خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

آیا پښتو تمدنی ژبه ده؟| د دوکتور زمان ستانیزي لیکنه

د دوکتور ځواکمن صاحب د لیکنی په اړوند

د ډېر ښاغلی پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن صاحب لیکنه مې په دقت ولوستله او کاملاً ورسره همنظره یم. زما لیکنه د راویښولو حیثیت لري چې پښتانه د دغه تعصبي نیولوجیزم خطرونو ته متوجه کړم او پښتانه ر ویښ شی او د خپل ژبنی میراث ساتنه وکړی. د دوکتور ځواکمن لیکنه د همدی غوښتنو د عملی کولو لارو ته اشاره کوي چې د دغه مشکل د

حل په لاره کې ډېر مؤثر دوهم پړاو ګڼل کېږی. هیله من یم چې زمونږ لیکنو ته د یو اجتماعی نقد په توګه پام وشی. واکمنان او مسؤلین دغو نیمګړتیاوو ته متوجه شی او په دغو مواردو کې جدی اقدامات وکړی.

دوکتور صاحب ځواکمن زما په لیکنه کې د پښتو ژبی د تمدنی صفت د نه درلودلو په برخه کې سپیناوی غوښتی و.

هره ولس یوه ژبه لری چې د هغو خلکو ثقافتی او فرهنګی هویت په کې منعکس کېږی. هیڅ ولس بی ژبی ندی، نو ځکه هیڅ ولس بی فرهنګه کیدلی نشی، (د نفرت نه ډکو زهرجنو سیاسی شعارونو خواته دی اوس دیوال وی.) خو حتمی نده چې هر ولس دی ځانګړی تمدنی ژبه هم ولری. د نړۍ د تمدني ژبو شمېر ممکن له لسو یا شلو زیات نشی، خو له فرهنګي اوثقافتي لحاظه په نړۍ کې په زرهاو ژبی شته.

تمدني ژبی هغه دی چې په لمن کې یې د یو پېژندل شوی تمدن د اصولو، ارکانو، او مبادیو بنسټونه کېښودل شوی وی او په هغه ژبه کې ځانګړی او مشخص علمي فلسفي، صنعتي، ادبي…. اصطلاحات را مینځ ته شی. د تاریخ په اوسنی مرحله کې پښتانه د اسلامي تمدن په ساحه کې واقع دی. د اسلامی تمدن ژبه عربي ده، خو ددی تمدن په قلمرو کې ممکن خلک په ترکي، آزري، کردي، اردو، مالیزیایي، تمازیغت، بوسنیایي، پښتو، دري …. ژبو خبری وکړی چې ددغو ولسونو فرهنګي پېژندنه هم په کې کېږی خو ددغو ټولو ولسونو تمدنی پېژندنه په عربی کې کېږی.

تمدني ژبی محدودی دی لکه سانسکریټ، چینایي، مایان، یوناني، لاتین، عربي، او انګریزي. ددغو تمدني ژبو د علمي ونډو اصطلاحات په همغو ژبو کې ساتل کېږی. مثلاً د یوناني تمدن د فلسفې، سفسطې، او اسطرلاب اصطلاحګانی د نړی په ټولسو ژبو کې په همدغه شکل ساتل کېږی یا د الجبر، الکیمیا‌ء، او الکحول عربي اصطلاحات، یا د کمپیوټر، انټرنټ، او موبایل اصطلاحات چې د خپلو تمدني ژبو په شکل ساتل کېږی.

کله کله مفاهیم د یوې ژبنی له فرهنګ نه اخیستل کېږی او د بلی ژبی په تمدنی چاپېریال کې معنا پیدا کوی. مثلاً د صفر اصطلاح چې په عربي کې یوازی د خلا (خالی ځای) معنا درلودله، د سانسکریټ د شوڼیا शून्य له ریاضی مفهوم سره یوځآی شوه او د اسلامی تمدن د یوی علمي اصطلاح په توګه په عربي ژبه په نړۍ کې و منل شوه. یا د «اندازه» کلمه چې له پهلوي اخیستل شوی خو د اسلامی تمدن په چاپېریال کې په معرب شکل «هندسه» د یو علم نوم شوی.

لنډه دا چې پښتانه تمدن لری او تمدنی ژبه یې عربي ده. پښتانه علم لری، او علمي ژبه یي مربوط په دې ده چې له کومو علمي اصطلاحاتو نه کار اخلی. مثلاً دا چې د دب اکبر او زحل مشاهده  د علم النجوم د اصولو په اساس د یوی رصدخانی په اسطرلاب کې شوی وی یا  د بیګ بنګ د نظریي شواهد د تیلیسکوپ د مشاهې په اساس په کمپیوټر کې د اورانوس د مدار د الجبري محاسبو له لاری مطرح کوی.

هسی چې وینو دپورتنیو جملو علمي اصطلاحات د بشر د تاریخ له مختلفو دورو سره د مختلفو تمدونونو په علمي چاپېریال کې وضع شوی او په هغه مورد کې معنا پیدا کوی خو په مجموع کې د بشري ګډ میراث په توګه ټول ولسونه استفاده ورنه کوی.

2 comments

  1. Mohammad Reply

    ښاغلی زمان!
    لیکنه دې ډېره ښه او د ستایلو وړ ده. خو په خواشینۍ سره ښایي ووایم چې ګرامري ستونځې لري. هیله ده چې د پښتو په لیکنه کې یې ټول اړونده اصول په پام کې ونیول شي. د بېلګې په توګه یاګانې په سمه توګه ندي لیکل شوي او ځینې نور. مننه

    1. Zaman Stanizai Reply

      محمد وروره،
      ستاسو انتقاد پر ځای دی. مننه.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

18 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

د وخت د بدنام لیکوال…

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

16 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

 ماشوم روزنه او پالن…

زما خټین تاج محل

زما خټین تاج محل"" اثر چاپ شو"

14 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

سید اصغر هاشمي په…

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

11 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

موږ د شپې د سولې او …