«
»

د پاکستان خلاف د افغان لوبډلې بریا په پاکستان دننه لویه غوغا جوړه کړې

  • Written by:

ـــ تاند

وروسته له هغې چې افغان کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته له دپنځوس اوریزه سیالېو د نړیوال جام دمخه په تمریناتي سیالۍ کې سخته ماته ورکړه، د خواله رسنېو یو شمېر فعالانو په پاکستانۍ لوبډلې سختې نیوکې وکړې او لوبډله یې تر سختو نیوکو لاندې راوسته.

جاوید بدر د پاکستان په ماتې خپله تبصره کې هم په پاکستانۍ لوبډلې سختې نیوکې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د یادې لوبډلې لوبډلمشر سرفراز احمد هم د خپلې لوبډلې په ناکامۍ خواشیني ښودلې او د افغان لوبډلې بریا یې ښه توپ اچوونه او ښه توپوهنه یاده کړ،  سرفراز خپلو لوبغاړو ته ډاډ ورکړی چې خپل مورال دې نه بایلي او راتلونکو لوبو کې دې ښه کارکردګي او محنت وباسي.

یاده دې وي چې پاکستانۍ لوبډله وړاندې له دې چې افغان لوبډله ماته ورکړي، له انګلنډ سره یې څلور لوبې وکړې او څلور واړه یې بایلودې، افغان لوبډلې هم ماته ورکړه او سر په سر پنځه سیالېو کې یې ماتو ټټر وواهه.

afap_auto_post:
no

ویدیو

سربال/ ویډیو

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پرانیستونکې مراسم

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

افغانستان او آیرلنډ / ژوندۍ

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او څلوریزې

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

Czx