له بنګله دېش سره وروستي سریز ته کتنه

نورافضل عابد  

تر هر څه وړاندې لومړۍ ټولو هېوادوالو ته ددې لویو بریاوو مبارکي وایم. هر ډول چې وې لوبې مو وګټلې. خو اصل خبره داده چې زموږ لوبډله لا هم غټې ستونزې لري او باید ژر تر ژره حل لارې ورته ولټول شي.

سلېکشن (غوراوي) کمېټې بهترین انتخاب کړی و او پنځلس غوره لوبغاړي یې د کپتان او کوچ  په واک کې ورکړي وو. سره له دې چې په لومړیو دوو لوبو کې ځينو لوبغاړو پرله پسې تېروتنې وکړې خو له دې سره سره په درېیمه لوبه کې بیا هم ولوبول شول، ښه بېلګه یې د کریم جنت او عثمان غني لوبه وه.

د اوپنېنګ ستونزه مو لا هم نه ده حل شوې او کله چې موږ په پنځلسو لوبغاړو کې له ځان سره د نجیب ترکي او حضرت ځاځي په شان اوپنران ولرو نو بیا دا یوه خندوونکي پرېکړه ده چې عثمان غني دې په دریو لوبو کې په پرلپسې ډول ولوبول شي. دا منم چې عثمان غني بهترین لوبغاړی دی خو د پنځوس اوریز او ټېسټ فارمټ. دا چې کرکټ بورډ د لوبغاړو پر استعدادونو لوبې کوي جلا خبره ده او ښه بېلګه یې همدا عثمان غني دی چې په شل اوریز فارمټ کې لوبیږي.

د شهزاد ویکټ کيپېنګ هیڅ ښه نه دی، ځکه یو خو یې وزن زیات دی او بل  باید ویکټ کیپر ځیرک لوبغاړی وي. دا سمه ده چې شهزاد ښه هېټر دی خو دا به بیا حتمي منو چې یو ښه ویکټ کیپر نه دی. ځکه که چېرې په یوه لوبه کې دی پنځوس منډې وکړي نو په ویکټ کیپېنګ کې مخالفې لوبډلې ته بېرته لږ تر لږه پنځلس مفتې منډې حتمي ورکوي نو ښه داده چې کرکټ بورډ په یوه بل غوره ویکټ کیپر باندې فکر وکړي.

سپېن بال مو بې ساری دی او که ووایم چې درې واړه لوبې مو د سپېن افشن په زور ګټلي دي نو ډېر به نه وم تېروتی. راشد، مجیب او نبي په خپل جادوګرو بالونو سره وکولای شول چې نړۍ حیرانه کړي او بنګلدېش کلین سویپ کړي، خو فاسټ بال مو له صفر سره ضرب و. دا سمه ده چې په هغه پېچ باندې تېز بال چندان ښه نه کېده خو زموږ بالرانو له بدو هم بدتر بال وکړ؛ علت یې دا و چې کله ته له ځانه سره په پنځلس کسیز سکواډ کې د ګلبدین او دروېش په شان لوبغاړي ولرې، دا به بیا حیرانوونکي وي چې کریم جنت دې په دریو پرلپسې لوبو کې ولوبول شي او د دې پرېکړې ښه بېلګه مو وروستۍ لوبه وه. سلېکشن کمېټه ښه لوبډله ټاکي خو لاهم پکې یو نیم واسطه لرونکی لوبغاړی اچوي چې پایله یې بیا په میدان مالومیږي، که چېرې د دوی له امله لوبه وبایلل شي نو هلته به بیا کرکټ بورډ د شرم په نوم له ځانه سره څه ولري چې ولس ته یې ووایي؟

د فېلډېنګ په برخه کې لوبډله بې سارې وه او هر لوبغاړي په پوره ایماندارۍ سره خپله دنده تر سره کړله.

که څه هم چې بېټنګ د نورو لوبو په نسبت ښه و، خو لا هم د لوبغاړو پوزېشن مالوم نه شو او په دریو لوبو کې لوبغاړي په مختلفو پوزېشنونو باندې میدان ته را ښکته کړل شول. هیله ده چې کرکټ بورډ او کوچېنګ سټاف دې ستونزې ته جدي پام وکړي.

دا چې اوس موږ فول مېمبر شيپ لرو او لوبډله مو باید په نړیوال معیار برابره وي، نو پورتنیو ټکو ته باید کرکټ بورډ، سلېکشن کمېټه، کوچ او کپتان جدي پاملرنه وکړي، هغه وخت به زموږ لوبډله داسې وي چې د نړۍ هره یوه لوبډله به یې پر وړاندې بې ځوابه پاتې وي.

خدای دې همداسې وکړي

ویدیو

په ۶ توپونو ۶ شپږیزې

په ۶ توپونو ۶ شپږیزې

د افغانستان (ګلبهار) په غوره لیګ کې د حضرت الله ځا…

شهزاد یوازې ښه لوبغاړی نه دی

شهزاد یوازې ښه لوبغا…

تاند- محمد شهزاد نه یوازې د کرکټ تکړه لوبغاړی دی ب…

کرویشیایان د خپل ملي ټیم لوبغاړو ته هرکلی وايي

کرویشیایان د خپل ملي…

تاند- د کرویشیا خلکو د خپل هیواد د فوټبال د ملي لو…

جسمي معلولیت خنډ کېدای نه شي

جسمي معلولیت خنډ کېد…

تاند- دا غرختونکی (لای چي وای) نومېږي. په ۲۰۱۱ م ک…