«
»
تاندکرکټ له میدانه مقاله/ تحلیلپه کرکټ نړیوال جام کې د ملي لوبډلې د پرله پسې ماتو لاملونه

په کرکټ نړیوال جام کې د ملي لوبډلې د پرله پسې ماتو لاملونه

  • Written by:

سلیمان څارګر

د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ په نړیوال جام کې افغان لوبډلې تر اوسه سر په سر اووه لوبې بایللې دي. دا چې د کرکټ ملي لوبډله ولې و نه توانېده چې د افغان مینه والو او نړیوالو شنونکو له هیلو سره سم لوبې وکړي، ډېر لاملونه لري چې په لاندې ډول ترې یادونه کولی شو:

نړیوال جام ته ناسم تیاری او د اسیا جام په لوبو کې د ځلېدونکې لوبډلې د ګټلو ترکیب (Winning Combination) له منځه وړل: تاسو ټول خبر یاست چې د تېر 50 اوریز اسیايي جام په ټولو لوبو کې افغان لوبډله ډېره ښه و ځلېده، او له بنګله دېش او سري لنکا څخه یې لوبې و ګټلې او له هند سره یې لوبه مساوي کړه، خو د ګټلو دغه ترکیب په هند کې د نړیوال جام لپاره د تیاري په لړ کې له ایرلېنډ سره په تر سره شویو لوبو کې مات شو. هلته د یوه لوبغاړي د لوبولو او بل د نه لوبولو د نوبتي پالیسۍ پر بنسټ پرېمانه خپلسرۍ و شوې. تر ټولو غټه پوښتنه دا وه او ده چې لوبې په انګلېنډ کې تر سره کیږي او تیاری په هندوستان کې؟ ایا د هند او انګلستان هوا، ویشتنځایونه او نور شرایط سره ورته دي؟ په نړیوال جام کې هم د لوبغاړو د لوبولو نوبتي پالیسي پلې کیږي. د نیوزيلېنډ د بې رحمه او خطرناکو توپ اچوونکو پر وړاندې د نورعلي ځدراڼ او حضرت ځاځي له هېښوونکي مقاومت او منډو وروسته په کوم دلیل دغه پرانېستونکي جوړه ماته شوه؟ زما په اند خو یواځې اصغر افغان ته په لوبډله کې د ځای ورکولو په موخه دا کار تر سره شو. په لومړنیو لوبو کې د نجیب ځدراڼ له بریالۍ لوبې سره سره هغه له پاتې دوو لوبو کېنول شو تر څو اصغر افغان ته د لوبېدو پلمه و لټول شي. دا هر څه د لوبډلې د ننه د یوې سترې سیاسي لوبې شاهدي ور کوي. د نبي او راشد د ټویټونو پر وړاندې د کرکټ بورډ خاموشۍ اصغر افغان او د هغه پلوي کسان لا پسې زړور کړل، او همدا ناوړه ډلبندي به خدای ج مه کړه زمونږ د کرکټ د تباهۍ لامل کیږي. داسې ښکاري چې د ملي لوبډلې روزونکی (فلیپ سیمنز) هم د لوبغاړو په بې اتفاقۍ کې ښکېل دی. ښه ثبوت یې د نوموړي له لوري په مکرر ډول د اصغر ملاتړ او په دې اړه وروستی ټویټ دی.

د توپ وهونکو د تمرکز نشتوالی او د سینیئر لوبغاړو بې مسؤلیته لوبه او ناسم تخنیک کارول: کله چې یو لوبغاړی له 20 منډو پورته منډې تر سره کړي او شا و خوا 30 توپونه و لوبوي، نو د هغه سوځېدل تر ډېره د هغه د خپلې تېروتنې له امله وي. د دې نړیوال جام په هره لوبه کې د افغان توپ وهونکو ستونځه همدا وه چې د لوبې له سخت حالت څخه له را وتلو وروسته ناڅاپه ناسم شاټ و وهي او و سوځي. ډېر ځله ګلبدین، رحمت شاه، نورعلي، حضرت ځاځی، محمد نبي او نجیب ځدراڼ له سخت حالت سره له مقابلې وروسته خپله وېکټ د تحفې په ډول مخالفې لوبډلې ته ډالۍ کوي. د بنګله دېش پر وړاندې له نبي او ګلبدین پرته نورو ټولو توپ وهونکو په خپله ځانونه و سوځول. د شارټ بالونو لوبول بله ستونځه ده چې روزونکو پرې هیڅ کار نه دی کړی. همدارنګه د ورو توپ اچوونکو پر وړاندې د اصغر افغان دفاعي لوبه بیخي زیاتې پوښتنې زېږوونکې ده. کله په هوا ور کړل شویو (Tossed up) توپونو باندې په کراس بېټ سره د شاټ وهلو هڅه کوي او کله هم شارټ بالونه په وړاندیني قدم سره دفاع کوي.

همدارنګه د 1 او 2 منډو د نه تر سره کولو ستونځه لا هم پر ځای پاتې ده. د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې د استرالیا په وړاندې یواځې په لومړنیو 25 اورونو کې 102 خالي (Dot) توپونه یعنې 17 اورونه او د سریلنکا خلاف په لومړنیو 25 اوورونو کې 98 خالي توپونه یعنې 16.2 اوورونه خالي یا پرته له کومې منډې لوبول شوي ؤ. روزونکي ډلګۍ او په خپله روزونکی باید دې پوښتنو ته ځواب و وايي. که رښتیا و وایو نو د توپ وهنې د برخې روزونکی (نوروز منګل) په دې برخه کې هیڅ تجربه نه لري او په هیڅ ډول د دې وړتیا نه لري چې افغان توپ وهونکو ته د ننني کرکټ له غوښتنو سره سمه روزنه ور کړي. پخوا مو هم ویلي ؤ چې زمونږ توپ وهونکي تر ډېره یوه رواني روزونکي ته اړتیا لري تر څو په ذهني ډول لوبغاړي دې ته تیار کړي چې د لوبې له پلان او د مقابلې لوبډلې له لوري د ور کړل شوي هدف سره سم لوبه و کړي.

نا سمه کپتاني او یا هم د روزونکې ډلګۍ او منېجمنټ فشار: په نړیوال جام کې زمونږ بله ستونځه نا سمې پرېکړې دي. ډېر ځله مونږ د نا سمو برېکړو له کبله لوبه بایللې ده. لا هم هماغه پخوانۍ پالیسۍ پر مخ روانې دي، یعنې تر لسم اوور پورې د مجیب او یو بل تېز توپ اچوونکي، په یوولسم اوور کې د نبي او ګلبدین، په شپاړلسم یا اووه لسم اوور کې د راشد خان د توپ اچونې پلان چې مونږ له پخوا څخه همدغه پلان پر مخ بیایو. د دې پلان یو زیان دا دی چې مخالفې لوبډلې زمونږ له پلان څخه خبریږي او په مقابل کې یې تیاری نیسي. همدارنګه له راشد خان څخه د فشار د وسیلې په توګه کار نه اخېستل هم د کپتان/روزونکیو نا خبري په ګوته کوي. کله کله یو توپ اچوونکی ډېر ښه روان وي او حتی د مقابلې لوبډلې مهم لوبغاړی هم و سوځوي خو ناڅاپه یې پر ځای بل توپ اچوونکی را وستل شي چې دا کار هم ستونځې زېږوونکی دی. ډېر ځله په مقابله لوبډله د فشار د را وستلو او زیاتولو پر مهال دفاعي حالت غوره شو.

همدارنګه د توپ وهنې په برخه کې نجیب الله ځدراڼ او اکرام علي خېل په 8 او 9 نمبر لوبول هم بې حده عجیبه او له تخنیکي پلوه په بشپړه توګه ناسم بریښي. د دوی نا وخته لوبول او د اصغر او حشمت وختي لوبول داسې دي لکه په خپله چې پر وروستیو لوبغاړو د فشار را وستلو لپاره پلان نیول شوی وي. په وروستیو لوبو کې د حمید حسن نه لوبول او دولت ځدراڼ ته پر افتاب عالم ترجیح ور کول هم ناسمې پرېکړې وې، خو پوښتنه دا ده چې ایا کپتان په یواځې ځان دومره سترې پرېکړې کولی شي؟ روزونکي ډلګۍ او نورې ښکېلې کړۍ به په دې کار کې لاس و نه لري؟

دفاعي زولنې (Defensive Shackles): په نړیوال جام کې تر ډېره بریده د ملي لوبډلې د ناکامۍ لامل بې حده دفاعي لوبه وه، یعنې په خپله خپلو لاسونو ته زولنې اچول ؤ. ډېر ځله هغه توپونه چې باید د منډو لپاره لوبول شوي وای، خالي و لوبول شول، او ډېر ځله د مقابلې لوبډلې له ضعیف حالت څخه ګټه پورته نه کړل شوه. د دغو زولنو د ماتولو حل لاره یواځې په یوه لوبه کې بریدګره لوبه تر سره کول ؤ او دي. ښه مثال یې د جنوبي افریقې پر وړاندې لوبه کې د عمران طاهر پر وړاندې له اړتیا زیات احتیاط ؤ، خو کله چې راشد خان د عمران طاهر پر وړاندې بریدګره لوبه تر سره کړه، نو هر څه په سم لوري روان شول، خو دا کار ډېر نا وخته و شو ځکه چې مونږ نږدې ټولې مهمې وېکټې له لاسه ور کړې وې.

سیاسي لوبې او پر لوبغاړو یې ناوړه اغیزې: په داسې حال کې چې د لوبې لپاره د یوه لوبغاړي د چمتووالي لومړنی شرط روحي سکون دی، او دغه سکون هغه وخت تر لاسه کېدای شي چې لوبغاړي ته د روحي سکون ټول شرایط مساعد شي خو داسې ښکاري چې ملي لوبډله اوس مهال له سترو سیاسي لوبو سره مخامخ ده او دا کار د لوبغاړو روحي سکون بربادوي او نتیجه یې د لوبو د بایللو په شکل را ښکاره کیږي. له نړیوال جام وړاندې د کپتان بدلول، د محمد نبي او راشد خان له لوري په ټویټر د دې پرېکړې مخالفت، د شهزاد ناڅاپه ټپي کېدل، د شهزاد محمدي له لوري له طلوع نیوز سره مرکه او د یوه لوبغاړي په توګه د کرکټ بورډ په وړاندې د احترام ارزښتونه ماتول او د ګلبدین نایب په خلاف ترخې خبرې او د اصغر افغان پر کپتانۍ لا هم ټینګار کول، د کرکټ بورډ داخلي موضوعات رسنیز کول، د شهزاد د روغتیا په اړه د پاکستاني ژورنالېست (احتشام الحق) څرګندونې، په کرکټ بورډ کې د ضیاءالحق امرخېل، عاطف مشعل او مېرمن صافۍ غوندې بې مسلکه کسانو پر دندو ګومارنه، د شفیق الله شفق نه انتخاب، له لوبډلې سره جنوبي افریقې ته د اصغر نه تلل، په هر قېمت د اصغر لوبول او ډیری نور موارد هغه څه دي چې په کرکټ بورډ کې د سیاسي ناندریو څخه پرده پورته کوي.

د دغو ناندریو د حل لپاره باید د ولسمشر له لوري یو لوړپوړی پلاوی و ټاکل شي او د مضرو کړیو لاس له کرکټ بورډ څخه غوڅ شي، کنه نو خدای ج مه کړه کرکټ به مو له تباهۍ سره مخامخ شي.

afap_auto_post:
no

ویدیو

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

اعلان

Loading...