«
»
تاندکرکټ له میدانهافغان کرکټ ملي لوبډلې سرېلانکا شاته پرېښوده

افغان کرکټ ملي لوبډلې سرېلانکا شاته پرېښوده

  • Written by:

 افغان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې سریلانکایي لوبډله بېرته اتم مقام ته وروسته او اووم ځای یو ځل بیا افغان لوبډلې ونیوه.  د کرکټ نړیوالې شورا یو ځل بیا د شل اوریزو لوبو درجه بندي خپره کړې ده، چې په دې درجه بندۍ کې افغان لوبډله یو ځل بیا اووم مقام ته رامخکې شوې او سریلانکایي لوبډله اتم مقام ته وروسته شوې ده.

 سریلانکایي لوبډلې د ۲۰۱۹ م کال نومبر میاشت کې پاکستان ته د درې شل اوریزو لوبو لپاره سفر کړی و، چې درې واړه شل اوریزې لوبې سریلانکا وګټلې.

 د سریلانکا له خوا د دغو درې واړو لوبو ګټلو نوموړې لوبډله له اتم مقام څخه تر اووم مقام راوستې وه؛ خو د جنوري په ۱۱ مه نېټه تازه درجه بندۍ کې سریلانکایي لوبډله بېرته شاته شوې او افغان لوبډله یو ځل بیا اووم مقام ته راغلې ده.

 افغان لوبډلې د ۲۰۱۹ م کال په وروستیو کې ویسټ انډیز ته د شل اوریزو لوبو په سریز کې دوه د یو پر وړاندې ماته ورکړه او نتیجه یې دا شوه، چې د کرکټ ملي لوبډله د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې اووم ځای خپل کړي.

afap_auto_post:
no

ویدیو

An error occured during creating the thumbnail.

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

An error occured during creating the thumbnail.

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

An error occured during creating the thumbnail.

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

An error occured during creating the thumbnail.

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

اعلان

Loading...