«
»

د زیمبابوې د کرکټ بورډ مشر وايي، له افغان لوبډله بېرنه لري

خبریال: فضل الرحیم رحیمي؛ د زیمبابوی کرکټ بورډ مشر وایی، دوی به هيڅکله له افغانستان لوبډلې څخه چې دوی ته یې په اماراتو کې ماتې هم ورکړې، کومه ويره احساس نکړي.

د زیمبابوې کرکټ بورډ ريیس د خپلې لوبډلې څخه په کلکه وغوښتل چې د خپل کورني وضعیت څخه په استفادې بايد چې دوی نړيوال جام ته لار ومومي.

د زیمبابوې کريکټ بورډ ريیس تيونګوا موکوهاني د خپلې لوبډلې لوبغاړو ته د خبرداري په توګه په ټينګار سره وويل چې تش په خبرو د نړيوال جام د غوراوي پړاو سياليو ته په تياري څه نه کيږي او لوبغاړي بايد د خپل کورني وضعیت او د لوبغالو سره په بلدتيا له دغه زرين چانس څخه استفاده وکړي او لوبډله نړیوال جام ته کواليفای کړي.

نوموړي وويل” البته چې مونږ بيا د دغه غوراوي (کواليفای) سياليو څخه پرته په دې نږدې راتلونکي کې داسې کوم چانس، واک او تمه نلرو چې نړيوال جام ته دې لار پيدا کړو، مونږ بايد له هرې ممکنې لارې ټيم دې ته آماده کړو چې 2019 کال نړيوال جام ته لار ومومي.

موکوهاني همدا شان وويل چې دوی به هيڅکله د افغانستان لوبډلې څخه چې دوی ته یې په اماراتو کې ماتې هم ورکړي کومه ويره احساس نکړي.

د افغانستان او زیمبابوې لوبډلو روانه میاشت په شارجه کې د افغانستان په کوربه توب دوې ۲۰ اوره او ۵ یو ورځینۍ مسابقې وکړې چې یوازې یوه یو ورځینۍ مسابقه زیمبابوې وګټله.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

ویدیو

سربال/ ویډیو

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پرانیستونکې مراسم

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

افغانستان او آیرلنډ / ژوندۍ

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او څلوریزې

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

Czx