په سویډن کې د کرکټ په غوړېدو کې د افغانانو رول

تاند- په سویډن کې، چې د یخي د هاکي هیواد دی، د افغانانو او پاکستانیانو له لوري کرکټ په غوړېدو دی.

له ستوکهلم څخه د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې،۱۰ کاله پخوا په سویډن کې چا کرکټ په ندرت لیدلی شوای، خو اوس یې په دې هیواد کې ډ‌ېر مینه وال موندلي او په درست سویډن کې د کرکټ ۶۵ لوبډلې شته.

د سویډن د کرکټ د فدرېشن مشر طارق ځواک فرانس پریس ته وویل«درې یا څلور کاله پخوا موږ په سویډن کې یوازې ۱۳ کلبونه لرل او د لوبغاړو شمېر شاوخوا ۶۰۰ یا ۷۰۰ ته رسېده.»

اوس د سویډن د کرکټ فدرېشن معلومات ښيي چې په دغه سکندنیايي هیواد کې د کرکټ تر ۲ زره ډېر لوبغاړي شته چې نیمايي یې د سویډن تابعیت لري یا یې اخیستی دی او نیمايي نور یې تابعیت ته انتظار دي.

د ښاغلي ځواک په وینا د دغو لوبغاړو په منځ کې ډېر لږ شمېر داسې لوبغاړي دي چې په سویډن کې زېږېدلي دي.

د دغو لوبغاړو په منځ کې یو هم اتلس کلن سعید احمد دی چې د ښې لوبې په خاطر د هر چا پام ځان ته اړوي. نوموړی په وروستیو کې له افغانستانه سویډن ته تللی دی.

ده په افغانستان کې له کوچینوالي د کرکټ لوبه پیل کړې. احمد، چې د سختو لارو له کچ کولو وروسته په ۲۰۱۵ کال سویډن ته ځان رسولی، د کرکټ په یوه لوبډله کې لوبېږي.

دی هیله لري چې خپله لوبه لا ښه کړي.

احمد، چې په جلال اباد کې زېږېدلی، په ستوکهلم کې د خپل روزونکي داوید ویلمن تر لارښوونې لاندې تمرین کوي.

ښاغلی ځواک وايي، په وروستیو څو کلونو کې په سویډن کې د کرکټ د لوبډلو شمېر څو برابره زیات شوی او د دې یو علت دا هم دی چې په وروستیو کلونو کې په درسته نړۍ کې کرکټ ته پام زیات شوی دی.

په ۲۰۱۲ م کال په سویډن کې ۴ لکه تنو د پناه غوښتنه وکړه چې په هرو ۸ کې یې یو افغان و.

ویدیو

کرویشیایان د خپل ملي ټیم لوبغاړو ته هرکلی وايي

کرویشیایان د خپل ملي…

تاند- د کرویشیا خلکو د خپل هیواد د فوټبال د ملي لو…

جسمي معلولیت خنډ کېدای نه شي

جسمي معلولیت خنډ کېد…

تاند- دا غرختونکی (لای چي وای) نومېږي. په ۲۰۱۱ م ک…

ویدیو | تر وخت مخکې خوښي

ویدیو | تر وخت مخکې …

تاند- دا ویدیو ډیلي مېل ورځپاڼې په خپله ویبپاڼه کې…