«
»

د قطر د نړیوال جام نوې راز لرونکې لوګو وپېژندل شوه

  • Written by:

محمود خان منندوی

تېره شپه د قطر د 2022 فوټبال نړۍ وال جام لوګو / نُښان معرفي شوه. اوسمهال د نړۍ په لویو ښارونو کې د دې نوي لوګو د معرفي کېدو په خاطر جشنونه جوړ شوي دي او د دې لوګو لوی عکسونه په مشهورو ځایونو او په عمومي ځایونو کې پر لویو سوداګریزو بورډونو معلومیږي. د دې تر څنګ مشهورو اشخاصو، فوټبالرانو او د فیفا د نړیوال جام ستورو هم دې ته پر داسې مهال انعکاس ورکړی، چې په میلیونونه تنه تعقیب کوونکي لري.

د دې ډیزاین نښان هغه پېښې په ځان کې را نغاړي چې ټوله نړۍ یي د ځانه سره وصل کړی ده او ور سره اخته دي. په ورته وخت کي دا نښان داسې عناصر هم لري، چې محلي او د عربو د منطقې فرهنګ پکښي انځور شوی دی او د هغوی مینه د ښایسته فوټبال د وړاندې کولو سره اړیکه لري.

پر لوګو باندې لوړې نښانې د عربي شال ښکارندوی دي، چې دا په مختلفو هېوادونو کې په خاص ډول د فارس خلیج په حوزه کې د عربي هېوادونو سره اړیکه لري او عربان د هغه څخه په خپلو مراسمو او میلمستیاو کې ګټه اخلي. د لوګو لوړې نقطي هم د عربي ژبي نقطې دي، چې لوړ او کښته یي نقطې لیکل کېږي. هغه توپ چې د لوګو په لوړ برخه کې دی، هغه هم هندسي شکل دی چي په عربي فرهنګ کې ځای لري.

په دې لوګو کې درې بعدي یا درې اړخیزه شکل د دې لپاره دی، چې د لوبو ارزښت په ښه ډول ښکاره کوي. په دې لوګو کې درې اړخیزه دایره هم د نړۍ د کُرې والي ښودنه کوي او هم د فوټبال توپ ښکاره کوي. د لوګو مایل شوي منحني ګانې هم د دښتو د تپو جلا والی ښکاره کوي.

په دې لوګو کې د پیچلي ګُلدوزۍ راز دا دی، چې دا ډول ګُلدوزي په عربي هیوادونو کې د شال د ښایست والي لپاره کارول کېږي، خو دا ډول ډیزاین په قطر هېواد کې رواج دی او په یوه ډول عربي فرهنګ او اصیل هنر ښکاره کوي. د دې لوګو مکمل شکل سیالۍ پر څو ‌ډوله تحلیل کوي: لومړی 8 په قطر کي د لویو فوق العاده لوبغالو لپاره دي، چې د نړۍ وال جام لوبي به هلته ترسره شي. دا الګو د بي نهایته علامو سره ورته ده، چې د انساني قوي لویه علاقه ده، چې د دې جام په اوږدو کې شتون لري او تر هغه وروسته به هم جریان ولري.

د لوګو په پای کې چې قطر په انګلیسي ژبه لیکل شوی دی، د عربي خط د هنر څخه یي الهام اخیستل شوی دی او د Q توری هم د عربي ژبې د رسم الخط په توګه لیکل شوی دی او په تورو کې د منځ خط هم د عربي کلمو په شان کش شوی دی، تر څو په دې ډول د عربي ژبي یادونه شوې وي.

afap_auto_post:
no

ویدیو

سربال/ ویډیو

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پرانیستونکې مراسم

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

افغانستان او آیرلنډ / ژوندۍ

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او څلوریزې

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

Czx