«
»

افغانستان له آیرلنډ څخه د یو ورځنیو لړۍ هم وګټله

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن /جمعه/ درېمه یو ورځینۍ مسابقه له آیرلنډ څخه په () توپونو آو ۸ ویکټونو وګټله او د یو ورځنیو مسابقو لړۍ یې هم وګټله.

تر دې وړاندې افغانستان د ۲۰ اوره سیالیو لړۍ هم له آیرلنډ څخه په خپل کور بلفاست کې ګټلې وه.

خو د یو ورځنیو مسابقو لومړۍ افغانستان، دوهم آیرلنډ وګټله.

نن افغان باولرانو آیرلنډ ته اجازه ورنه کړه چې تر ۱۲۴ منډو زیاتې وکړي. افتاب عالم لومړني دوه آیرلنډي لوبغاړي وسوځول. ورپسې ګلبدین نایب دوه نور مهم لوبغاړي وسوځول.

راشد خان ۳ او محمد نبي ۲ لبوغاړي وسوځول.

په بیټنګ یا توپ وهنه کې هم افغان لوبغاړو ښه لوبه وکړه.

له شهزاد محمدي پرته، چې ژر وسوځېد، رحمت شاه په ۳۵ توپونو ۳۳ منډې وکړې.

احسان الله او حشمت شهیدي تر پایه ونه سوځېدل.

ویدیو

راشد خان غوره لیګ د کرکټ د ودې لپاره مهم بولي

راشد خان غوره لیګ د …

تاند- د ګلبهار افغانستان کرکټ د غوره لیګ سیالیو په…

شهزاد: د ماتې علت د فشار زیاتوالی و

شهزاد: د ماتې علت د …

تاند- د ګلبهار افغانستان کرکټ غوره لیګ دوهمه نیمه …

په ۶ توپونو ۶ شپږیزې

په ۶ توپونو ۶ شپږیزې

د افغانستان (ګلبهار) په غوره لیګ کې د حضرت الله ځا…

شهزاد یوازې ښه لوبغاړی نه دی

شهزاد یوازې ښه لوبغا…

تاند- محمد شهزاد نه یوازې د کرکټ تکړه لوبغاړی دی ب…