«
»
تاندکرکټ له میدانه نړۍببېګ باش لیګ سیالېو ته قېس احمد یو ځل بیا لاره ومونده

ببېګ باش لیګ سیالېو ته قېس احمد یو ځل بیا لاره ومونده

  • Written by:

خان وزیر عابد

د اسټرالیا نهم پړاو بېګ باش سیالیو لپاره افغان لوبغاړی قیس احمد د دوهم ځل لپاره هم واخیستل شو نوموړي تېره شپه د هوبرټ هريکنز لوبډلې سره د لوبو تړون کړی دی.

د افغانستان ستوري قیس احمد په تېر اتم پړاو بېګ باش سیالیو کې د لومړي ځل لپاره د انګلستاني ټایمل مېلز پر ځای د هوبرټ هریکنز لوبډلې سره د څلورو سیالیو تړون کړی و، چې نوموړي په دې سیالیو کې ۷ لوبغاړي سوځولي وو.

۱۸ کلن قیس احمد په تېر ۲۰۱۸ کال بېګ باش سیالیو کې د هوبرټ لوبډلې لپاره په نیمه پایلوبه کې خورا په زړه پورې توپ اچونه کړې وه، هغه په څلورو اورونو کې د ۳۳ منډو په ورکړې سره درې مهم لوبغاړي سوځولي و.

قیس احمد اسټرالیا ته په خپل لومړي سفر ډیر ښه نوم پرېښود ،هغه په دې سفر کې مشهوره لوبغاړي د اسټرالیا لوبډلمشر ارون فېنچ ، عثمان خواجه او سټاینوس ویکټې هم ترلاسه کړې وې.

قیس احمد وایي، “زه خوشحاله یم چې په تېر پړاو بېګ باش سیالیو د ښه ځلېدا وروسته سږ کال هم د بشپړ لیګ لپاره د هوبرټ لوبډلې ته راستون شوم.”

د قیس احمد لوبډلې منېجر جیمي کوکس وايي” ډېر خوښ یم چې د افغان توپ اچوونکي قیس احمد سره مې داځل د بشپړ لوبو تړون وکړ هغه یو جادوګر توپ اچوونکی دی مونږ ته یې ځان ثابت کړی دی.”

افغان ستوري قیس احمد له دې وړاندې د ویسټ انډیز غوره لیګ، افغان غوره لیګ، د عربو لس اوریزه لیګ، د بنګله دېش غوره لیګ او نورو تجارتي لیګونو کې هم وخت ناوخت لوبېدلی دی.

قیس احمد د کرېکټ په ډګر کې ډېر ژر د شهرت خاوند شو نوموړی لا له وړاندې د افغان نولس کلنې لوبډلې غړی هم پاتې شوی دی، چې د ښه ځلېدلو وروسته یې بهرنیو لیګونو ته لار پیدا کړه.

د قیس احمد ترڅنګ به په بېګ باش سیالیو کې محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمان هم په بیلابیلو لوبډلو کې ولوبېږی.

د بېګ باش نهم پړاو سیالیو لپاره هرې لوبډلې سږ کال د شپږو بهرنیو لوبغاړو سره تړونونه لاسلیک کړي دي چې له ډلې به یې یوازې دوه بهرني لوبغاړي په هره سیالۍ کې ولوبېږي.

د یادولو ده د نهم پړاو بېګ باش سیالۍ به د روان ۲۰۱۹ کال د ډسمبر پر ۷ مه نېټه پیل شي او د ۴۲ ورځو د دوام وروسته به د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ میاشت کې پایته ورسېږي.

afap_auto_post:
no

ویدیو

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

اعلان

Loading...