«
»
تاندکرکټ له میدانهارمان او عیسي خېل د هند له سن رایزرز لوبډلې سره یوځای شول

ارمان او عیسي خېل د هند له سن رایزرز لوبډلې سره یوځای شول

تاند- د هند د غوره لیګ (IPL) د ټیمونو لپاره د لوبغاو د رانیولو په لیلام کې د افغانستان دوه تکړه الراونډران محمد نبي عیسي خېل او راشد ارمان واخیستل شول.

راشد خان په ۴۰ ملیون هندي روپیو (۶ لکه امریکايي ډالر) او عیسي خېل په ۳ ملیون روپیو وپېرل شول.

تر پرون /یکشنبې/ پوري بل لوبغاړی په دومره لوړه بیه، چې راشد ارمان پلورل شوی، نه دی پلورل شوی خو یقیناً د یو شمېر نورو لوبغاړو بیې تر دې خورا زیاتې ټاکل شوي دي.

دوی دواړه د هند د غوره لیګ د حیدراباد سن رایزرز لوبډلې واخیستل.

ټاکل شوې وه چې محمد شهزاد، دولت ځدراڼ او اصغر ستانکزی هم بولۍ ته وړاندې شي خو تراوسه پوري دا درې لوبغاړي نه دي پېرل شوي.

د هند په غوره لیګ کې د افغان لوبغاړو ګډون د دې سبب کېږي چې دوی د نړۍ د سترو لوبغاړو له تجربو ګټه واخلي.

له بلې خوا که افغان لوبغاړي په دې لیګ کې ښه وځلېږي، له یوې خوا به یې بیه لا زیاته شي، او له بلې خوا به د هند غوره لیګ او نور لیګونه د نورو افغان لوبغاړو رانیولو ته وهڅوي.

د هند غوره لیګ یا آی پي ایل د کرکټ په دنیا کې تر ټولو معتبر او لوی تورنمنټ دی.

د هند د غوره لیګ لپاره نور اخیستل شوي لوبغاړي او بیې یې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ویدیو

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

اعلان

Loading...