د کوچنیانو پر وړاندې د مور او پلار ستر مسؤلیت

  • Written by:

لیکنه: ښویالی محمدشفیق شرفزی

اولاد د الله( ج) له لوري یو ګرانبها ډالۍ او والدینو لپاره د راتلونکي قیمتي اثاثیه ده؛ همداسبب دی، چې ددوی شتون په دنیاوي ژوند کې د زینت او رونق سره تعبیرېږي. خو دا هغه وخت زینت او رونق کېدی شي، چې کله هغوی د علم په ښکلا ښکلي شي.

له کوچنیوالي ددوی په صحیح روزنه کار وشي او درسته توجو ورته وشي. او  اسلامي او ایماني چاپېریال کې یې د روزنې اهتمام وشي.

په اسلام کې پر والدینو د اولاد د حقوقو په سلسله کې، یو حق د هغه دیني روزنه او تعلیم دی. اسلام د عصري زده کړو هېڅکله مخالف نه دی؛ ددین زده کړه او د اسلام په بنیادي او مبادي اساساتو پوهېدنه په هر مسلمان فرض ده او پدې سره د بنده د اخروي ژوند د کامیابۍ دارمدار دی.

د دین او ایمان ساتنه هغه وخت کیدی شي چې، کله چې زړه کې په صدق سره ددې د معنوي ارزښت احساس وشي. که چېرې یو څوک خدای مکړه دین او ایمان ته په معمولي نظر وګوري، نو بیا دده په خاتمه کې د خېر او خلاصون توقع هم نه شي کیدی. فلهذا د اولاد په ښوونه او روزنه کې سستي او لټي کول د اخروي ژوند د زیان سبب کېږي.

 عالمانو روزنه په دوه کټګوریو ویشلې، چې یو یې ظاهري روزنه او بله یې باطني روزنه ده. د ظاهري روزنې څخه مراد د اولاد ظاهري تربیت دی، چې په هغه کې لباس، خوراک، څښاک، ناسته پاسته، مېل رغبت، د ملګرو سره تعلقات، بوختیاوې او د خبرو طرز تلقي تعلیمي کوایف او د بلوغ څخه وروسته دده په ټولنه کې دده د ملګرو پېژندل شامل دي. دغه ټول شیان د ماشوم په ظاهري روزنې پورې اړه لري. او باطني روزنه د ماشوم عقیده او اخلاق اصلاح کول دي.

د اولاد ظاهري او باطني روزنه پر والدینو فرض ده. د مور او پلار په زړونو کې خپل اولاد ته بې حده د رحمت او شفقت فطري احساس موجود وي. همدغه پدري او مادري فطري احساسات دي، چې د دوی د روزنې او پالنې  کفالت کوي او په همدي پل خپل د ژوند یون ته دوام ورکوي.

د والدینو په زړونو کې خپلو اولادونو په مقابل کې داسې احساس څرګندېږي چې د خپلو بچو ژوند نېکمرغه کړي او ددې سره سره چې د دیني مسؤلیتونو احساس هم وکړي، نو بیا خو( نور اعلی نور) شي او خپل ټول فرائض او مشؤلیتونه په احسن شکل او په ښه اخلاص سره تر سره کوي.

نن سبا موږ خپلو اولادونو ته پېسې، رنګارنګ شیان، جایدادونه او د ژوند  سهولتونه برابروو، خو دا فکر نه کوو، چې داسې یو څه وکړو چې له ما وروسته یې زما اولاد ته فایده ورسېږي، دنیایي مال متاع خو داسې یو شی دی، چې موږ پرې فقط د دنیا د ضرورتونو د تکافل کوو، خو د دین او قرآن پر زده کړه او روزنه نه تنها دنیا خوشبخته کېږي بلکه د اخروي ژوند د سرلوړۍ او اعزاز سبب هم کېږي.

د وړو ماشومانو د روزنې طریقه

د وړو ماشومانو ذهنونه لکه د سپین کاغذ په څېر پاک، صاف، شفاف او له هرڅه خالي وي؛ پدې کې چې کوم شی نقشه کاري شو، نو هغه نقش ددوی پر ذهن کې مضبوطېږي او تل پکې پاتې کېږي. په قرآن کریم او حدیث مبارک کې دا حقیقت په واضح ډول سره بیان شوی دی، چې هر ماشوم د توحید خالص له فطرت سره زږېږي او په اصل کې په دې کې طهارت، پاکیزګي، له بدیو لریوالی او د ایمان رڼایي وي.

نو وروسته د هغه کورنۍ له هغه څخه نیک یا هم بد انسان جوړوي. د هغه په کورنۍ او ټولنه کې چې کومې اسانتیاوې موجودې وي هماغې ته په کتو ترې الهام اخلي او هماغسې تربیه او اخلاق زده کوي.

رسول الله(ص) فرمایلي دي: ( هر نوی زږېدلی ماشوم د سالم فطرت  سره پېدا کېږي، نو دا دده والدینو پورې اړه لري، چې له هغه یهودي، نصراني یا مجوسي جوړوي…) یانې ماشوم ته چې څنګه ټولنه او روزنه محیا وي هماغه شکل هغه روزنه اخلي. که په مسلمانه او ایمانداره ټولنه کې ژوند کوي، نو اسلامي روزنه به واخلي او که په کوم بل رنګه ټولنه کې ژوند کوي نو یقیناً به د هماغی ټولنې د اغېزې لاندې راځي او د هماغه ټولنې د خلکو په شان به روزنه اخلي، که په کور او ټولنه کې ورته د تربیی ښه چاپیریال مساعد نه شو نو بیا به د یو مجرم، فاسد او بدکاره انسان په صفت ستر شي.

د ارواپوهنې عالمان پدې عقیده دي، چې د اولاد تربیت د ځوانۍ په نسبت په کوچنیوالي کې اسانه وي، هغوی په کوچنیوالي کې لکه د تنکۍ لختې مثال لري چې په اسانۍ سره یې هرې خوا ته  کږه کړې هماغسې وده کوي، همدا شان د هغوی افکار، خیالات او د ژوند کولو طرز یې، چې په کوم اړخ وړې هماغسې په اسانۍ سره ځي. او کله چې هغه ستر شي او عقل یې پوخ شي، نو بیا په هغه کې تبدیلي راوستل ډېر سخت وي، نو له دې جهته د ماشومانو په لومړیو کلونو کې سالمه روزنه او د هغوی صحیح تربیت د والدینو او سرپرستانو مهمه وجیبه ده.

خو آیا رسول اکرم( ص) د کوچنیانو د روزنې په اړه کومه لارښوونه کړې؟ هو! بې شمېره بېلګې په احادیثو او د سیرت په کتابونو کې شته، چې له اسلامي اړخه یې د کوچنیانو د روزنې په اړه مسایل پکې بیان کړي دي. دلته به په یو مثال اکتفا وکړو: حضرت عمرو بن ابی سلمه(رض) وایي: کله چې زه کوچنی وم نو د رسول الله(ص) سره مې چې ډوډۍ  خوړله، نو راته یې وفرمایل« کله چې ډودۍ خورې د الله نوم یاد کړه، په ښي لاس ډوډۍ خوره او له خپلې مخې یې خوره».

د نوي ځوانانو روزنه

په کوچنیوالي کې اولاد ته د محبت یا بې پروایي او یا له کوم بل سببه په سمه توګه روزنه ونه رسېږي، نو چې کله سترهم شي د کمۍ احساس یې کوي؛ روزنه یې ممکنه ده، خو مثبتې پایلې مو چې څنګه له کوچنیانو څخه تر لاسه کولې دلته یې ژر نه شئ تر لاسه کولای. مثبتې پایلې به په تدریجي ډول تر لاسه کوئ.

پدې عمر کې ماشوم د ژوندي ماهي مثال لري، ماهیګیر ژوندی ماهي په هنر سره نیسي که لږه بې پروایي وکړي نو ماهي ترې فرار او تېښته کوي او یا هم زخمي کېږي.

د کوچنیانو د ځوانۍ روزنه په افهام او تفهیم، په نصحیت، زجر، توجیه، له وهلو او ډبولو بغېر کومه بله سزا، مثلاً د تعلقاتو قتع کول وغیره… سره وشي، کله چې غلطي وکړي نو په حکمت سره یې د صحیح کولو روزنه وکړه، که لومړۍ غلطي یې وه نو په کنایو او اشارو یې د صحیح کولو پوهه ورکړه او صراحتاً ورته یادول ښه نه دي.

که په بار بار یې یو غلط عمل تکرارولو نو نصیحت او پوهاوی ورته په بله بڼه وکړه، خو فکر مو وي چې کوتک او لختې څخه کار وانخلئ په نصیحت او محبت سره یې د غلطۍ احساس ورکړئ. رنګارنګ اسلامي او نیکې مشورې او بېلګې ورکړئ، ترڅو کرار کرار مثبت کېدو طرف ته عادي شي.

پورته ذکر شوې مرحلې د یو چلنج په شکل ځان ته غوره او تر سره یې کړئ.

یو اسلامي عالم (مولانا ابوالحسن علی ندوی) وایي« د نوي عصر سره دا ښایي، چې د امت مسلمه ځوانان او لوستې خلکو کې د اسلامي اساساتو نظام او ددې نظام حقایق او دنظام محمدی هغه اعتماد ترلاسه کړي، د کوم مسؤلیت چې د همدې طبقې (ځوانانو) په لاس کې دی.

نن سبا له ټولو لوی عبادت دا دی، چې د ځوانانو فکري اضطراب او رواني حالت په اسلامي بڼه و روزل شي په کوم کې، چې حتاّ لوستي ځوانان په بدحالت کې ګرفتار دي. له دې مهم او اساسي کار څخه غفلت کول لوی او سنګین جرم دی، د نوي ځوانانو پر اسلامي روزنې او ددوی په درون فکري تعمیر او تخلیقي سوچ ترمیم کاري او سمول ستر جهاد دی.

د کوچنیانو د روزنې له پلوه والدین پر څلورو کټګوریو ویشو

۱) هغه والدین چې خپل اولادونه فقط عصري علومو ته سوق کوي؛ ددوی دیني ښوونې او روزنې لوري ته یا خو هېڅ توجو نه شته او یا هم په ډېره کمه توجو اکتفا کوي. ددوی دا مسؤلیت دی، چې څومره په عصري علومو کې خپلو اولادونو سره خواري کوي له هغې زیاته توجو باید په اسلامي زده کړو کې وکړي او د دوی ژوند په اسلامي، دیني تعلیم یانی عقاید او اعمال، ټولنیز اخلاق او آداب او دې ته ورته اړین اموراتو په واسطه د هغه زړه او دماغ جوړ کړي تر څو د فساد په دې پرمختللي دور کې یې د بې دینۍ کندو ته ونه غورځوي.

۲) هغه والدین چې خپل اولادونه یې فقط دیني علومو ته سوق کړي دي؛ دوی خپل کوچنیان په اګاهانه یا نااګاهانه ډول باندې د عصري علومو څخه لرې ساتي. ددوی مسؤلیت دی، چې حالاتو او عصر ته په کتو باید د ضرورت مطابق عصري علومو ته هم توجو وکړي، ترڅو یې په راتلونکي کې اولاد په هېڅ وخت کې بل ته محتاج نه شي.

۳)  هغه والدین چې خپل کوچنیان یې عصري او دیني علومو ته په یوشان سوق او هڅولي دي. او د اسلامي روزنې له طریقه یې په ډېر ښه شان سره روزنه پرمخ وړي. دوی غوره او کامیابه خلک دي، دوی ته دې روښانه راتلونکی مبارک وي راتلونکي او نورو کورنیو ته هم د همدغه شان روزنې توصیه کوم.

۴) هغه والدین چې د خپلو کوچنیانو راتلونکی د ټولنیزو ستونزو یا نورو ناغوښتل شوي سببونو له امله د یو روښانه راتلونکې سره پلوري او د کوم پېشه او کسب سره یې راتلونکی تړي. دوی ته په پوره غور سره دافکر پکار دی، چې پدې کار سره دوی د خپل اولاد راتلونکي لپاره د یو قاتل او زهرو مثال لري. نو ددې لپاره والدین او سرپرستان باید په ابتدایي ډول دیني او عصري علومو ښوونځيو سره تماس کې شي او د خپلو اولادونو څخه دې هراړخیزه عالمان جوړ کړي او د علم په رڼا خپل کورونه او ټولنې منورې کړي او په دنیا او اخرت کې د سرلوړۍ باعث شي.

داچې نن سبا چې د علم او پرمختګ دور دی، نو په لږه هڅه پوره تغیر په خپلو کوچنیانو کې راوستلای شو، نو د امکان تر حده والدین او سرپرستان باید خپل اولادونه د رسمي تعلیم سره سره مسجدونو، مدرسو او کورسونو ته ولیږي، ترڅو په راتلونکي کې یو صالح، سالم او مسلمان ستر شي او د دنیا او اخرت کې د سرلوړۍ باعث شي او دا د وخت تقاضا هم ده.