«
»

يه لویه پکتیا کې د سولې جام کرکټ سیالېو پای لوبه ترسره شوه

  • Written by:

سید عمر عادل

یادې سیالۍ چې دسیمیزواورګانونو خپلواکې ادارې او ولسي ملاتړ پروګرام له خوا ترتیب شوې وې پای لوبه یې دپکتیا په ملي لوبغالي داحمدابا او سیدکرم ولسوالۍ ترمنځ ترسره شوه ،دلوبې پچه دسیدکرم لوبډلې لوبډلمشر دین محمد وګټله او په خپله یې دتوپ وهنې پریکړه وکړه چـې په ټاکلو شپاړسو 16 اورونو کې یې مقابلې لوبډلې ته 123 منډې هدف وټاکه چې داحمد ابا ولسوالۍ لوبډلې یاد هدف پوره نه کړ او خپل ټول لوبغاړي یې په 80 منډو له لاسه ورکړل او دسولې جام کرېکټ سیالیو پای لوبه دسیدکرم ولسوالۍ لوبډلې وګټله ، دیادونې وړ ده چې دټورنمنټ غوره لوبغاړی روح الله احمدزی شو چې هم په بالېنګ او بېټینګ ښه ځلېدلی وو، دسیمیزو اورګانونو خپلواکې ادارې او ولسي ملاتړ پروګرام مسؤلینو دیادو سیالیو هدف خلکو ته دسولې پیغام رسول او ځوانانو ته دورزش او لوبو ذهنیت ورکول یاد کړل

afap_auto_post:
no

ویدیو

سربال/ ویډیو

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پرانیستونکې مراسم

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

افغانستان او آیرلنډ / ژوندۍ

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او څلوریزې

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

Czx