«
»

افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې خپله دویمه لوبه هم وګټله

  • Written by:

محمد فرید هوتک
د اسيا جام په سياليو کې د افغانستان تر نولس کلنو د کم عمره ځوانانو لوبډلې خپله دویمه لوبه له کويټ هېواد وګټله.
د لوبې په پیلېدو سره د لوبې پچه افغان لوبډلې ګټلې وه چې بیا یې لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې سيالې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو په ۲۷،۳ اورونو کې ۸۵ منډې جوړې کړې.
د افغان توپ اچوونکو له ډلې شفیق الله غفاري ۴، عبدالرحمن او نوراحمد یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
د کويټ له لوري ټاکل شوی هدف افغان توپ وهونکو د ۳ لوبغاړو په سوځيدو په ۱۲،۵ اور کې ترلاسه کړ. لوبډلمشر فرهان ذاخیل ۳۸ ناسوځېدلې او رحمان الله ۲۸ زیاتې منډې جوړې کړې.
شفیق الله غفاري د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته. د یادونې ده چې افغانستان په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړې وه او د ګروپ وروستۍ لوبه به د سپټمبر په ۹مه نېټه د هندوستان پر وړاندې ترسره کړي

afap_auto_post:
no

ویدیو

سربال/ ویډیو

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پرانیستونکې مراسم

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

افغانستان او آیرلنډ / ژوندۍ

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او څلوریزې

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

Czx