خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

ابراهیم خلیل الله، د دریو ادیانو پیغمبر | ولي الله ملکزی

که د نړیوال ستر کلي رنګینې نقشې ته وګورو، نو د غړو هیوادونو شمیر یې ۱۹۵ ته رسي چې د هستوګنو مجموعي تعداد یې ۷/۷۵ ملیارده دی. د همدی سرسامونکي نفوس ۹۳ سلنه، د اسلام، نصرانیت، یهودیت، هندویزم او بودیزم په ګډون، په ۲۲ مختلفو ادیانو باندی عقیده لري. پاتې ۷٪ وګړي نه د الله تعالی په ذات او نه په کوم دین ایمان نلري چې ایتیست (ملحدین یا دهریان) بلل کیږي. د دغو باورمندو پیروانو له جملې څخه (۲/۳) ملیارده یې مسیحیان (۱/۱۸) ملیارده یې مسلمانان او یواځی شپاړلس ملیونه یې یهودان دي.

د دری واړو اسماني ادیانو منونکي، حضرت ابراهیم علیه السلام ته د یو رښتیني پیغمبر او سپيڅلي شخصیت په سترګه ګوري. په تورات او عبري ژبه کې د ابراهیم نوم د َابْرام او اَفراهام په بڼه لیکل شوی چې د عزتمند پلار په مانا دی. د انجیل په مختلفو نسخو کې، حضرت ابراهیم په ډیر درناوي او حرمت سره یاد شوی او نصاری هغه د خپلې عقیدې د محوري سمبول په توګه مني. د قرانکریم په دیارلسمې سيپارې کې د ابراهیم په سورت سربیره، دغه نوم ۶۳ ځلې د الله تعالی په کتاب کې راغلی او هر ځل یې د پوهې، وفا او ټینګ هوډ ستاینه شویده.

ابراهیم (ع) د حضرت نوح لسم لمسی دی چې له میلاد څخه په یو تاریخي روایت ۱۸۵۰ او د بل سند له مخې ۲۲۰۰ کاله وړاندی، د عراق د بابل په ښار کې زیږیدلې دی. ژبه یې سریاني وه او د پلار نوم یې تارح وو، خو په قرانکریم کې آزر بلل شویدی { وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ آزَرَ – کله چې ابراهیم خپل پلار آزر ته وویل..} دری وروڼه یې درلودل چې یو یې د حضرت لوط پلار وو. همدارنګه دری ودونه یې کړي وو، له سارا څخه ځوئ یې اسحاق او له هاجرې څخه ځوئ یې اسماعیل دی. دریمه میرمن یې قطوه نومیده چې شپږ اولادونه درلودل او غالبا یو یې هم پیغمبر نه وو.

یهود پدی باور دي چې ابراهیم (ع) د خپلې قربانۍ لپاره حضرت اسحاق غوره کړی وو او له همدی امله دوئ خپل ځانونه شعب الله المختار (د الله غوره شوی ولس) ګڼي. خو د قرانکریم له مخې د ابراهیم (ع) هغه ځوئ چې په منی او مزدلفه کې د قربانۍ لپاره چمتو شوی وو، هغه حضرت اسماعیل (ع) وو، میرمن یې د یمن عربه وه او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ستر نیکه دی.

ابراهیم (ع) ته په وړوکوالي کې ځیرکتیا او پوهه ورکړل شوې وه، همیشه یې د منطق او استدلال په ژبه خبرې کولې او هیڅکله یې ډبرین بت او خټین واکمن ته د تعظیم سر ندی ټیټ کړی، نو ځکه ورته د امت، حنیف او خلیل لقبونه ورکړل شویدي. قرانکریم داسی حکایت کوي:‌ کله چې شپه شوه، نو ابراهیم په اسمان کې یو غټ ستوری ولید، ویې ویل چې همدا زما رب دی، خو چې تری تم شو، ویې ویل نه، دا زما رب ندی. بیا یې سپوږمۍ ولیدله چې ګواکې همدا به زما خدای وي، خو هغه هم له نظره پټه شوه،  ویې وویل، نه دا هم نده. ګهیځ کې د لمر ستر ځلیدونکي ستوري ته ځیر شو، نو ګمان یې راغی چې دا خو به هرو مرو رب العالمین وي. مازیګر کې هغه هم ډوب شو، نو یقین یی راغی چې دا یو هم د الله ذات ندی او په عبادت او سجدې نه ارزي (وَلَقَدْ آتَيْنا إِبْراهِيمَ رُشْدَهُ مِنْ قَبْلُ – موږ لا ډیر پخوا ابراهیم ته هوښیارتیا او سړیتوب ورکړی وو).

حضرت ابراهیم د خپلې زمانې د مشهور او ښکره ور ټولواک، نمرود بن کنعان لخوا د بغاوت په تور په سور انګار کې واچول شو، ځکه چې د میلې په ورځ یې درمسال کې ټول بتان برغنډ برغنډ کړي وو. مګر له نجات وروسته یې خپل کور پریښود او د کنعان په سترې واکمنۍ کې له عراق څخه د نن ورځې فلسطین ته کډه شو. څه موده وروسته مکې ته ولاړ او په سپینه ږیره یې د خپل ځلموټي ځوئ، اسماعیل ذبیح الله په تنکیو لاسونو د کعبې خونه آباده کړه. همدا نن یې د لمانځنې لپاره په لسګونو زره کسان د عرفات په غونډۍ لوڅ سرونه،‌ پلاستیکي څپلۍ په پښو،‌ د کفن په څیر سپین احرامونه اغوستي او په سختې ګرمۍ کې ولاړ او همدا یو شعار زمزمه کوي چې: (لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لاَ شَرِيكَ لَكَ) .

حضرت ابراهیم علیه الصلاة و السلام د موحدینو عملبردار، د زرګونو پیغمبرانو نیکه او د عظمت، شهامت او میلمه پالنې یو ځانګړي کرکټر دی. کله چې له مکې بیرته فلسطین ته ستون شو، څه موده وروسته هملته وفات او دفن شو. د بیت المقدس په سهیل کې د ۳۵ کلیومترۍ په واټن پروت د الخلیل په نوم ښار د همدې ستر پیغمبر په نوم جوړ شوی او هر کال په زرګونو عقیدتمند خلک د ابراهیمی حرم د زیارت په نیت د هغه سلام او درناوي ته ورځي (وَاتَّخَذَ اللَّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا).

سره ددی چې د حضرت ابراهیم پلار بت پرست او د وخت د جابر واکمن مخلص غلام وو،‌ خو تل یې د پلار سره ادب ساتلی او د ځوئ ولۍ لهجه یې کارولې: (پلار جانه! دغه بتان نه ستا خبره اوري او نه درسره کومه مرسته کولائ شي. دغه لاره غلطه او تا د بدمرغۍ په لور بیایي) خو هیڅکله یې د زور او بغاوت لاره نه ده غوره کړه. د حضرت نوح او حضرت لوط میرمنې خائنې او کنجرې وې، مګر دغو دواړو پیغمبرانو د هغوئ په خلاف زور او شدت ته لاس نه دی اچولی. حضرت عیسی ته خلکو د خدای د ځوئ نسبت ورکړ،‌ خو هغه څوک ونه وژل او ابولهب او ابوجهل د حضرت محمد (ص) ناسکه کاکا ګان وو او تر هغې یې ورسره د تورې او نیزې په ژبه خبرې ونه کړې، تر څو چې دوئ ورپسې بدر او خندق ته راغلل. بلې، تر ټولو مهمه دا چې کله په مدینه منوره کې د منافقینو سالار عبدالله بن ابی بن سلول مړ شو،‌ نو حضرت پیغمبر ښه پوهیده چې هغه څوک دی،‌ خو بیا یې هم خپل کمیس ورکړ چې د کفن په ځای یې استعمال کړي.

شاید موږ به د دغو باعزمه پیغمبرانو،څه بدمرغه شان امتیان یو چې د سوچه او سوتره عقیدې له دعوو سره سره،‌ د خپلو ‪کلیمه ګو وروڼو د وینو له تویولو څخه خوند اخلو. د هغې بی اسرې کونډې زړه ته نه ګورو چې خپل یتیم ځوي په څومره خوارئ او غریبئ را لوې کړي، بیا موږ د هغه ټټر ته ماشینګڼه ونیسو او له مردکو ډک شاجور یې په سینه کې خالي کړو چې ته خو دوزخي یې، منافق یې او باید ووژل شي؟

د رحمان بابا له خاطره دی ستر خالق تعالی د هزار خوانۍ ټوله هدیره وبښي چې په څومره ساده ټکو کې یې د انساني کرامت،‌ حرمت اوعبادت فلسفه په یو بیت کې داسې رانغښتې ده:

د خلیل تر کعبې دا کعبه ده لویه – که آباد کا څوک ویران حرم د زړه

‪——————————————————————

سرچينې:  قرانکریم، د الیوم السابع – مصرۍ مجله، ګوګل،‌ وړیا انسایکلوپیډیا او‌ د ډاکټر عمر عبدالکافي د یوټیوب چینل.

1 comment

  1. یفتلی Reply

    زه بیا دا وایم چه ټول بشر هم دیوه واحد پلار اولاد دی ، ښه خبره داه چه د خیر او نیکو فعالیتونو ، نیتونو ، او ارادو کی سره همغږی او یوبل درک کړی . دعقدی او یو دبل د نفی په عوض یودبل د پوهولو او همغږی کولو په لور حرکت وکړی .چه همدغه پیام د آدام نه تر خاتم پوری دو حی د لاری راروان دی ، او هم د بشری علومو د پرمختګ نتایج تر حاضری پیړی پوری همدغه نظریه تآییدوی . د انسان او یوی انسانی ټولنی ، ګوند ، دولت او ملت آزادی باید دومره وی چه د نورو حقوق تر پښو لاندی نه کړی . د عام المنفعه بشری کارونو ( خیر ) کی سره یو بل سره مرسته وکړی او د زیان رسونکو ( شر ) هلوځلو نه یوبل منع او بچ کړی . او که چیری زیان رسونکی طرف د مفاهمی د لاری نه منع کیدی او په خپل ظلم او ستم یی اصرار درلود ، نو بیا البته د قوی استعمال هم خپل جایز زمان او چوکات لری . البته د ځان ، مال ، ناموس ، کور ، خپلو خلکو اووطن دفاع هم په اسلام او هم په مدنی قوانینو کی سره کرښه ده .

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور

د علي‌بابا نړۍ؛ کتاب چاپ شو

د علي‌بابا نړۍ؛ کتاب چاپ شو

25 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

د علي‌بابا نړيوالې ک…

د استاد غضنفر څو خبرې | فیصل جلال

د استاد غضنفر څو خبرې | فیصل جلال

21 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

د وږي په شلمه په علو…

راشه کنه مرم درپسې| عطاءالله ځواب

راشه کنه مرم درپسې| عطاءالله ځواب

20 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

 د ښاغلي نور محمد لا…