ماشوم او فلسفه/ اناهیتا روهي

څه وخت دمخه مې لاس ته یو کتاب راغی چې سرلیک یې و: (له ماشومانو سره فلسفه). د دې کتاب په لیدو مې وار له واره دا خبره ذهن ته راغله چې د ماشومانو لپاره به د کانت او اپلاتون پېژندل ګران نه وي؟ خو چې کله مې د کتاب پاڼې واړولې، کانت او اپلاتون څه چې په نوم فیلسوف نه وو پکې یاد شوی. د کتاب په څو مخونو مې ځغلنده نظر تېر کړ، یوه داسې پوښتنه یا داسې جمله مې ونه لوسته چې ماشوم ورسره نا بلده وي. ټولې پوښتنې او موضوعات یې د ماشوم په چاپېریال او په طبیعت راڅرخیدل. د ډېرو موضوعاتو سرلیکونو زه خپل ماشومتوب ته بوتلم.

د ټولو ماشومانو په اړه خو څه نه شم ویلای، لېکن زما د ماشومتوب په دوره کې هېچا  له ماسره  فلسفي بحث نه دی کړی او نه مې چا دې خبرې ته ورپام کړی دی چې یو ځلې خو خپل چاپیریال ته ځیره شه چې ته پکې څه وینې. نه چاپوښتلې یم چې څه فکر کوې دا اسمان ولې شین دی؟ ولې بل رنګ نه دی؟ ستا په نظر که بل رنګ وای، نو کوم رنګ به و؟ د ونې پاڼې ولې د شپې تورې او د ورځې زرغونې ښکاري؟ د چندرۍ لپاره چې کومې کرښې تا کښلي دي ولې یې هره کړکۍ څلور کونجه لري، ولې دایره نه ده ولې بل هندسي شکل نه لري؟ که یې درلودلی نو څه ډول به برېښیدی؟ یا تر ټولو مهمه پوښتنه چې ته څوک یې؟

دلته په لویدیځ کې له ماشومانو سره تقریبا هر ډول زده کړې له ماشومتوبه پیل کېږي. لویديځوال لا د زانګو ماشومانو ته کیسې لولي، خبرې ورسره کوي او دا هڅه کوي چې ماشوم له کتاب او مطالعې سره عادت کړي. که مور او پلار کومه هنري مشغولتیا ولري نو خپل ماشوم ته هم هماغه ورزده کوي. که د سپورټ مینه وال وي نو خپل ماشومان له وړکتوبه له سپورټ سره روږدي کوي.

فلسفه هم همداسې وګڼئ.  زما لپاره په ماشومتوب او په ځوانۍ کې فلسفه د لویانو د خبرو معنا درلوده. څه مې چې زده کړي وو هغه دا و چې ماشومان د لویانو په خبرو کې نه غږیږي. نو ما ته هم فلسفه یوازې د لویانو خبرې ښکاریدې چې په اړه مې د فکر کولو جرات هم نه درلود او هېڅکله مې هم دې ته نه و ورپام شوی چې فکر پرې وکړم.  په داسې حال کې چې فلسفه بل څه نه دي، یوازې د یوې پوښتنې لپاره د یوه منطقي ځواب موندل او د دلیل او استدلال په مرسته خپل فکر، ذهن او منطق ته وده ورکول دي.

د ۱۹۶۰ کال په وروستیو کې د متیو لیپمن په نوم یو فیلسوف د نیویارک په کلومبیا پوهنتون کې د فلسفې درس ورکاوه. ده د تدریس په کلونو کې دې ته پام شوی و چې د محصلینو استدلال ډېر ضعیف دی. ده دا هڅه پیل کړه چې د دوی د استدلال قوې ته وده ورکړي. لیکن یو وخت یې دې ټکي ته پام شو چې اوس دا هڅې بې ګټې دي. ده وویل: د استدلال، قضاوت او تفکر ځواک باید له ماشومتوبه وروزل شي. ده یوولس کلني او دوولس کلني له ماشومانو سره د فلسفي بحثونو او د دوی د تفکر د ودې لپاره تر ټولو ښه عمر وباله. ښاغلی لیپمن د ماشومانو د فلسفې بنسټ اېښودونکی او د ماشومانو د فلسفې پلار بلل کېږي.

د پیداګوژۍ له نظره له ماشومانو سره د فلسفې پایله دا ده چې ماشومان دې ته وهڅېږي چې د پوښتنې پوښتل زده کړي، خپلې پوښتنې جدي ونیسي، د ځواب لپاره یې دخپلو نظریو، دلایلو او تجربو څخه ګټه واخلي، د خپلې پوښتنې لپاره قانع کوونکی ځواب ومومي او حتی دا زده کړي چې په څه ډول، چېرته او څنګه د یوې موضوع په منځ کې خپله پوښتنه مطرح کړي.  له ماشومانو سره بحث او د دوی دلایلو ته غوږ نیول، په ماشوم کې په ځان د اعتماد قوه پیاوړې کوي. هغه ماشومان چې د استدلال او په ځان د اعتماد قوه یې پیاوړې وي، کولای شي د خپلو دلایلو په مرسته د خپل نظر له مخالفینو سره بې له تشدده د ستونزو د حل لار ومومي.

که څوک غواړي چې له ماشومانو سره د فلسفي بحث لار پرانېږي او فکر کولو ته یې وهڅوي نو باید دې ته پام وکړي چې کله ماشوم د (ولې) په کلمه خپله پوښتنه پیلوي، باید سم له واره ځواب ورنه کړي. بلکې له ماشوم سره یو ځای د پوښتنې شالید راوڅېړي او پوښتنه داسې تجزیه کړي چې ماشوم په خپله د پوښتنې ځواب ته ورنږدې شي. د پوښتنې په تجزیه کولو کې به دا له ماشوم سره مرسته وکړي چې ماشوم په دې پوه شي چې کوم کلمات یې په پوښتنه کې ځای شوي دي؟ ایا د هرې کلمې مفهوم د ده لپاره واضح دی که نه؟ که واضح نه وي نو کومې معادلې او ورته کلمې ورته موندلی شي؟ که چېرې همدا پوښتنه تجزیه کړي څومره ورته پوښتنې ترې جوړیږي؟ د همدې پوښتنې لپاره څومره دلایل موندلی شي؟ دا به هم بهتره وي چې موږ د ماشوم د (ولې) پوښتنې ته د ځواب پر ځای د دوی پوښتنه په ورته کلماتو سره له سره مطرح کړو. مثلا ووایو څه فکر کوې چې دا څنګه داسې شوی دی؟ زموږ پوښتنه ماشوم په خپله فکر کولو ته هڅوي. دا نو هغه وخت دی چې ماشوم دې ته اړ کېږي چې د پوښتنې د ځواب لپاره  دلیل ولټوي.

دا زموږ دنده ده چې ماشوم دې ته وهڅوو چې خپلې تجربې له موږ سره شریکې کړي. کومه پوښتنه چې ورته پیدا کېږي د هغې په مفهوم یې پوه کړو. دې ته یې متوجه کړو چې فکر او تخییل هم شته. د کومې پوښتنې ځواب چې ماشوم پیدا کوي د هغې په اړه خبرې ورسره وکړو. په جمله کې د کلماتو په اړه وغږیږو، که معادلې کلمې یې وي هغې ته یې پام ورواړاو او بیا په اخر کې د پوښتنې له ځواب څخه د دوی برداشت او نظر معلوم کړو چې دوی څه ترې زده کړل او له دې زده کړې څخه یې هدف څه و.

فلسفه ماشومان له فکر کولو، تخییل او د ژبې له کارولو سره روږدي کوي او دې ته یې هڅوي چې نوې مفکورې تعقیب او تجربه کړي. فلسفه یوازې خبرې، استدلال او دلیل نه دی. د انتیک په دوره کې نڅا، موسیقي، تیاتر، پانتومیم او تقلید د فلسفې برخې وې. نن سبا چې د فلسفې غېږه نوره هم پراخه شوې، انځورګري، نقاشي او حتی د تېږې توږل یې هم ورخپل کړي دي. فلسفه په هر شي کې پټه ده چې د رابرسېره کولو لپاره یې یوازې ذهني تجربې ته اړتیا ده او بس. هغه کسان چې له ماشومانو سره فلسفه کاروي خپل فکر او د ماشوم فکر دواړه روزي.

اناهیتا روهي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Loading...