«
»

د بنګله دېش ال رونډر محمد الله: د افغانستان خلاف غواړو ښه لوبه وکړو

  • Written by:

عزیز الله عزیزي

د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې الروانډر محمدالله ويلي چې په راتلوونکي سيالۍ کې به د افغانستان د پرلپسې بریاوو څلي ته به د پای ټکی کيږدي. نوموړي چې د زمبابوې خلاف د بريا وروسته يې فوسټ ميچ کنفرانس کې خبرې کولې دا هم وویل چې د افغانستان خلاف په سيالۍ کې باید ټول ټیم په اعتماد او ډاډه زړه لوبه وکړي، ترڅو بریا خپله کړي.

نوموړي وويل: « زما په خيال، مونږ باید په راتلوونکي سيالۍ زيات پام وکړو.مونږ باید دا هم په ياد ولرو چې افغانستان زمونږ څخه په رېنک يا درجه بندۍ کې دپاسه دی. که چيرې مونږ غواړو ښه لوبه وکړو او له دوی لوبه وګټو، باید په ښه ډاډ سره د دوی په وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شو، چې دا له مونږ سره د پاینل لوبې لپاره په مورال لوړولو کې مرسته کولای شي.))

نوموړي زیاته کړه، پدې وروستیو کې زمونږ لوبې د افغانستان خلاف ښې ندي روانې، لومړۍ مو ټیسټ او بيا مو شل اوريزه سيالي د دوی په وړاندې بایلوده.

(( په دې ورستیو وختونو کې د لوبې پايلې زمونږ په ګټه نه ځي، مونږ ټيسټ لوبه بايلوده. سريلانکا ته مو سيالۍ بايلودې.او تيره شل اوريزه لوبه مو هم بايلوده.)) محمدالله چې د افغانستان خلاف په تيره شل اوریزه لوبه کې يې د خپلې لوبډلې لپاره ۴۴ منډې کړي وې. د زمبابوې خلاف په تيره سيالۍ کې يې د نيمه سلیزې په جوړولو سره بنګله دېش ته يو ستر هدف په ور په برخه کړ. او په مقابل کې يې زمبابوې لوبډلې په ۳۹ منډو توپير سيالي بايلوده او له مخکې تګ څخه بې برخې شوه.

د زمبابوې خلاف په شل اوریزه سيالۍ کې محمدالله پدې وتوانید چې د دوو کالونو او نهو مياشتو ځنډ وروسته په لومړي ځل په شل اوریزه سيالۍ کې نيمه سلیزه جوړوي. لدې وړاندې نوموړي په ۲۰۱۷ کال جنورۍ مياشت کې د نيوزیلینډ خلاف په لوبه کې نيمه سليزې په جوړولو توانيدلی و. ياده دې وي چې په درې اړخيز سيريز کې به د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ سيالي د سپټمبر په يوويشتمه نېته ترسره شي.خو له هغې وړاندې به سبا يعنې د سپټمبر په شلمه نېټه د افغانستان او زمبابوې ترمنځ سيالي ترسره شي.

زمبابوې د درې سياليو په بایللو سره له مخکې تګ څخه پاتې شوې او دواړه لوبډلې افغانستان او بنګله دېش د درې اړخیز سیریز پایلوبې ته رسيدلي او دواړو لوبډلو ترمنځ به فاينل يا وروستۍ لوبه به د سپټمبر په څلوریشتمه نېټه په داکې ښار کې ترسره شي.

afap_auto_post:
no

ویدیو

سربال/ ویډیو

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پرانیستونکې مراسم

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

افغانستان او آیرلنډ / ژوندۍ

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او څلوریزې

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

Czx