«
»

راشد ارمان د سن رایزرس او ګوجرات زمریانو د مسابقې غوره لوبغاړی شو

تاند- د هند د کرکټ په غوره لیګ کې نن /یکشنبه/ د حیدراباد سن رایزرس ټیم، چې محمد نبي او راشد ارمان پکې لوبېږي، د ګوجرات زمریانو (لاینز) ته په ۹ ویکټونو او ۲۷ منډو ماتې ورکړه.

راشد ارمان په دې مسابقه کې د ګوجرات درې زمریان وسوځول او د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه هم په خپل نوم ثبت کړه.

ده په ۴ اورونو کې نه یوازې لږ منډې ورکړې بلکې یو لوبغاړی یې رن اوټ هم کړ.

پچه سن رایزرس لوبډلې وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی بیټنګ سیال ټیم وکړي.

د ګوجرات زمریانو د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په ۲۰ اوورونو کې ۱۳۵ منډې وکړې.

په مقابل کې یې د سن رایزرس لوبډلې یوازې د یوه لوبغاړي د سوځېدو په وړاندې لوبه په داسي حال کې وګټله چې ۲۷ توپونه یې لا لرل.

د سن رایزرس د استرالیايي لوبغاړو ډیوید وارنر او مویسیز هینریکس ملګرتیا د دغه ټیم له بري سره لویه مرسته وکړه.

وارنر په ۴۵ توپونو ۷۶ او هینریکس په ۳۹ توپونو ۵۲ منډې وکړې.

دا د سن رایزرس دوهمه سیالي او پر له بسې دوهمه بریا ده. په تېره مسابقه کې هم راشد خان ارمان دوه لوبغاړي سوځولي ول.

د نن ورځې په سیالۍ کې هم محمد نبي ته موقع ورنه کړای شوه.

د راشد ارمان له ښې لوبې سره بیا بیا د افغانستان نوم یاد شو.

د دواړو ټیمونو کیپتانانو، روزونکو او همداراز د لوبې مبصرانو راشدخان وستایه. دوی د راشد خان ښه لوبه د افغانستان لپاره مثبت پیغام وباله.

1 comment

  1. Rahimi Reply

    د هند د سن رایزرس او ګوجرات ټیمونو ترمنځ په کرکټ مسابقه کې ځینو پاکستانیانو افغانانو ته سپکې سپورې ویلي او افغانانو هم تند ځواب ورکولو. زما په نظر باید افغانان بیا دا اشتباه ونه کړي.
    آی اس آی داسي کسانو ته وظیفه ورکړې چې د ډیورند کرښې د دواړو طرفونو د ولسونو ترمنځ نفاق واچوي.
    افغانان باید ساده نه شي. که مونږ ته د د پښتونخوا د خلکو خوابدی مهمه نه وی ولي بیا پر دیورند کرښه د پاکستان د پوځ د لوري نه پر کرښه د دیوال او سیمونو د تیرولو سره مخالفت کوو. یا ولي دوی غواړی چې د دواړو خواوو د ولسونو ترمنځ روابط قطع شي؟ او ولي موږنږ نه غواړو.
    زه ایمان لرم چې د پاکستان د استخباراتي ادارې کرايي کسان قصداً داسي حبرې او کنځلې لیکي چې افغانان عکس العمل وښيي او په وجه یې د دواړو خواوو د ولسونو ترمنځه اړیکي خراب شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

ویدیو

حیرانوونکي ګولونه

حیرانوونکي ګولونه

د فوټبال په مشابقو کې داسې ګولونه چې که ویدیو یې ن…

راشد خان غوره لیګ د کرکټ د ودې لپاره مهم بولي

راشد خان غوره لیګ د …

تاند- د ګلبهار افغانستان کرکټ د غوره لیګ سیالیو په…

شهزاد: د ماتې علت د فشار زیاتوالی و

شهزاد: د ماتې علت د …

تاند- د ګلبهار افغانستان کرکټ غوره لیګ دوهمه نیمه …

په ۶ توپونو ۶ شپږیزې

په ۶ توپونو ۶ شپږیزې

د افغانستان (ګلبهار) په غوره لیګ کې د حضرت الله ځا…