«
»
تاندکرکټ له میدانهپه نړیوال جام کې نن افغان لوبډله د اسټرالیا خلاف میدان ته ښکته کیږي

په نړیوال جام کې نن افغان لوبډله د اسټرالیا خلاف میدان ته ښکته کیږي

  • Written by:

ــ تاند

د یو ورځنېو سیالېو نړیوال جام چې سږ ( ۲۰۱۹ م ) کال ترسره کیدونکی او جریان لري د پنج شنبې ورځ پېل شو، په لومړۍ ورځ انګلنډ او جنوبي افریقا ولوبېدل، چې پکې انګلنډ جنوبي افریقا ماته کړه، په دوهمه ورځ /پرون/ بیا پاکستان او ویسټ انډيز ولوبېدل چې پاکستان شرموونکې ماتې وخوړه او نن مازیګر ۵ بجې به ددې جام دریمه سیالي ترسره کیږي چې افغان کرکټ ملي لوبډله به پکې د اسټرالیا خلاف ولوبیږي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې د دغې سیالیو لپاره په جنوبي افریقا کې تمرینات وکړل او له تمریناتو وروسته ورته یوه پیاړوې لوبډله اعلان کړه.

د نړیوال جام له پېل وړاندې افغان لوبډلې دوه تمریناتي لوبې وکړې، چې یوه یې له سر سخت سیال پاکستان سره وکړه او ماته یې ورکړه. بله تمریناتي سیالۍ یې بیا د کوربه انګلستان خلاف ترسره کړه او د انګلنډ له بریا داسې ښکاره شول چې د سږ پیاوړې لوبډله ښکاري، ځکه پاکستان او افغانستان ته یې ماته ورکړه.

دا دویم ځل دی چې افغان لوبډله په پنځوس اوریز نړیوال جام کې ګډون کوي.

په تېر ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کې یې هم ګډون دلود، چې سکاټلنډ لوبډلې ته یې پکې ماتې ورکړه؛ خو له بنګله دېش، سریلانکا، استرالیا، نیوزېلنډ او انګلستان څخه یې ماتې خوړلې وه.

افغان لوبډلې له استرالیا سره دوه ۵۰ اوریزې لوبې ترسره کړي، چې دواړه استرالیا لوبډلې ګټلي دي.

afap_auto_post:
no

ویدیو

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

اعلان

Loading...