د شخصیت جوړونې پېل! | ښویالی محمدشفیق شرفزی

  • Written by:

که زمانه او حالات هر څومره تغیر وکړي، خو لوی نومونه او ځینې ښه یا بد کارونه تل د انسان په ذهن کې په یاد پاتې کېږي. که موږ له خپلو زده کوونکو څخه پوښتنه وکړو، چې ستا د ښوونځي د پېل اوله ورځ په یاد ده؟ ته د لومړي ځل لپاره چا ښوونځي ته راوستی وي؟ ستا د اول ټولګي د ښوونکي نوم زده دی؟ تا په ښوونځي کې په اوله ورځ څه احساس درلود؟ …؟ نو ممکن تر ډېره ورته دا ټولې پوښتنې ور زده وي. ډېری داسې پېښې به مو په ژوند کې مخ ته راغلي وي، چې په یاد راوړلو سره یې مو سمدواره په ټنډه کې خوښي ولیدل شي او یا مو غونی ورته زیږ شي او وجود باندې مو لړزه راشي، دا ټول هغه څه دي، چې موږ ته د خپل ژوند په اوږدو کې د یو ځان پېښې(خاطرې) په شکل په ذهن کې ترسیم شوي وي. خبرې رانه ډېرې نه شي راځم خپلې موضوع ته چې عنوان مې ورته ( د شخصیت جوړونې پېل) ایښی دی، لکه څنګه چې د نوم څخه یې جوتېږي که چېرې موږ وغواړو خپل کوچنیانو ته سالمه روزنه ورکړو او شخصیت یې و غوړو، نو د زږېدو له لومړیو ورځو یې پېلولی شو.

د کوچنیوالي څخه کوچنیان باید له زده کړو لرې نه کړو، ځکه د ماشوم زده کړه او روزنه د تولد له ورځې پیلېږي. پدې وخت کې ماشوم ته د چاپیریال شیانو نومونه او پوهه پکار ده. که والدین بلخصوص مور د خپل کوچني سره هرڅومره ډېرې خبرې کوي دا ټول ورته ګټه رسوي او له همدې خبرو ماشوم د خپل چاپېریال سره آشنا کېږي. والدینو ته پکار ده، چې د خپلو کوچنیانو د زده کړې، روزنې، پوهولو، شخصیت جوړولو او د استعداد غوړولو لپاره یې په لاندې صلاحیتونو کار وکړي:

الف) د صحیح او غلط ( درواغو او رښتیا) پېژندل.

ب) د غلط په مقابل کې تل د صحیح انتخابولو عادت.

ج) په هر کار کې د ظاهري مقررې او ضابطې د پابندۍ ازښت پېژندل.

د) د نظم او ډسپلین رعایت.

له دوه څخه تر شپږ کلونو په منځ کې ماشوم ته د والدینو بلخصوص د مور او پلار او استاد احترام کول وښودل شي. او ور وښودل شي، چې بې ادبي کنځل کول او له ملګرو سره جنګ جګړه او لانجې کول ښه کار نه دی، چې پدې سره به نه ته هغه شخص خوښ کړې او نه به هغه تا خوښ کړي او نه به ټولنه کې خلک درسره ښه چلند وکړي او پدې سره الله( ج) هم خفه کېږي.

والدینو ته هم پکار ده چې داسې کړنو جدي مخنیوی وکړي، داسې نه شي چې کوچنی په تتله ژبه او په وړو وړو خبرو کنځل کوي او دوی ورته خوشحالي او خندا ګانې کوي، دوی باید ددې د سالمې روزنې لپاره لازمې لارې چارې ولټوي او ددې بد چلند مخه یې ونیسي. که دوی همداسې پریښودل شي او ستر شي بیا په دغه کار ویاړ کوي او په فخر سره یې ترسره کوي، چې په نتیجه کې دواړه هم والدین او هم کوچنی د الله( ج) له رحمت څخه محرومېږي.

وروسته بیا بله مرحله تر څوارلس کلنۍ پورې ده، چې دغه مرحله د ښوونځي مرحله(سکولینګ) ده، پدې مرحله کې ماشوم او کورنۍ پدې فکر کې وي، چې په راتلونکي کې څه ترې جوړ شي، ډاکتر، انجینر، معلم، تجار او یا کوم بل څه… نو دلته د والدینو مهم رول دادې، چې کوچني ته د راتلونکي ښکلي مثالونه او الګوګانې وښايي تر څو دی سمه لاره غوره او تعقیب کړي او د راتلونکي لپاره یو سالم او عالم شخص ترې جوړ شي.

ابراهم لنکولن د امریکا پخوانی ریس جمهور(۱۸۰۹-۱۸۶۵)، چې کله خپل زوی د لومړي ځل لپاره ښوونځي کې شاملوو، نو ښوونکي ته یې د یادګار په ډول یو لیک ورکړ؛

(( زه غواړم چې زما زوی له دا ور زده کړئ، چې په نړۍ کې ټول خلک عادل او حق ویونکي نه دي، دا هم ور زده کړئ، چې هر فرعون ته موسی شته، هر ځای کې، چې یو بدمعاش انسان وي نو هلته هرو مرو یو (هیرو) وي، چېرته چې یو خود غرضه سیاستدان وي هلته به یو سپېڅلی سیاستدان هم وي، او دا هم ور زده کړئ، چې نړۍ کې ټول خلک دښمنان نه دي دوستان هم شته، که ممکن وي نو دا د حسد له مرضه وساته، او د کتابونو او مطالعې پر مټ یې د نړۍ له عجایبو خبر کړه، د نړۍ له موجوداتو، د سیندونو له شوره، په اسمان کې له ورېځو، په خزندوو کې د شاتو له مچیو، چې له کومه دوی په څه زحمت ګلان پېدا کوي او بیا ترې شات شوړوي، غرو رغو کې د هریخوا د ګلانو د خاموشه نغمو او خوشبویانو څخه یې خبر کړه! تاسې په ښوونځي کې دې ته دا ورزده کړئ، چې په عزت ناکامي تر هغه کامیابۍ غوره ده، چې په نقل سره بریالی شې، دې ته ورزده کړه، چې له مظلومو سره نرمي او له ظالمو سره سختۍ نه کار واخلي،  مشرولي ورزده کړه، دا هم ورزده کړه، چې خبرې د هرچا واوري او تصمیم خپله ونیسي او د رښتنولۍ طرفدار ووسي، که ممکن وي دا هم ورزده کړئ چې د غم په مقابل کې د خلکو پر وړاندې خوشحالي څنګه اظهار کړي او خپل غم په خپله درونه کې څنګه پټ وساتي، دې ته د ضرورت څخه ډېر د تعریف او خوشامد څخه د ځان ساتلو هنر ضرور ورزده کړه، دا ورزده کړه، چې هغه د خپل محنت او دماغ پرمټ خپله اعلی ترین مقام حاصل کړي، خو د خپل قلب او روح سودا په هېڅ قیمت سره ونه کړي، او دا هم ور وښایه، چې د غلطو اورېدو طرف ته خپل غوږونه تل کاڼه وساتي او هغه چې رښتیا وي پیروي یې وکړي، او دا هم ورزده کړه، چې سره زر هغه وخت ګاڼه کيږي او په غاړه یې اچولی شې، چې کله په اور وسوزي.))

اصل کې خبره داده، چې د ښوونې سره د روزنې عمل اړین دی. او کوچنی چې په کومه ټولنه کې ژوند کوي پرې تاثیر ګزاره دی، نو همدا سبب دی، چې د ښوونې او روزنې ټول عالمان په همدې عقیده دي، چې ټولنه د ماشوم په روزنه کې مهم رول لري. د ټولنې اخلاقي اړخ، ثقافتي اړخ او دیني اړخ نیغ په نیغه په ماشوم تاثیر کوي. په اوسني عصر کې ښه کورنۍ هغه کورنۍ ده، چې خپلو ماشومانو ته نه تنها د ښوونځي په درسونو کې زیات متوجه وي بلکه په ټولنه کې چې له چاسره ناستی پاستی لري هم ډېر متوجه واوسي. او د تعلیم په دې پرمخ تللي دور کې دواړو (ښوونې او روزنې) لپاره ښه منبع قرآن او دیني زده کړه ده.

د اولاد د تربیي لپاره د والدینو تربیه تر ټولو زیاته اړینه ده.