«
»

نیمار د خپلو مینوالو تشویق ته اړتیا نه لري

  • Written by:

محمود خان منندوی

نیمار پرون شپه په دې فصل کې د لومړي ځل لپاره د پاریس سېنټ جرمن لپاره ولوبید، چې د مینوالو د سختو اعتراضونو سره مخ شو او هم یي خپل د لوبډلې یوازینی او د بریا ګول ولګاوه.

سپورټ ورځپاڼي په یوه خبر کې د نیمار د پرون شپې تر لوبې وروسته خبرې خپرې کړي دي، چې ویلی یي دي: دا ناراحته کوونکې ده، زه مینوال درک کوم او پوهیږم چې د هغوي لپاره د دې شرایطو منل سخت و، خو اوس د پاریس سېنټ جرمن لوبغاړی یم او مینوالو ته ځانګړی پیغام نه لرم.
د فوټبال په دوران کې د انتقادونو او اعتراضونو سره عادت شوی یم. د اوس څخه پوهیږم، په هره لوبه کې چې لوبیږم، لکه د کور څخه د باندې لوبه کې چې لوبیږم. ټوله پوهیږي چي ما دا کلب پریښود.
مخکي مي هم ویلي وه او اوس هم وایم، چي نه غواړم دې خبرو ته ( د بارسلونا سره) ځان دخیل کړم.

نیمار زیاته کړه:
ټول پوهیږي چې په دغه موده کې څه پېښ شول. پاریس سېنټ جرمن وړاندیزونه رد کړل. اوس د پاریس سېنټ جرمن لوبغاړی یم او د دې کلب له پاره د لوبې په ډګر کې هر څه کوم.
د مینوالو له خوا تشویق ته ضرورت نه لرم. دلته پاته کېږم او د دې لباس څخه دفاع کوم. زما جواب مینوالو ته دغه دی، چې مهمه موضوع په لوبو کې بریا ده.

afap_auto_post:
no

ویدیو

سربال/ ویډیو

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پرانیستونکې مراسم

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

افغانستان او آیرلنډ / ژوندۍ

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او څلوریزې

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

Czx