«
»
تاندکرکټ له میدانه مقاله/ تحلیل نړۍبي پي ایل: نن جمعه ماښام راج شاهي رایلز له کولنا ټایګرز سره پایلوبه کوي

بي پي ایل: نن جمعه ماښام راج شاهي رایلز له کولنا ټایګرز سره پایلوبه کوي

  • Written by:

 د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ دویمه کوالیفای لوبه کې راج شاهي رایلز کرکټ لوبډلې، چټوګرام چلېنجرز کرکټ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره موندلې وه. د بنګله دېش سوداګریزې کرکټ لوبې چې د ډېسمبر په ۷ مه نېټه د ۷ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، د چهارشنبې په ماښام یې مهمه لوبه ترسره شوه.

 دا لوبه چې پایلوبې ته د تګ په خاطر وشوه، پکې راج شاهي رایلز کرکټ لوبډلې، چټوګرام چلېنجرز کرکټ لوبډلې ته په دوه وېکټو ماته ورکړه او پایلوبې ته ولاړه. د چټوګرام چلېنجرز کرکټ لوبډلې لپاره کرېس ګېل په ۲۴ توپونو ۶۰ منډې وکړې او هدف یې تر ۱۶۵ منډو ورساوه.

 راج شاهي کرکټ لوبډلې هدف په شلم اوور کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د انډري رسل د ۵۴ ناسوځېدلو منډو په مرسته پوره کړ او چټوګرام چلېنجرز کرکټ لوبډلې ته یې په ۲ وېکټو ماته ورکړه.

 په نیمه پایلوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی انډري رسل وپېژندل شو؛ هغه په ۲۲ توپونو د ۷ شپږیزو او دوه څلوریزو په مرسته ۵۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.

 نن به ددې سوداګریز لیګ پایلوبه ترسره کیږي. پایلوبه نن د جمعې په ماښام د جنوري په ۱۷ مه نېټه راج شاهي رایلز کرکټ لوبډله له کولنا ټایګرز کرکټ لوبډلې سره پایلوبه کوي. دا چې کومه لوبډله دا پایلوبه ګټي، وخت به یې ثابته کړي.

afap_auto_post:
no

ویدیو

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

اعلان

Loading...