«
»

د افغانستان کرکټ ټیم له ویسټ انډیز سره ۸ مسابقې کوي

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د ۲۰۱۷ په جون میاشت کې ویست انډیز ته لاړ شي چې د دغه هیواد له ملي لوبډلې سره د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې مخامخ شي.

دا خبره د افغانستان کرکټ بورډ نن /دوشنبه/ اعلان کړه.

کرکټ بورډ وايي، افغان ټیم به راتلونکی کال په جون کې په دغه کربین هیواد کې ۵ یو ورځینۍ نړیوالې مسابقې او ۳ شل اووریزې سیالۍ وکړي.

کرکټ بورډ د دغو سیالیو دقیقه نېټه ونه ښوده.

د کرکټ بورډ اجرايي رييس شفیق الله ستانکزي وویل«دا له خورا مهم ټیم سره چې تکړه لوبغاړي لري، په زړه پوري لوبې دي. زه د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د ویست انډیز له کرکټ بورډه منندوی یم چې د دغو سیالیو کوربه توب یې ومانه.»

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ اجرايي رييس مایکل موریهید د خپل هیواد د کرکټ ټیم په مهالوېش کې د نورو مسابقو د ځایېدو هرکلی وکړ، ویې ویل«دا لړۍ به زموږ پر کرکټ او زموږ پر ټیم تنوع ورزیاته کړي او موږ په دې خوشاله یوو چې دا ټیم زموږ سیمې ته زموږ د لوبغاړو لپاره راځي.»

افغانستان تراوسه پوري د کرکټ د نړیوالې شورا له یوه بشپړ غړي سره یوازې په دوو لړیو کې مخامخ شوی دی. دواړه له زیمبابوې سره وې.

د ۲۰۱۵ په اکتوبر کې د افغانستان ټیم زیمبابوې ته د ۵ یو ورځینیو او ۲ شل اووریزو مسابقو لپاره لاړ. په ۵ یو ورځینیو کې یې ۳ او په ۲ شل اووریزو کې دواړه وګټلې. له دې دوې میاشتې وروسته یې په شارجه کې په ورته نتیجه زیمبابوې ته ماتې ورکړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

ویدیو

افغانستان او آیرلنډ / ژوندۍ

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او څلوریزې

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

د نامتو فوټبالر محمد صالح کمالونه

د نامتو فوټبالر محمد…

تاند- په دې ویدیو کې د نړۍ د نامتو مصري فوټبالر مح…

د افغانستان او آیرلنډ لومړۍ ۲۰ اوریزه سیالي / ویدیو

د افغانستان او آیرلن…

د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ لومړۍ مسابقه روانه ده.…