«
»
تاندکرکټ له میدانه مقاله/ تحلیلدوهم راشد خان را روان دی

دوهم راشد خان را روان دی

  • Written by:

لیکنه: عبدالولي عمري

احمدزی نبي د افغان خاورې په غېږ کې په کال ۱۹۹۵ م کې د بغلان ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګي پرانیستې او اوس ۲۴ کاله عمر لري.

احمدزی نبي ماشوم و، خو له کریکټ سره یې بې اندازې مینې جذبه راپارولې وه ، هیله یې درلوده تر څو د خپلې خاورې له غېږي نوی زلمی را پورته شي او د خپل وطن په ننګ د کریکټ له اړخه پراخ فعالیتونه وکړي، خو بدبختانه چې په افغان کریکټ بورډ کې د هغه وخت د راڅرخېدلي کړۍ ښکار وګرځید.

احمدزی نبي وایي:

«غوښتل مې افغان لوبډلې ته لاره پیدا کړم، د افغانانو خوشحاله کولو لپاره کریکټ وکړم خو په کریکټ بورډ کې د ستونزو له امله بریالی نه شوم ، پر همدې ستونزو سربیره مي د کریکټ لمن لاهم ټینګه نېولې وه ، ۱۳ کاله مې د هارډ بال بیلابیلې لوبې وکړې، لوګر ولایت کي مې د سمنګان لوبډلي لپاره ولایتي لوبې ترسره کړې، له راشد خان او ځینو نورو لوبغاړو سره په ۲۰۱۴ کال کي یوه لوبډله کې لوبېدم.

دی زیاتوي: کندوز ولایت کې مې د رئیس احمدزي، خالقداد نوري، او ډاکتر فرید په شتون کې د لیسټ اي لوبو لپاره ازموینه ورکړه، په دې ازموینه کې بریالی شوم ، خو دا چې لوبډله اعلان شوه ، زما نوم ترې لیرې شوی و، د نبي په وینا چې هغه وخت سخت ناهیلی شوم، د کریکټ بدبخته وخت مې له همدې ځایه پیل شو.»

دی ځوان پر اقتصادي ستونزو سربیره مبارزه جاري وساتله، خو له خپلې خاورې څخه د شته ستونزو له امله مخ د فرانسې پر لور روان شو، فرانسې هیواد کې یې له ځایي کریکټ کلبو سره لوبي پیل کړې، دا چي په افغان استعداد کي نغښتي، له افغان غیږي وتلی ستوری هر ځای معلوم وي، نو خلکو ورباندې باور وکړ  او د غټو لوبو لپاره یې واخیست، اوس د فرانسې هیواد لپاره لوبې کوي ، نومړي د لومړۍ ځل لپاره د اروپایې سوپر لیګ اتلولۍ ( ECL ) ته لاره پیداکړه.

احمدزي په دې سیالیو کې د خپلې لوبډلې په ګټه په ۲۸ توپونو سلیزه ووهله، چي په دې سره یې نړیوال ریکارډ جوړ کړ ، تر دې مخکې دا چټک ریکارډ په هند غوره لیګ کي ویسټ انډیزي ګریس ګېل جوړ کړی و، ګریس ګیل په ۳۰ توپونو سلیزه وهلې وه ، اوس دا ریکارډ د افغان چټک توپ اچوونکي احمدزي نبي په ونومول شو.

نبي د افغان کریکټ بورډ څخه غوښتنه وکړه چي نوو ځوانانو ته دې پر خپل وخت چانس ورکړي، هغه ځوانان چې استعداد لري باید په لوبډله کې ورته وخت ورکول شي، تر څو د خپل هیواد لپاره ویاړونه راوړي.

افغان مهاجر احمدزی نبي وایې د خوښي لوبغاړي مي افغانستان کي د پراخي حوصلې خاوند رحمت شاه زرمتی او هند کي روحیت شرما دی.

afap_auto_post:
no

ویدیو

An error occured during creating the thumbnail.

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

An error occured during creating the thumbnail.

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

An error occured during creating the thumbnail.

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

An error occured during creating the thumbnail.

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

اعلان

Loading...