«
»

لنډ ورزشي خبرونه

  • Written by:

محمود خان منندوی

د بیلډ د ادعا پر اساس، بایرن میونیک غواړي د نویر قرارداد تر 2021م کال پورې وغځوي.

د بارسلونا مالي مدیر خاویر بورډاس د نیمار په اړه: کله چې هغه وغواړي بیرته راشي، نو موږ به د هغه د بیرته راوستلو له پاره هر څه وکړو. هر څه په فوټبال کي ممکن دي خو نیمار، نیمار دی.
د نیمار د بیرته راوستلو لپاره بارسلونا خپلي هڅې نه دي پريښي.

فلورنټینو پیریز ومنله، چې بایرن میونیک په څو ځله د لیوانډوسکي د رانیولو څخه منعه کړی وو او نه یي غوښتل چې خرڅ یي کړي.

رسمي: بارسلونا د دې فصل لپاره خپل درېیم لباس معرفي کړی.
بارسلونا د دې لباس الهام د 1996/97 فصل څخه اخیستی دی.
بارسلونا تېر کال هم په دې ورځ خپل درېیم لباس معرفي کړی و.

مورینیو: د رونالډو ګولونو زه نه یم حیران کړی. زه باوري یم چې هغه به په 50 کلنۍ کې هم ګولونه لګوي.
کله چې هغه 50 کلن وي، نو فیفا به یي د پخوانیو ستورو لوبې ته دعوت کړي او هلته به د لوبې کولو تر څنګ ګول هم ولګوي.
زه باوري یم، چې رونالډو به دا څه کوي، ځکه هغه ذهناً داسي جوړ دی، چې بریالی اوسي.

ګول لیکلي:

میسي: هیله مي دا وه، چې نیمار بیرته بارسلونا ته راشي خو دا چې بارسلونا د هغه د بیرته راوستلو لاره خپل ټول کوښښ وکړ که یا، خبر نه یم.
د پاریس سېنټ جرمن سره خبرې اسانه نه دي او موږ هم تر اوسه نا هیلي نه یو.
نیمار د نړۍ د غوره لوبغاړو د جملې څخه دی او زموږ د کلب سره په مالي برخه کې ښه مرسته هم کولاي شي، ځکه هغه ډېر سپانسران لري.

رسمي خبر: لوکا موډریچ زخمی شوی دی او د دې احتمال شته، چط دوې اوونۍ د لوبو څخه لیرې وي. دې حالت ته په کتو سره هغه د ریال له پاره راتلونکو څلورو لوبو کې نه شي لوبیدلی.

afap_auto_post:
no

ویدیو

سربال/ ویډیو

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پرانیستونکې مراسم

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

افغانستان او آیرلنډ / ژوندۍ

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او څلوریزې

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

Czx