښتي او ژبني مطالبو باندې غږیدلی، د دې کتاب لیکل یې یوازې د فورم او جوړښت ښودلو لپاره نه و ، بلکې  د دې کتاب مطالعې سره مخاطب دې خبرې ته متوجه کوي چې شعر او تراژیک اثر د ارسطو له نظره څه دنده لري.  د ارسطو موخه د ادب هنریت او ادبیت دی. ولسي یا عامي قوانینو پیژندل دي یي په ګوته کړي. 

نور بیا …. 

Leave a Reply