«
»

افغان لوبډله نن له زمبابوې سره لوبه کوي

  • Written by:

د بنګله دېش په کوربه توب په روانه درې اړخیزه لوب لړۍ کې افغان لوبډله په خپله درېیمه لوبه کې د جمعې په مازیګر د افغانستان پر وخت پنځه بجې یو ځل بیا له زمبابوې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.
افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له زېمبابوې او دویمه لوبه یې له بنګله دېش څخه ګټلې ده.
بنګله دېش لوبډلې په دې لوب لړۍ کې درې لوبې کړي، له زېمبابوې یې خپلې دواړه لوبې ګټلي؛ خو له افغانستان څخه یې په روانو سیالیو کې یوه هم ګټلې نه ده .

افغان لوبډله به له زمبابوې سره تر سیالۍ وروسته د شنبې په ورځ بنګله دېش سره هم خپله پاتې لوبه ترسره کړي.
ټاکل شوې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د دې لوب لړۍ پای لوبه راتلونکې سه شنبه ترسره شي.

افغان لوبډلې په ځلونو د زمبابوې لوبډلې سره د کرکټ بېلابېلې سیالۍ ترسره کړي دي چې ډېرې یې افغان لوبډلې ګټلي دي او حالاتو ته په کتو داسې ښکاري چې ننۍ سیالي دې هم افغان لوبډله وګټي.

afap_auto_post:
no

ویدیو

سربال/ ویډیو

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پرانیستونکې مراسم

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

افغانستان او آیرلنډ / ژوندۍ

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او څلوریزې

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

Czx