په کندوز کې د کرکټ سیالي

محمد عزیز پردېس – د ورزشي خبريالانو سازمان او افغان ملي هوايي ځواکونو ترمنځ د کرکټ دوستانه سيالۍ ترسره شوه!

ياده سيالۍ نن سهار د افغان ملي هوايي ځواکونو روزونتون کې وشوه، د لوبې د پچې په ګټلو سره د ورزشي خبريالانو سازمان لوبډلمشر فريد الله محمدي لومړی توپوهنه غوره کړه چې په ټاکل شويو ۱۲ اورونو کې يې مقابلې لوبډلې ته د ۹ لوبغاړو په زيان د ۷۷ منډو هدف کېښود.

افغان ملي هوايي ځواکونو لوبډلې ټاکل شوی هدف يې د يو لوبغاړي په زيان په شپږم اور کې پوره کړ او لوبه د ملي ځواکونو په بريا سره پای ته ورسېده.

د ورزشي خبريالانو سازمان غړي سميع الله پام په وينا د يادې لوبې موخه د ملي ځواکونو او ورزشي خبريالانو ترمنځ د اړيکو ټينګېدل وبلل.

هېره دې نه وي چې ياده لوبه د افغان ورزشي خبريالانو سازمان په نوښت په لاره واچول شوه.

راپور: محمد عزيز پردېس ۱۳۹۶/۹/۲۱

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

ویدیو

کرویشیایان د خپل ملي ټیم لوبغاړو ته هرکلی وايي

کرویشیایان د خپل ملي…

تاند- د کرویشیا خلکو د خپل هیواد د فوټبال د ملي لو…

جسمي معلولیت خنډ کېدای نه شي

جسمي معلولیت خنډ کېد…

تاند- دا غرختونکی (لای چي وای) نومېږي. په ۲۰۱۱ م ک…

ویدیو | تر وخت مخکې خوښي

ویدیو | تر وخت مخکې …

تاند- دا ویدیو ډیلي مېل ورځپاڼې په خپله ویبپاڼه کې…