«
»
تاندکرکټ له میدانه نړۍانګلنډ لوبډلې په دریمه یورځنۍ لوبه کې هم پاکستانۍ لوبډله ماته کړه

انګلنډ لوبډلې په دریمه یورځنۍ لوبه کې هم پاکستانۍ لوبډله ماته کړه

  • Written by:

راپور: عبدالولي عمري

د انګلستان او پاکستان تر منځ د پنځه یورځنیو لوبو په لړۍ کې دریمه لوبه د انګلستان هیواد په کونټي لوبغالي کې ترسره سوه، یاد لوبغالی چې ډیری وخت د ځنیو هیوادونو ترمنځ لوبې پکې ترسره کیږي، په ۱۸۸۹ کال کې جوړسوی او د ۷۰۰۰ ننداره کوونکو ظرفیت لري، تر څو لوبه له نږدې وګوري.

نن دا لوبغالی یوځل بیا د پاکستان او انګلستان د لوبې کوربه وو، یاده لوبه کې پاکستانۍ لوبډلي د هدف ټاکلو په موخه میدان ته کښته سوه، یادې لوبډلې په خپلو اورونو کېد ۹ لوبغاړو په سوځیدو د ۳۵۹ منډو هدف انګلستانۍ لوبډلې ته ورکړ.

د پاکستانۍ لوبډلې په ګټه امام الحق په ۱۳۱ توپونو ۱۵۱ منډې وکړې، او ورسره څنګ کېاصف عالي بیا ۵۲ منډې جوړې کړې. د انګلستان په ګټه بیا ووکیس ۴، او کررن ۲ لوبغاړي وسوځول.

په دوهم وار توپوهنه کې انګلستاني پیلیز لوبغاړو بریدګره توپوهنه پیل کړه چې په دې سره یې د پاکستانۍ لوبډلې ملاماته کړه، دلته نو بیا انګلستانۍ لوبډلي پوره ساه واخیسته چې بریسټو ۱۲۸ منډې وکړې، د بریسټو همدې منډو د امام الحق د ۱۵۱ منډې وسوځولې؛ ځکه خو بریا انګلستان ترلاسه کړه، انګلستان د ۴ لوبغاړو په زیان یاد هدف ته ځان ورساوه، او پاکستانۍ لوبډلي ته یې په ۶ ویکټو ماته ورکړه.

د انګلستان په ګټه بریسټو ۱۲۸ منډې وکړې، ۲۹ کلن بریسټو د پاکستان خلاف په دې سلیزې سره د نړیوالو یورځینو لوبو ۷ مه سلیزه د پاکستان خلاف ترسره کړه، او جاسون روی بیا په همدې لوبه کېد پاکستان خلاف دوهمه او په نړیوالو یورځنیو لوبو کېخپله ۱۴ سمه نیمه سلیزه پوره کړه، او روټ بیا ۴۳ منډې وکړې چې وروسته یې خپله ویکټ له لاسه ورکړه.

د پاکستان لپاره بیا پر ناکامې هڅي سربیره توپ اچوونکو کومه ګټه ونه کړه ، دې توپ اچوونکو پوره هڅه وکړه خو بریا ته تسلیم سوه ، پاکستان ته جنید خان ، عماد وسیم ، او فهیم اشرف یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادې لوبې د غوره لوبغاړي ډالۍ بریسټو ته ورکول سوه، بریسټو د ۵ شپږیزو ، ۱۴ څلورو په مټ په ۹۳ توپونو ۱۲۸ منډې وکړې.
د یادوني وړده چې ددې لوبډلو د سیریز څلورمه لوبه دهمدې می میاشتې پر ۱۷ سمه نېټه د جمعې په ورځ ترسره کیږي

afap_auto_post:
no

ویدیو

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

اعلان

Loading...