د افغانستان د غوره لیګ نښان معرفي شو

تاند- د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ یا پریمرلیګ نښان (لوګو) پرون /دوشنبه/ د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې معرفي شو.

د افغانستان په غوره لیګ کې، چې ۵ لوبډلې به پکې برخه لري، د نړۍ یو شمېر نامتو لوبغاړو د ګډون تیاري ښوولې ده.

د هغوی په ډله کې ګریس ګیل، شاهد افریدي، شعیب ملک، بریندن مکولم، مصباح الحق، کومار سنګاکارا او تمیم اقبال شامل دي.

لوبغاړي به د سپټمبر په لومړۍ اوونۍ په دوبۍ کې واخیستل شي.

تراوسه دوه ټیمونه اخیستل شوي دي.

د افغانستان د کرکټ ټیمونو ته د زونونو د نومونو پر ځای د ولایتونو نومونه ورکړل شوي؛ لکه کابل، کندهار، ننګرهار، پکتیا او بلخ)

ښايي ښه دا وای چې د سیمو تاریخي نومونه ورکړل شوي وای چې نه یوازې د یادو ولایتونو بلکې د هرې سیمې، چې څو ولایتونه پکې شامل دي، د اوسېدونکو لېوالتیا ورسره پیدا شوې وای.

د بلخ پر ځای باختر، د کابل پر ځای کابورا، د ننګرهار پر ځای ګندهارا، د کندهار پر ځای ارکوزیا، د پکتیا پر ځای پکتیس…

د نښان د معرفۍ په غونډه کې د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي ريیس عاطف مشعل غوره لیګ د افغان لوبغاړو د ځلېدو او د کرکټ د ودې لپاره یو ښه فرصت وباله.

ویدیو

کرویشیایان د خپل ملي ټیم لوبغاړو ته هرکلی وايي

کرویشیایان د خپل ملي…

تاند- د کرویشیا خلکو د خپل هیواد د فوټبال د ملي لو…

جسمي معلولیت خنډ کېدای نه شي

جسمي معلولیت خنډ کېد…

تاند- دا غرختونکی (لای چي وای) نومېږي. په ۲۰۱۱ م ک…

ویدیو | تر وخت مخکې خوښي

ویدیو | تر وخت مخکې …

تاند- دا ویدیو ډیلي مېل ورځپاڼې په خپله ویبپاڼه کې…