«
»
تاندUncategorizedروي شاستري د هند کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی پاتې شو

روي شاستري د هند کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی پاتې شو

  • Written by:

د هندوستان کرېکټ بورډ ادارې اعلان وکړ چې روي شاستري به د هندۍ لوبډلې مشر روزونکی په توگه پاتې شي او نوموړی به د ۲۰۲۰ د شل اوریزو نړیوال جام پورې د دغې لوبډلې مشر روزونکی وي.
د هندۍ لوبډلې مشر روزونکی دندې لپاره شپږ کسه نوماندان ول چې د روي شاستري سربېره فېل سېمنز، مایک هېسن، لال چند راجپوت، روبن سېنگ او ټام موډي په کې شامل ول.
کپل دیو، انشومن گایکواډ او شنتا دنگا سوامي څخه جوړه مشورتي کمېټې د جمعې په ورځ له پنځو نوماندانو سره مرکه وکړه، په داسې حال کې چې فېل سېمنز له وړاندې څخه له خپلې نوماندۍ په شا شوی و.
دغې مرکې کې ټولو نوماندانو ته پنځو مختلفو برخو کې چې فلسفه، تجربه، لاسته راوړنې، اړیکې او د روزنې نوي اوزار په کې شامل وې نمرې ورکړل شوې.
د مشورتي کمېټې ټول غړي په گډه پرېکړه وکړه چې روي شاستري د مشر روزونکی په توگه پاتې شي. دغه مرکې کې مایک هېسن او ټام موډي په ترتیب سره دوهم او درېیم مقام خپل کړ.
هېره دې نه وي چې د نړیوال جام پای څخه وروسته د روي شاستري سربېره د هندۍ لوبډلې د پاتې نورو روزونکو قراردادونه هم پای ته رسېدلي ول خو د هندوستان د کرېکټ بورډ ادارې د وېسټ انډیز په وړاندې لوبو پام کې نیولو سره د ټولو قراداد د ۴۵ ورځو لپاره د غځولو پرېکړه کړې وه.

afap_auto_post:
no

ویدیو

An error occured during creating the thumbnail.

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

An error occured during creating the thumbnail.

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

An error occured during creating the thumbnail.

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

An error occured during creating the thumbnail.

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

اعلان

Loading...