«
»

د هند د غوره لیګ لپاره د دوو افغان لوبغاړو ابتدايي بیه څرګنده شوه

تاند- د هند د کرکټ په غوره لیګ یا پریمرلیګ کې د ۵ افغان لوبغاړو له منځه د دوو لومړنۍ بیه څرګنده شوه.

هندي رسنۍ وايي چې د لوبغاړو په لیلام کې د محمد شهزاد او راشد خان ارماني پر سر بولۍ به له پنځه ملیونه هندي روپیو پیل شي.

ټاکل شوې ده چې د هند د غوره لیګ د ټیمونو لپاره درې نور افغان لوبغاړي محمد نبي، نجیب ځدراڼ او اصغر ستانکزی هم لیلام ته وړاندې شي.

مخکې اصغر ستانکزي په دې ډله کې شامل نه و.

په اسوشیېت یا دوهم درجه ټیمونو کې به افغانستان د هند د غوره لیګ په سیالیو کې زیات لوبغاړي ولري.

د دغو سیالیو لپاره، چې د کرکټ د غوره لیګونو تر ټولو ستر ټورنمنټ ګڼل کېږي، ۳۵۱ لوبغاړي لیلام ته وړاندې کېږي.

لوبغاړي به د فبرورۍ په شلمه د هند په بنګلور کې لیلام ته وړاندې شي.

 د هند غوره لیګ د اپریل په پنځمه پیلېږي او د مې تر یوویشتمې دوام کوي.

1 comment

  1. asif Reply

    راشد ارمان په په ای پی ایل سیالیو کی دیر ښه روان دی دافغانستان کرکټ بورد ډیره ښه پریکړه کړی ده ولی چی راشد ارمان ډیر ښه لوب غاړی دی ښه لوبیږی زموژ نوم جګه وی نبی هم ډیر ښه لوب غاړی دی داچی حیدراباد یی ولوبه وی او ورته مغلومه به شی چی نبی هم له راشد نه کم نه دی ارمان به یی کوی تاسی خو یی یوکرت ولوبه وی چی درته معلومه به شی پرون ورځ ما یوه هیدی رسنی کتله چی هغی په راشد ارمان بانید تبصره کوله او یلی چی دافغانستان ټیم راشد ارمان په راتګ باندی اوس ډیر قوی شوی دی دلته په هندوستان په غوره لیک سیالیو کیم هم ډیر ښه دی ولی چی ډیری قوی ویرکتی اهلی په ښه وخت کی په مقابل ټیم باندی ډیر فشار راولی تباکوی راشد ارمان ځوان لوب غاړی دی ډیر په فکر لوبه کوی همداسی باید وی تر څو نور هم الله ورته ترقی ور کړی زما په لوب غاړو کی ډیویلر ډیر خواښ دی دافغانستان می تول لوب غاړی خواښ دی ولی چی دوطن می دی په ډیویلر ډیر اخلاقی لوب غاړی دی په لوبه کی اخلاق دیر موهیم دی ولی چی داداخلاقو یو پیغام هم دی چی نړیوال پردی باندی موبصره کوی الله دی وکړی چی افغانان هم نو رپرمخ تګ وکیړی نړیوالوته موژ وخایو چی موژ دسولی او دترقی خلک یو نه ترورستان یو موژ نورو ترورستان کړی یو دین مو اسلام دی یو الله لرو یو کتاب لرو او یو پیغمبر لرو چی محمد ص دی هغه داخلاقو یوه برخه وه دانسانیت ټوټه وه الله دی وکړی زموژ له ملک نه جنګ ختم شی او زموژ وطن جوړ شی ازاده ژوند وی ارام تیاوی فکر او سوچونه له جنګه ووازی افغان فکری توازن نور دی جنګونو ختم کړی دی اول روسانو بیا پاکستانیانو ورپسی امریکایانو نور به تر کومه وی داخال الله دی نوره ارامی راولی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

ویدیو

افغانستان او آیرلنډ / ژوندۍ

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او څلوریزې

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

د نامتو فوټبالر محمد صالح کمالونه

د نامتو فوټبالر محمد…

تاند- په دې ویدیو کې د نړۍ د نامتو مصري فوټبالر مح…

د افغانستان او آیرلنډ لومړۍ ۲۰ اوریزه سیالي / ویدیو

د افغانستان او آیرلن…

د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ لومړۍ مسابقه روانه ده.…