«
»

په سانټیاګو بیرنابیو کي د مطرحو ریالي لوبغاړو لومړۍ سیالۍ څنګه کړي؟

  • Written by:

محمود خان منندوی

دا چې هازارډ ممکن نن په سانټیاګو بیرنابیو کي د ریال ماډریډ لپاره لومړۍ لوبه کوي، مارکا ورځپاڼي په سانټیاګو بیرنابیو کي د څو ریالیانو لومړیو لوبو ته کتنه کړې ده.

لومړی ریالي لوبغاړی فیګو وو، چې د برنابیو په جام کي یي لومړۍ لوبه په سانټیاګو بیرنابیو لوبغالي کي د سانټوس پر وړاندې ترسره کړه.
په دې لوبه کې د بارسلونا دغه پخوانی کپتان د ریال ماډریډ د مینوالو له خوا د تود هر کلي سره مخ شو.

زیدان د ریال ماډریډ لپاره خپله لومړۍ لوبه د هسپانیا د سوپر کپ د راتګ پړاو په لوبه کې د زاراګوزا پر وړاندې ترسره کړه، چې ریال ماډریډ هغه لوبه 3-0 وګټله او اتلولي یي ترلاسه کړه.
زیدان تر لوبي وروسته وویل: برنابیو جلا فضاء ځانته لري او خوشحاله یم، چې لومړۍ لوبه به مي د جام په لاسته راوړلو سره ترسره کړه. باور لرم، چې دې کلب کي به ډېر جامونه وګټم.

د رونالډو نازاریو په راتګ سره شاید د ریال ماډریډ د تاریخ جلا برخه پیل شوې وي!
رونالډو د زخمي کيدو په خاطر د فصل 9 لومړۍ لوبې ( سوپر کپ + لالیګا + د اروپا د اتلانو لیګ) له لاسه ورکړې. هغه خپله لومړۍ لوبه د لالیګا په پنځمه اوونۍ کې د الاویس پر وړاندي په سانټیاګو بیرنابیو کې ترسره کړه. هغه د لوبي په 63مه دقیقه کې د ګوټي پر ځای لوبې ته داخل شو او تر یوې دقیقې وروسته یي خپل لومړی ګول ولګاوه. هغه د لوبې په وروستیو کې د مک منمن په پاس سره خپل دوهم ګول ولګوي. ریال ماډریډ هغه لوبه 5-2 د الاویس څخه وګټله.

ډیویډ بکام د زیدان په څېر خپله لومړۍ لوبه د ریال ماډریډ لپاره د هسپانیا په سوپر کپ کې ترسره کړه. ریال ماډریډ په هغه لوبه کې 3-0 و مایورکا ته ماته ورکړه. بکام د لوبې د پیل څخه ولوبېد او پر مایورکا یي درېیم ګول ولګاوه او جام یي هم وګاټه.

afap_auto_post:
no

ویدیو

سربال/ ویډیو

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پرانیستونکې مراسم

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

افغانستان او آیرلنډ / ژوندۍ

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او څلوریزې

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

Czx