«
»

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې له بنګله دېش څخه د ۵ ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله

تاند- د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبډلې د بنګله دېش له نولس کلنو څخه د ۵ یو ورځینو سیالیو لړۍ وګټله.

د نننۍ مسابقې، چې پنځمه یا وروستۍ وه، لومړی بیټنګ افغانستان وکړ. افغان لوبغاړو سیالې لوبډلې ته ۲۴۱ منډې هدف وټاکه چې دا په روانو سیالیو کې تر ټولو لوړ هدف و.

د افغان لوبغاړو په منځ کې دروېش رسولي ۷۵ او ابراهیم ځدراڼ ۸۳ منډې وکړې.

وفادار مومند د بنګله دېش ۴، قیس احمد ۳ او مجیب الرحمن رحمان ۲  بنګالي لوبغاړي وسوځول.

دا سیالي افغانستان په ۳۳ منډو وګټله. او په دې توګه یې د ۵ یو ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله.

د دې سیالیو لومړۍ بنګله دیشي لوبډلې ګټلې وه، دوهمه د باران د اورېدو له کبله لغوه شوه خو وروستۍ درې افغان لوبډلې وګټلې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

ویدیو

افغانستان او آیرلنډ / ژوندۍ

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او څلوریزې

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

د نامتو فوټبالر محمد صالح کمالونه

د نامتو فوټبالر محمد…

تاند- په دې ویدیو کې د نړۍ د نامتو مصري فوټبالر مح…

د افغانستان او آیرلنډ لومړۍ ۲۰ اوریزه سیالي / ویدیو

د افغانستان او آیرلن…

د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ لومړۍ مسابقه روانه ده.…