سالمه تربیه او تعلیمي مکانیزم| بصیر عاصم

  • Written by:
انسان د زدکړې له اړخه له دوو مرحلو تیریږي چې لمړۍ زدکړه عبارت له کورنۍ او محیطه ده ، دا چې په دې وخت کې انسان ماشوم وي شعوري ودي یې تکامل نه وي کړی هغه څه چې د کورنۍ له خوا ورته ویل کیږي اوپه محیط کې ویني  خپلوي او د همدغو په اساس خپل ژوند عیاروي. دویمه مرحله د مکتب او پوهنتون ده خو په دې مرحله کې انسان په عموم کې د فکر اخستلو او نوی اندونو د څپړولو او د شعوري پلوه د ناسمو په سمون او په ځان کې د بدلون را وستولو په هڅه کې وي . خوددې مرحلې مهم اړخ دادی چې له دې ورسته داسي مرجع نه شته چې د فکري پلوه انسان وروزي او په هغو  ملي ، او انساني ارزښتونه وپېژني چې  انسان بیله هغه ساتلو نیمګړی او یا داچې د انسانیت له بنیادي ارکانو محروم وي ، د همدې مرحلې اهمیت ته په کتو  ډاکټر ويکټور فرانکل Viktor Frankl چې د پولېنډ له مشهور زندان او یا وژنتون Auschwitz اسچويټز څخه چې د دویمي جګړې پر مهال د نازیانو لخوا جوړ شوی وه او دی ورڅخه په تښتېده بریالی شوی وه ، وايي
• د‌ وژونکو غازونو  او ساه تربتولو داسې اتاقونه مې وليدل چې د ‌تر ټولو‌ماهرو او تکړه اينجينرانو لخوا ډيزاين او جوړ شوي وو.
• تکړه او ماهر ډاکټران مې وليدل چې بې ګناه ماشومان او ښځمنې يې په ډېر ماهرانه ډول د وژنې لپاره مسموم کولې.
• داسې تکړه نرسان مې وليدل چې له مخونو يې قهر څڅېده او په يوه پېچکاري به يې  بې وزله او بې وسيلې انسانان ځای په ځای له منځه وړل.
• داسې پوه پوهنتون پاسان مې وليدل چې خلک به یې په يوه لمبه په اور کې لولپه کول , هغه څه چې له تاسې استادانو يې غواړم دادي: مخکې له دې چې له خپلو زده کوونکو او محصلينو ډاکټر، اينجينر او نور… جوړ کړئ  يو ښه انسان ترې جوړ کړئ. د دوی د انسان کېدلو لپاره کوشش وکړئ، له خپلو همنوعو سره د ښه چال چلند او مينې درس ورکړئ، هسې نه چې خدای مه کړه په اخر کې ،پوه ځناور،ماهر او وژونکي رواني ناروغان ترې جوړ شي‌. ډاکټر کېدل، اينجينر کېدل، متخصص کېدل، اديب کېدل او نور… سخت کار ندی. کېدای شي په څو کاله درس ويلو ښه تکړه کس درڅخه‌جوړ شي خو تر ټولو ستره شتمني انسانيت او اخلاقيات دي چې له‌هيڅ سند‌سره د‌پرتلنې وړ نه دي ، د‌هغه د لاس ته راوړلو لپاره بايد‌هڅې وکړو چې نومونه او خدمتونه مو په ښه نامه له مرګ وروسته هم تل پاتې وي ، انسانان احمقان له موره نه پيدا کېږي ، په بېکاره او ناسمه تربيه ترې احمقان او قاتلان جوړېږي.
له بده مرغه زموږ د ټولنې د فکري  روزولو لمړۍ مرحله له اوږدې مودې را پاته نسله تر بل نسله بې سوادۍ فلج کړې ده  ، بیله خرافاتو ، بدعاتو ، تربورګلیویو او په ورته توګه په سلګونو نورو … چې د اخلاقیاتو  او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دي بل څه نسلونو ته نه دي ور ښودل شوی .
دویمه مرحله:
یو وخت به دا خبره ډېره کېدل چې د افغانستان د بربادۍ یو مهم لامل بې سوادي او بې علمي ده ، که ټولنه باسواده وای نو نن به د نورو په څېر افغانستان هم ودان وای چې همدا یو واقعیت دی ځکه د یوه نسله به بل ته علم او د بله نسله به علم او تربیه دواړه ورکړه کېده، مګر داچې له دې نعمته نژدې ټوله افغان ټولنه برخمنه نشوه.
په افغانستان د نوی نظام له راتګ سره تعلیم ته زیاته توجه وشوه خو هغه څه چې د افغانستان د ابادۍ او استقرار لپاره یې اړین او حیاتي ارزښت یې درلودی (سالمه تربیه او تعلیمي مکانیزم ) له پامه وغورځول شوه او په پوهنتونونو کې له همدې امله د وطن دوستۍ پر ځای د د ښمنۍ شعارونه او د وحشت بیرغونه پورته شول، او ان ځیني د پوهنتون استادان خو د بمونو سره ونیول شول. او دا اند یې بشپړ باطل کړ چې هیواد یوازې په میخانیکي زدکړو سمیږي. خو ددې ټولو رسوایو سره سره لا هم د افغانستان په ګڼو پوهنتونونو او د زدکړو موسسو کې د ولسواکۍ ، نظام او پرمختګ ضد لکچرونه ورکول کیږي ، او بیا د داسي باسوادو د وطن د ابادۍ او انسانیت پالنې هیله سراسر جنون دی. خبره بیرته همغه د ویکټور  فرانکل توصیې ته ورکرزي چې لمړی باید د زدکړو پر څرنګوالي او معیار فکر وشي ، د فکري سمون او روزنې مضامینو ته باید ځانګړې توجه وشي ، او هم مهمه دا چې د مکاتبو او په پوهتنونو کې انسانیت او وطن پاله استادان مقرر شي تر څو ټولنې ته  انسانان او انسانیت پالي وړاندي کړي نه  پوه ځناور او ماهر وژونکي.
Loading...