«
»
تاندکرکټ له میدانه نړۍد بنګله دیش کرکټ بورډ خپل ضد پرېښود، اوس مجبور دی چې پاکستان ته خپل سفر پېل کړي

د بنګله دیش کرکټ بورډ خپل ضد پرېښود، اوس مجبور دی چې پاکستان ته خپل سفر پېل کړي

  • Written by:

ولید (خپلواک)

 بنګله دیش او پاکستان څه موده مخکي پر دغه موضوع سره جنجال کې و چې باید بنګله دیش د یو اوږد سفر لپاره پاکستان ته لاړ شي، خو بنګله دیش کرکټ بورډ یې په ځواب کې وویل: ((مونږ هیڅ داسی سفر پاکستان ته نه کوو چې هغه ډېر اوږد وي.))

 د دواړو لوبډلو په منځ کې د هندوستان د بي سی سي آی مشر او د (آی سی سي) مشر(شانک منوهر) یوه داسې پرېکړه وکړه چې دواړو لوبډلو ته د منلو وړه ده.

 بنګله دیش کرکټ لوبډله به پاکستان ته د درې شل اوریزه لوبو لپاره لومړۍ سفر د جنورۍ په ۲۴ ڼېټه وکړي او خپله لومړۍ سیالۍ به د همدې میاشتې په ۲۴ نېټه په لاهور کې وکړي.

 دوهمه لوبه به د جنورۍ په ۲۵ نېټه او دريمه شل اوریزه لوبه به د همدې میاشتې په ۲۷ نېټه ترسره کړي.

 بیا به بنګله دیش کرکټ لوبډله خپل هیواد ته سفر وکړي، د دی څخه ورسته به بیا بنګله دیش کرکټ لوبډله پاکستان ته د یوټیسټ لپاره د فبرورۍ په ۷ مه نېټه راشي او په راهول پینډۍ کې به دغه ټیسټ لوبه ترسره کړي. بنګله دیش به یو ځل بیا خپل هیواد ته سفر وکړي او د اپریل په درېمه نېټه به بیا د پنځوس اوریزه لوبو لپاره پاکستان ته راشي.

 بنګله دیش او پاکستان به د پنځوس اوریزه سیالیو څخه ورسته خپله ورستۍ ټیسټ لوبه د اپریل د میاشتې په پنځمه نېټه په کراچۍ ښار کې ترسره کړي

 دوه ټیسټ میچونه به د آی سي سي پوري تعلق ولري او د نړیوالو اتلوالیو یوه برخه به وي. اجرایوي مشر وسیم خان وویل:  ((دا د دواړو بورډونو لپاره یوه ګټونکې پایله ده.))

 د پی سی بی رییس احسان مانی وویل: ((زه د کرکټ نړیوالې شورا د رئیس (شانک مونهر) څخه مننه کوم، چې یو ځل بیا یې پاکستان د دی جوګه و ګرځاوه چې نړیوالي ټیسټ لوبې پکې ترسره شي.))

afap_auto_post:
no

ویدیو

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

اعلان

Loading...