«
»

لنډ ورزشي خبرونه

  • Written by:

محمود خان منندوی

ټیمو ورنر د لیپیزیک سره خپل قرارداد تر 2023م کال پورې وغځاوه.

د 2014م کال په دې ورځ، ماریو بالوټلي د اث میلان څخه د لیورپول سره یو ځای شو.

د سیر اې په لومړۍ لوبه کې د اینسینیی په زړه پورې کارنامه. دوه ګولونه او دوه د ګول پاسونه. هغه په سیر اې کې په لومړي ځل په یوه لوبه کې په 4 ګولونو کې مستقیم تاثیر درلود.

رسمي: د الاویز چیلیایی دفاعی لوبغاړی ګیلرمو ماریپان په 5 کلن قرارداد د موناکو سره یو ځای شو.

تر هغه وروسته چې راشفورډ د تېرې شبې په لوبه کې پینالټي خطا کړه، د پوګبا په رقم په ټویټر کې د مخاطبینو لخوا نژاد پرستانه شعارونه پسي ټویټ شول.

هند په لومړۍ ټیسټ لوبه کې په 318 منډو ویسټ اینډیز ته ماته ورکړه. د دوی ترمنځ دوهمه او وروستۍ ټیسټ لوبه راتلونکې جمعه پیلیږي.

اث میلان د سیر اې د اخیرو 8 فصلونو لومړۍ لوبه بایللې ده.

یوډینزي او اث میلان د پنځم ځل لپاره د سیر اې په لومړۍ اوونۍ کې یو د بل پر وړاندئ ولوبېدل.

تر دې مخکي یوډینزي هیڅکله په لومړۍ اوونۍ کې اث میلان ته ماته نه وه ورکړې:
یوه لوبه اث میلان او یوه لوبه یوډینزي ګټلې وه او 3 مساوي شوې وې.

afap_auto_post:
no

ویدیو

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

اعلان

Loading...