«
»

حضرت ځاځي ته د بنګله دیش لیګ نوې تجربه وګرځېده

  • Written by:

له ځوان لوبغاړي حضرت الله ځاځي سره مو خبرې وکړې. وايي د بنګله دېش په پریمیرلیګ کې یې یوه نوې تجربه دا زده کړه چې د ډېرو نندارچیانو او کېمرو په مخکې هم خپله عادي لوبه کولی شي. وايي په تېرو دوو لوبو کې يې ښې لوبې وکړې او دغه کار پر ځان او استعداد نور هم ډاډه کړ. د نورو خبرو تر څنګ یې دا هم وویل “په نړیوالو هوايي ډګرونو کې چي د ګمرک او سرحد ماموران پوه شي چې افغان لوبغاړی یم، درناوی کوي.

بیا د راشد ، نبي، مجیب” نومونه راته واخلي او وایي ” افغانستان په کرکټ کې ډېر ښه روان دی.” ځاځی وايي دا خبرې چې واوري پر ځان، لوبغاړو او وطن وویاړي او “د افتخار احساس وکړم.” ځاځي هیله وښوده چې د ایرلنډ خلاف را روان سیریز کې ښه لوبه وکړي او لوی ارمان یې دا دی چې په را روان نړیوال جام کې ولوبیږي. حضرت الله ځاځی دا مهال د بنګله دېش په پریمیرلیګ کې لوبیږي او په دوو لوبو کې یې دوې پرلپسې پنځوسیزې وکړې.

ویدیو

افغانستان او آیرلنډ / ژوندۍ

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او څلوریزې

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

د نامتو فوټبالر محمد صالح کمالونه

د نامتو فوټبالر محمد…

تاند- په دې ویدیو کې د نړۍ د نامتو مصري فوټبالر مح…

د افغانستان او آیرلنډ لومړۍ ۲۰ اوریزه سیالي / ویدیو

د افغانستان او آیرلن…

د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ لومړۍ مسابقه روانه ده.…