د مور کیسې | لیکنه: نګین کرګر

  • Written by:

ماشوم زوى ته داستانونه  

نن د وطن د خپلواکۍ سلمه کلیزه ده، پوره یوه پیړۍ وړاندي داسې په وطن باندي میئن خلک و چې غوښتل یې وطن ازاده اوسې، د وطن د خاورې سره یې مینه درلوده ، او ویل به یې “نن د ټوپک وخت ختم شو اوس قلم راوخلئ“.

 څوک چې په غربت کې اوسیږې  او د اروپاد رڼاګانو ښارونو کې هم ارامه احساس نلرې، د غربت بارانې سړکونونه ته لاخپلې ګیلې کوې، د وطن هر خبر سره اوښکې تویوې ،  یا چې د برتانیې په ستیدیوم کې د وطن د کرکټ اتلان ګورې چې لاس په نامه خپل ملې سرود ته ولاړ دې او د انګریز په فضا کې د ویاړه ‌‌‌‌‌‌ډک دری رنګه بیرغ رپیږې او ملی سرود اوري نو د خوښۍ اوښکي نه یواځې زما د سترګو نه راښکته شې بلکه د هر افغان د زړه درزا هم ورسره مل شې او د جلا وطنۍ احساس یې د وطن د لیدو په حسرت بدل شې

 په جلاوطنۍ کې زمونږ افغانان شاعران شو، دوی فیسبوک ته شې او زړه تش کړې ، څوک شعر لیکې ، څوک نثر. څوک احوال اخلې، تکنالوجې بیا هم دا د لیریوالې درد څه کم کړ. کله چې زه خپلو بچو ته د وطن کیسي کوم نو زوی ما ته غوږ شې، ورته افغانی غیرت تعریف کړم بیا خاندې وایې مورې دا مانا نه ورکوې مونږ خو ټول یو شانته انسانان یو، کوم کوم انسانان بیا خاص دې، ما دخپل زوی نه زده کړل چې که د چا ونه جګه وې یا ټیټه، رنګ نه تور وې که سپین دا یو شان انسانان دې، بیا وطن رایاد شې، چې څنګه د یو وطن خلکو یو بل سره ووژل. یو پښتون وایې بل هزاره، بل ازبک هر یو ځان د بل نه پورته ګڼې ، چا ته چې معیوب وې زما زوی وایې دا خاص بنده دې ، ځکه خاص دنیا ته راغلې دې، بیا رایاد شې چې زما وطن کې په معیوب ملن‌‌‌‌‌‌ډي وهل کیږې ، څنګه په یوه پیړۍ کې استعدادونه خاورې شول. شاه امان الله او اتاترک یوځاې دا نوښت راوړئ و، نن د اتاترک په وطن کې اورهان پاموک د نوبل جایزه ګټې او د شاه امان الله وطن کې استاد بهاوءلدين مجروح  په بزدلۍ وژنې، دا هم را یاد شې چې زماوطن کې د ساینس ته خلک کفر وایې، او د اتاترک وطن ته خلک څیړنو ته ځې. د اتاترک وطن کې د کلیسا او معبد نه موزیم جوړ شوې زما وطن کې د امان الله ماڼۍ په کڼدواله بدله شوه، د اتاترک وطن کې ښځه او نر کار کوې د شاه امان الله وطن کې د ښځو پزې او غوږونه پرې کیږې او بیرحمه سپږن نارینه یې په قمچینو وهې ، د اتاترک وطن کې ښځې سبق وایې او څنګه چې غواړې هغسې ګرځې، زما وطن کې په ستیدیوم کې سنګسار شوېد اتاترک وطن کې کلیسا جوړیږې او د شاه امان الله وطن کې د بامیانو لرغونی بودا نړیږې، او طبیعت هم د جام منار راوغورځوې، دا څه بیرحمی او بی تعادلی؟

بیا مې زوی وایې موری ما ته د افغانستان کیسې وکړه . زه ورته په ‌‌‌‌‌‌ډیرد جلا وطنۍ درد سره وایم، بچی ستا ‌‌‌‌‌‌ډیر خپلوان دې که ته لاړ شې نو ‌‌‌‌‌‌ډیر به دې وطن خوښ شې. هغوې ‌‌‌‌‌‌ډیر مینه ناک خلک دې بیا به دی ایپد او انترنت هیر شې، ‌‌‌‌‌‌ډیرې لوبې به وکړې، بیا وایې څنګه؟ 

او زه ورته یو یو وروپیژنم ، دا نشې تصور کولای چې نجونې دې مکتب ونلرې با وجود ددې چې پیړۍ دمخه هلته د استقلال لیسه ، نجات لیسه، امانی لیسه، مستورات او د کوچیانو په سیمه کې مکتبونه شاه امان الله پرانیستې و، او بیا یې لایقه شاګردان ترکیه او مصر ته تحصیل لپاره تلل . یوه پیړۍ وروسته نن دا خلکو سره دا غم دې چې نجونې او هلکان جلا سبق ووایې، یا په کلیو کې لا نجونې مکتب نه لرېبیا پوښتنه وکړی، نو دا نجونې ټوله ورځ څه کوې؟ سبق خو د راتلونکې لپاره مهم دې، هر وخت ما ته وایې، چې سبق وایه خیر دی که په ځمکه ناست وې، مونږ هم څوکۍلرو خو ‌‌‌‌‌‌ډیر وخت په ځمکه کینو مکتب کې. او نوري داسي ‌‌‌‌‌ډیرې معصومې پوښتنې چې یواځې درد یې په وطن میئن کسان درک کولاې شې. وایې کهکله جنګ نه ویې نو مونږ به بیا هلته ځو؟ 

وایم هو : د سولې خبرې روانې دې او که سوله راشې نو… 

که سوله راشې بیا مونږځو ؟ 

هو بیا زه تاسو بیایم او وطن کې به په موټر او  بایسکل سره هرځاې کې وګرځو …. ‌‌‌‌‌‌ډیر طبیعت به وګورو ښایسته هوا لرې، هر فصل خپله خاصههوا لرې، پاس په سالنګ به چکرې ووهو هندوکش هسک غرونه به وګورئ، پوهیږې د هندوکش جګې څوکې ته نوشاق وایې، ځکه خو ‌‌‌‌‌‌ډیر لوړ دې او بلې څوکې ته یې د بابا غرونه وایې

ولې د بابا غرونه؟

نپوهیږم خو د وطن بابا ګان سخت مینه ناک دې کیداې شې ددې په خاطر به ورته د بابا غرونه وایې. نو ځکه خو به ‌‌‌‌‌‌ډیر خوند وکړې چې د لمر خاته په بدخشان کې سهار وختې وګورو. لاړ به شو  په چشمه صفا کې به میله وکړو بیا به بیرته مزار ته لاړ شو. د لاله د ګل میله او د امو سیند به وګورو د بزکشۍ سیلونه به وکړو، بیا به همداسی ګرځو د سلطان محمود غزنوی  ټاټوبۍ وګورو  هلته د نړۍ یو مشهور عالم اوسیده هغه به ویل ” چی هیڅ داسی ملت نشته چی د احمقانو نه تش وی او دغه احمقان خپل پیر او امیر لرې چی هغوي لا پسې احمقان دیي خو ددوي دغه حماقت باید د علم څخه لیرې وساتل شې  “

پوهیږې چې دا څومره پياوړی و؟ 

وایې څنګه ؟ 

دا ساینس پوه وه، نوم یې ابوريحان البيرونی و . خپل د ژؤند ‌‌‌‌‌‌ډیره موده په غزنی کې تیره کړه هغه به محمود غزنوی ته چې هغه وخت پاچا و په چارو کې مشوره ورکوله . البیرونی په ۱۰۱۷ کال کی هندوستان ته لاړ چی هلته هندوییزم او بودییزم ولولی.

نو هغه وخت د چا په مذهب کې د چا کار نه و؟

 نه هغه وخت داسې نه و زویه ، بیا وروسته دی عالم ته د اندولوجی د بنسټ ګر او استاد لقب ورکړل شوپه غزنی کی البیرونی د محمود غزنوی سره د نجومی عالم په حیث کار کوه او  د سلطان ځینو جګړو کی هم ورسره وو .خو کله چی د څلویښت کلنی نه واووخت بیا یی هند غوره کړ. البیرونی هغه وخت غوښتل پوه شې چی ځمکه ولی کروی ده، خلا ولی منځ ته راځې؟ او ولې ځینی طبیعی شیان  لکه منرالونه خپل مخصوص وزن لری ؟ 

په خپل معصوم فکر وایې نو دا عالم یا دده شاګردان خو به یې داسې و لکه ستیفن هاوکینګ او د نړۍ نور ساینس پوهان، خو که جنګونه نه وای؟

هو زویه که جنګ نه وایې .

ښه نو بیا به چیرته تللو؟ 

بیا به دې بیامیانو ته بیایم د طالب په لاس وران شوی هسک بودا به وګورو او د امیر بند شنې رڼې اوبه به وګورئ. همداسی به لوګر کې درته دشت سقاوه او د مس عینک ښکاره کړم هلته ستا د نیکه کور هم دې بیا ، کابل کونړ جلال اباد ، لغمان،  او ټول وطن کی په بایسکل او موټر کې وګرځو . خو بچې ته به هرځاې کې د جنګ نښې وګورې ژوندۍ نښې .

هغه څنګه ؟

لکه کابل د پل سوخته پله لاندې ، هلته ژوندۍ روح ګرځې، خو ‌‌‌‌‌‌ډاریږې به نه، هغوې ‌‌‌‌‌‌ډیر معصومه دې او ژوند ، جنګ، مجاهد ، کمونست، طالب، ورسره جفا کړې ده. هغوې د خپل ارامښت لپاره روږدې شوې دې او اوس څوک نشته چې مرسته ورسره وکړې 

ښه یعنې ‌‌‌‌‌‌ډرګ کوې؟

بیا به درته د ماهیپیر لاره ښکاره کړم هلته اول ځل المانانو سړک جوړ کړ او حتی د اور ګا‌‌‌‌‌‌ډی پټلۍ یې هم تیروله خو …  ، هلته لا نور غرونه او بندونه او اباسین هم شته دې خلک وایې چې د اباسین اوبه سرې دې د بیګناه خلکو په وینو … او بیا ورته ووایم دې دا دنګ غرونه چې ګورئ مور مو د دې غرونو د وطن ده ، دا غرونونه د کاکلې ځوانانو په وینو ساتل شوې دې، دي غرو ته هر یو دښمن پیړۍ مخکې په خپل وار راغلې دی چی راوینړوې  خووی نه شو کولاې ، هر ځل کوښښ کوې  دا کار وکړې خو ناکامه شې، دي غرو کې د ښاپیریو او شهزداګانو افسانې  پرتې ندی، دا غرونه د کوم وخت نه چی زما یادیږې د شاه زلمو په وینو ساتل شوی دی، دلته به د‌‌‌‌‌‌ډیرو ځوانانو روح ګرځې، او دا لړۍ اوس هم دوام لرې ، د افغان وینه بی قدره شوه اوس یې په مرګ مبارکیانې وایې ، اوس حورو ته خوشاله وی خپلې خیالې نړې ته چی څه وخت به ورځې؟ هغه هم د خپلو ورونو خویندو او بیګناهو ماشومانو د وینو په بیههو ستا مور ددي غرني وطن نه ده ، خو زمونږ وطن دښتې هم لرې ، هغه هلمند کې دې ، اوس هلته کربلا جوړه شوې ده پخوا به یې شګې درلودې، اوس هغه دښتې نه لیدل کیږې هرې خوا ته یې د امريكايي او پاكستانې ماینونو په سر د طالب ماینونه دې ، اوس هلته هر کنج کې غبرګ ماینونه د کافر او مسلمان لخوا  خوا په خوا ایښودې دې. او د ورځې څو بیګناه پرې الوځې لکه هغه د همیشه ګل ماشومان او د شفیع الله خور مروه  او ورونه یې چې په یوه کورنۍکې اوه واړه لاس او پښې نلرې. هو مورې هغه زه هم ‌‌‌‌‌‌ډیر خفه کړم زه پوهیږم چې د شقیع الله به فوتبال څومره خوښیږې.

هو بچۍ جنګ د کجکی بند هم وچ کړې دې او هلمند سیند کې د اوبو رنګ د سرتیرو په وینو سری دېقندهار ته به هم لاړ شو چیرته چې سکندر یا الکساندر د ګریت راغلی و او قندهار ته یې الکساندریه ویل، چیرته چې هوتکیانو گرگينان رامات کړې و. او هرات به هم وګورو، هلته هم په زوړ ښار کې لا دسکندر ، چنګیز او مغل اثار پاتې دې هرات ته یې پخوا هریوا ویل او د هریرود د سیند اوبه داسې رڼې وې چې خلکو به ورته هریا ویل ځکه ټوله هریوا یې زرغونوله نن ورته هریرود وایې . پوهیږې او وایې هلته یو زیارت دې چې خواجه غلتان ورته وایي که ځان دی ترې ښه وکوولو نو خدای دې هر سوال قبلوې. یعنې هر څه چې وغواړې خداې یې درکوې ، هو خو ځان به سم کولوې …  په خپل ماشومانه معصومیت وخاندې وایې دا څنګه ؟ دا خو امکان نلری….. 

Loading...