«
»

کرکټ بورډ له پاکستان سره سیالۍ رسماً لغوه کړې

تاند- د کابل له تروریستي حملې وروسته، چې افغان چارواکي وايي؛ آی ایس آی د حقاني شبکې په مټ کړې، د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولانو له پاکستان سره د کرکټ سیالۍ رسماً لغوه کړې.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل د روانې اوونۍ په پیل کې په لاهور کې د پاکستان د کرکټ بورډ له مشر شهریار خان سره د دوو هیوادونو د ملي لوبډلو، الف، او ځوانانو د ټیمونو ترمنځ د یو شمېر لوبو په اړه موافقې وکړې.

د افغان کرکټ بورډ د مشر موافقې په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر افغانانو له سخت مخالفت سره مخامخ شوې خو د کرکټ بورډ ريیس ښاغلي مشعل پرون د دغو لوبو دفاع وکړه.

د کابل نننی تروریستي برید سبب شو چې کرکټ بورډ اعلامیه خپره کړي او رسماً اعلان وکړي چې له پاکستان سره د مسابقو په اړه شفاهي موافقه لغوه شوې ده.

کرکټ بورډ به خپله خبرپاڼه کې ویلي« له داسې هیواد سره چې تروریزم پکې پالل کېږي او د ترهګرو ځالې پکې شته، هیڅ راز دوستانه سیالۍ نه شي کېدای او نه هم د دوه اړخیزو همکاریو امکان شته.»

د کابل د تروریستي برید مسوولیت د افغانستان وسله والو مخالفانو په غاړه نه دی اخیستی او حتي د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا برید له دوی سره تړاو نه لري خو د حملې څرنګوالی او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا ښيي چې دا برید له افغانستانه دباندې تنظیم شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

ویدیو

حیرانوونکي ګولونه

حیرانوونکي ګولونه

د فوټبال په مشابقو کې داسې ګولونه چې که ویدیو یې ن…

راشد خان غوره لیګ د کرکټ د ودې لپاره مهم بولي

راشد خان غوره لیګ د …

تاند- د ګلبهار افغانستان کرکټ د غوره لیګ سیالیو په…

شهزاد: د ماتې علت د فشار زیاتوالی و

شهزاد: د ماتې علت د …

تاند- د ګلبهار افغانستان کرکټ غوره لیګ دوهمه نیمه …

په ۶ توپونو ۶ شپږیزې

په ۶ توپونو ۶ شپږیزې

د افغانستان (ګلبهار) په غوره لیګ کې د حضرت الله ځا…