«
»

د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو ترمنځ اسیا جام نن پنجشنبه پیلېږي

  • Written by:

د ۸ اسیایي هېوادونو له ۱۹ کلنو د کم عمره کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د اسیا جام سیالۍ نن پنجشنبه پېلیږي.
په دغو سیالیو کې به د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله نن سهار په ۹ بجو پاکستان لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي او په هممهاله به د هندوستان او کوېټ لوبډلو ترمنځ هم لوبه پېل شي.
دا د اسیا جام اتم پړاو دی او تېر کال د دې سیالیو اتلولي هند لوبډلې ګټلې وه.
دا سیالۍ د سریلانکا په کوربتوب ترسره کېږي او له دې وړاندې په ۲۰۱۶ کال کې هم سریلانکا کې ترسره شوې وې.
د ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلو ترمنځ د اسیا جام سیالیو اتلولي یو ځل افغانستان او پنځه ځلې هند ګټلې ده؛ خو په ۲۰۱۲ کال کې د مالیزیا په کوربتوب د هندوستان او پاکستان ترمنځ پای لوبه مساوي پای ته رسېدلې وه او کپ دواړو لوبډلو ته په شریکه ورکړل شوی و.
سریلانکا څلور ځلې او پاکستان دوه ځلې تر پای لوبې لار موندلې خو لا یې اتلولي نه ده ګټلې.
اتم پړاو کې د افغانستان په ګډون د هندوستان، پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا، کوېټ، نېپال او متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي.
دا چې د دغې پړاو اتلولي به کوم هېواد ګټي د سپتمبر په ۱۴مه نېټه به معلوم شي.

afap_auto_post:
no

ویدیو

سربال/ ویډیو

سربال/ ویډیو

ویدیو لاندې ده - دا ډول سربال به مو لا نه وي لیدلی…

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پرانیستونکې مراسم

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پر…

د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په انګلیستان او ویل…

افغانستان او آیرلنډ / ژوندۍ

افغانستان او آیرلنډ …

د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په هند …

د محمد نبي شپږیزې او څلوریزې

د محمد نبي شپږیزې او…

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راون…

Czx