«
»
تاندکرکټ له میدانهافغان ملي لوبډله به د پاکستان ملي لوبډلې سره تمریناتي لوبه وکړي

افغان ملي لوبډله به د پاکستان ملي لوبډلې سره تمریناتي لوبه وکړي

  • Written by:

د کرېګټ نړيوالې شورا د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لپاره د یو شمېر تمریناتو لوبو مهالوېش اعلان کړی.

د افغانستان او پاکستان لوبه به برېسټل ښار کې او د افغانستان او انګلنډ لوبه به په لندن کې ترسره کېږي.

تر دې مهاله افغان لوبډلې له پاکستان سره دوې يو ورځنۍ لوبې کړې دي چې دواړه يې بايللې او له انګلنډ سره یې يوه لوبه کړې او هغه يې هم بايللې ده.

په دې سياليو کې به پاکستان لومړۍ لوبه له افغانستان او دويمه له بنګله دېش سره کوي.

په نورو تمرینانو لوبو کې به هند له بنګله دېش او نیوزیلنډ سره مخامخ کېږي.

کوربه هېواد انګلنډ به اسټرالیا او افغانستان سره لوبې ولري، او د اسټرالیا دویمه تمریناتي لوبه به له سریلانکا سره وي.

د نړيوال جام راتلونکې سيالۍ چې د مې پر ۳۰ نېټه په بريتانيا کې پيلېږي، افغانستان خپله لومړۍ سيالۍ د جون پر لومړۍ نېټه له اسټراليا سره کوي.

ویدیو

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

اعلان

Loading...